کور / راپور / د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس: موږ باوري يو چي په افغانستان کي به بريالي کېږو

د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس: موږ باوري يو چي په افغانستان کي به بريالي کېږو

افغان ولسمشر اشرف غني د امريکا د دفاع وزير سره ترليدني وروسته ويلي، افغانان به د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي د امريکايي سرتيرو قربانۍ تل ياد ساتي.

نوموړي وويل، افغان ولس او حکومت  هغو امريکايي سرتيرو ته پېرزويني وړاندي کوي چي په افغانستان کي د سولي لپاره ئې ژوند له لاسه ورکړی دی.

اشرف غني نن په کابل کي د امريکا د دفاع وزير جېمز مېټس سره وليدل.

د امريکا د دفاع وزير نن په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی.

افغان ولسمشر اشرف غني په سيمه کي د امريکا نوې تګلاره وستايل، نوموړي وويل:

“دغه تګلاره د افغان شخړې د بدلون تګلاره يا ګېم چېنجر وه چې تر مخه يې د دوی ملي حکومت طالبانو ته د سولې د خبرو او له پاکستان سره هم د تفصيلي دوه اړخيزه خبرو وړانديز وکړ”

د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس وويل، موږ باوري يو چي په افغانستان کي به بريالي کېږو، خو مهمه نه ده چي دا بری به په جګړه کي ترلاسه کوو، بلکي د طالبانو سره د سولي او پخلايني له لاري هم بری ترلاسه کېدای سي.

ښاغلي اشرف غني نن په کابل کې د امريکا د دفاع له وزير جېمز مېټس سره په يو ګډ خبري کانفرنس کې وویل:

“زه د خپلې وینا پیل ستاسو وژل شويو اتلانو ته د عقيدت د پېرزوینو نه کوم، مهرباني وکړئ د دغو وژل شويو عسکرو درنو کورنيو ته زموږ له خوا ډېره مننه او تشکر ووايئ، تاسو له هغوی سره ډېر وخت تېر کړی او ستاسو قربانۍ به چېرې هم هېرې نه شي”

افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کي د ننۍ ورځي د ګډ کنفرانس په اړه په خپل يوه ټويټ کي ويلي، په ګل خانه ماڼۍ کي ئې د امريکا د دفاع له وزير جېمز مېټس سره د طالبانو سره د سولې پر خبرو، د پاکستان سره تفصيلي خبري، راتلونکو انتخاباتو، د نشيي توکو پر مخنيوي او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې وکړې.