کور / سياسي / د ولسي جرګې ګنګس وکیلان

د ولسي جرګې ګنګس وکیلان

ټولو افغانانو ته معلومه ده چې په دې وروستیو کې ځینې کړیو او چارواکو د نظام ړنګېدو هڅې کولې. د حاکم نظام پر وړاندې یې د لویو ـ لویو غونډو تابیه نیوله خو اوس لا هم په ولسي جرګه کې د اداري هیئت څوکۍ ګټلو لپاره په منظم پلان کار کوي.

تر شا یې هغه ولس چې په سختو حالاتو کې یې دوی ته رایه ورکړه او دغو ګنګس چارواکو د ولس په یوې ـ یوې رایې لوبې وکړې او د خلکو پر سترګو یې خاورې ور وشیندلې خو اوس هم ولس لا آرام خوبونه ویني او د دغو ګنګسو چارواکو په ملي شورا کې رول مهم ګڼي.

څوک چې حقیقتاً د حاکم نظام او دولت مخالف وي؛ پر وړاندې یې ګڼ غبرګونونه راپاروي او ولس په دې ډول تحریکوي، چې ګواکي له نظام څخه پر شا شي ترڅو د دوی د ګټو ښکار وه اوسي. څنګه به دغه خلک په راتلونکې کې خپل ولس ته مخ ولري؟

وايي، چې سیاست دی؛ کله یو ډول او کله بل ډول خو له سیاست سره په خوا کې ارزښتونه او د خلکو حقوق هم موجود دي، چې په پام کې نیول یې مهم دي.

څرګنده ده، چې کله د دغو ګنګسو چارواکو له نظام څخه ګټه کېده نو په ملاتړ یې نارې او سورې وهلې خو تاسې ولیدل، کله چې نظام د مفسدینو په وړاندې خپل دریځ ښکاره کړ، نو په لومړیو کې همدغو ګنګسو چارواکو حکومت ته شا کړه، د حکومت مشران یې دیکتاتوران یاد کړل او د واک پر انحصارۍ یې تورن وبلل.

ولس له دې اخ و ډب وروسته هم نه بیداریږي او د خپلو دغسې ګنګس چارواکو په مقابل کې نه راولاړیږي، ترڅو په حقیقت کې د دوی ګټې خوندې وه اوسي.

زه باید ووایم، چې ولس لا ځان په دې نه خبروي، چې د کومو ګنګسو مشرانو دوی ملاتړ کوي؛ همدوی د ولس پر ګټو لوبې کړې دي او هر وخت یې ملي ګټې سره وېشلې دي.

وګورئ، په ټولو ولایتونو کې دغو ګنګسو ځانونو ته دولتي ادارې خپل ملکیت ګرځولی دی. هر وخت یې پر والیانو او نورو ځایي مسوولینو زور راوستی ترڅو د دوی د فکر او نظر مطابق اعمال ترسره کړي، خو که احیایاً د دوی نظر نه منل کېږي نو همدغه ناخبره خوار ولس یې پر وړاندې راپاڅوي او د ولس له طریقه خپلې ګټې تر لاسه کوي. دا ثابته ده، چې تل یې ترمنځ ولس سوځېدلی دی.

ولس ته په کار ده، چې نور دا ګنګس مشران او چارواکي درک کړي. هڅې یې ملاتړي ونه اوسي، بلکې پر وړاندې یې باید د یوه ويښ ولس په څېر ودریږي او خپلې غوښتنې پرې ومني ځکه ګنګس د دوی پر رایه موقف ته رسیدلی دي.

ولس د شته حقایقو پر بنسټ باید د حکومت پر وړاندې ودریږي او خپل حقونه ځنې وغواړي، نه داسې چې ګنګس مشران یې د شومو موخو لپاره وکاروي او استفاده تر وکړي!

۱۳۹۶لمریز، کب ۲۰مه