شف – شف نې، شفتالو
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: محمدزمان ستانکزی
همدې شپو او ورځو کې په افغانستان کې د امریکا پوځي ښکېلتیا شپږ زره ورځو ته ورسېده او اوس په شپږ زرو ورځو نورې ور اوړي لا نه ده معلومه چې جګړه کله پای مومي.
له دې سره جوخت او هممهال د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس کابل ته راغی، له ولسمشر غني، اجرایی رییس او نورو جګپوړو افغان چارواکو سره یې په سوله او جګړه دواړو خبرې وکړې. داسې ښکاري چې امریکایی ولس هم دې جګړې ډېر ستړی کړی او افغانان خو یې له وړاندې له پښو غورځولي دي.
د ۲۰۱۷ کال د جنوري په شلمه چې کله ډونالد ټرمپ د امریکا د پنځه څلویښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه، ور سره په یوه وخت دا هېلې را وټوکېدې چې دغه جګړه به پای ته رسیږي. یاده دې وې چې دغه جګړه د ټرمپ ګوندیز ملګري پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه پیل کړې وه، دموکرات ولسمشر ته یې په میراث ور پرېښوده او هغه په خپله دوو کاري دورو کې یو ځل افغانستان ته د ۳۰ زرو امریکایی سرتیرو د استولو امر وکړ خو جګړه لا هم کابو نه شوه. د ۲۰۱۴ کال په پای کې نوموړي اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو جګړییز ماموریت پای ته رسیږي، د ناټو نورو غړو او متحدینو هم د امریکا په ګام، ګام واخیست او د جګړې دروند پیټۍ افغان ځواکونو ته وسپارل شو لسګونه زره بهرني سرتیري له افغانستانه ووتل، جګړې شدت واخیست، افغان ځواکونو په خپلو وینو او ککریو جګړې ته ودانګل، دې تحمیلي جګړو کې ډېرې نارواې وشوې، کندز ښار دوه ځله د وسلوالو طالبانو لاسونو ته ولوېد، فراه ښار د سقوط له ګواښ سره مخامخ شو، هلمند کې هم جګړه تر لښکرګاه ورسېده، نورو ولایتونو کې هم د هرې ورځې په تېرېدو حالات له کنتروله ووتل او د سیګر تازه رپوټ وایی چې دا مهال وسلوال مخالفین نږدې په نیمه خاوره واک چلوي.
ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره خپله نوې تګلاره اعلام کړه، د سولې پر ځای په جګړو ټینګار وشو، افغانستان ته د نورو زرګونو امریکایی سرتېرو د را استولو پرېکړه وشوه، وویل شول چې نور به له افغانستان څخه د وتو خبره نه کیږي، حالاتو ته په کتو سره به ګام اوچتیږي، دښمن یعنې وسلوال مخالفین به نور د امریکا په پوځي پلانونو نه خبریږي، د افغان ځواکونو په ملاتړ ټینګار وشو، وویل شول چې افغان ځانګړي ځواکونه به ډېریږي، له فرقې قول اردو ته لوړ شول، د هوایی ځواکونو د جوړېدو کار پیل شو، وویل شول چې تر شپږو کلونو به په دې ځواکونو شاوخوا شپږ میلیارد ډالر پانګونه کیږي.
دې ټولو ته په کتو لا نه ده معلومه چې جګړه به کله پای ته رسیږي، ځکه دې نوې تګلارې هم لکه چې تمه کېده، ډېر کار ورنکړ. د فبروري په ۲۸ د کابل پروسې دویمه ناسته د ۲۵ هېوادونو او درېیو نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شوه، غونډې ته په خبرو کې ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته کم ساري وړاندیزونه وکړل، اساسي قانون کې د تعدیل، د سولې خبرو له شرط پرته پیل، د سیاسي ډلې په توګه د طالبانو د منل کېدو، د دې ډلې د مشرانو په سر د لګېدلو بندېزونو په لرې کېدو او نورو امتیازونو خبرې وشوې، وویل شول چې د نړۍ په هره برخه کې دې ډلې سره کابل خبرو ته تیار دی، طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څرګند ځواب نه دی ورکړی خو یوه اوونۍ کې یې دوه ځله له امریکا سره د مخامخ خبرو وړاندیز کړی دی. متیس د کابل پروسې د دویمې ناستې له تر سره کېدو څو ورځې وروسته کابل ته راغی، نوموړی خوشبین دی چې په خبره یې یوه ډله طالبان د سولې خبرو ته په خپل تیاري غور کوي.
روان وضعیت ته په کتو ویلای شو چې جګړه به ژر پای ته ونه رسیږي، په محدود شمېر طالبان به د سولې خبرو ته کیني چې د سولې له بهیر سره یې په یوځای کېدو هم ممکن جګړه نوره هم زیاته او خونړۍ شي. د جګړې هر اړخیزه څېړنه په کار ده، د افغانستان د سولې کیلې له امریکایانو سره ده، که امریکا وغواړي او په رښتیا په پاکستان فشار راوړي، فکر نه کوو چې نور دې دغه وضعیت په دې ډول دوام وکړي.
د جګړې په پراختیا کار کیږي، طالبان نشته، بلکې دا آی اس آی دی چې د افغانستان د جګړې یو ستر طرف دی، له آی اس آی سره باید جدي خبرې وشي، داسې خبرې چې نور د جګړې دوام ته پلمه پاتې نه شي، افغان چارواکي که هغه ولسمشر دی او که اجرایی رییس او نور مسوولین باید په ډاګه خلکو ته ووایی چې پاکستان ترې څه غواړي او دوي څه کولی شي.
نور د دې وخت را رسیدلی چې شف شف نې شفتالو وویل شي، که هر څه همداسې ګونګ روان وي، د افغانانو د وینو رودونه به بهیږي او څوک به نه وي چې وپوښتې آخر ولې.