کور / راپور / مشهور ساينسپوه سټيفن هاکينګ مړ سو

مشهور ساينسپوه سټيفن هاکينګ مړ سو

وتلی برتانوی فيزيکپوه سټيفن هاکينګ نن د بريتانيا د کامبريج په ښار کي په خپل کور کي د ۷۶ کلونو په عمر مړ سو، د نوموړي کورنۍ وايي، هوکينګ د خوب په حالت کي په اسانۍ ساه ورکړه. د نوموړي درې واړه زامن لوسي، روبرټ او وټيم وايي: نن موږ د خپل پلار د مړيني له امله سخت غمجن يو..زموږ پلار يوه ستره هستي او بې ساری انسان وو، د هغه کارونه او هڅي به په کلونو کلونو ژوندۍ پاتي وي.

ښاغلی هاکينګ د شل له ناروغۍ څخه کړېدی او د همدې ناروغۍ له امله ئې د بدن تقريبا ټوله برخه فلج سوې وه، آن تردې چي خبري ئې هم نه سوای کولای.

د ښاغلي هاکينګ سره د خبرو کولو په برخه کي داسي يو کمپيوټر مرسته کول چي د يو ځانګړي سيسټم له لاري ئې مصنوعي خبري ورته جوړولې.

هاکينګ د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ پر ۸ د انګلستان په اکسفورډ سيمه کي زېږېدلی دی.

په ۱۹۵۹ کي د طبعي علومو د زده کړي په موخه د اکسفورډ پوهنتون کي شامل سو، خو په ستورپوهنه کي ئې دکتورا د کامبريج پوهنتون څخه ترلاسه کړه.

په ۱۹۶۳ کال کي د عصبي رشتو په يوې ناروغي اخته سو، هماغه وخت ډاکټرانو ورته ويلي وه چي فقط دوه کاله نور ژوند ياري درسره کولای سي. خو د ډاکټرانو د وړاندويني خلاف هاکينګ ۵۲ کاله نور ژوند وکړ.

هاکينګ په ستورپوهنه کي څيړنيزي نظريې لري، همدارنګه په کائناتو کي د تورو ګردابونو(Black holes) په هکله خورا په زړه پوري بحثونه لري، ددې ترڅنګ يې د زمان او مکان اړوند هم بحثونه کړي دي.

په ۱۹۷۴ کي هاکينګ د هماغه وخت د نظريو برعکس دا ثابته کړه چي په کائناتو کي تور ګردابونه يا Black holes هم رڼا خپروي. چي وروسته د تورو ګردابونو رڼاوي د هاکينګ د رڼاګانو يا شعاوو په نامه ونومول سوې.

په ۱۹۸۸ کال کي د نوموړي يو کتاب چي د (د زمان لنډ تاريخ) په نامه وو خپور سو او لس مليونه نسخې و پېرل سو.

په ۲۰۱۴ کال کي د هاکينګ د ژوند اړوند يو فلم د( د هر شي نظريه) په نوم جوړ سو.