کور / اقتصادي / د کانونو او.پټروليم وزارت: افغان حکومت د کانونو په استخراج کي اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی

د کانونو او.پټروليم وزارت: افغان حکومت د کانونو په استخراج کي اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې میرمن نرګس نهان او په متحدو ایالتونو کې د افغانستان لوی سفیر داکټر حمدالله محب نن د افغانستان او مرکزي آسیا په چارو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الس ولز سره د هغې د کار په دفتر کې وکتل. په دې لیدنه کې د سمونو، اقتصادي پروګرامونو، د مسلکي کسانو د ګمارلو، له فساد سره د مبارزې، د کانونو د ستراتیژۍ او دې ته ورته د افغان حکومت د وروستیو کارونو او لاسته راوړنو په اړه خبري وشوې. میرمن نهان وویل افغان حکومت سمونو ته ژمن دی او په دې برخه کې جدې هڅې کوي. اخوا الس ولز په مختلفو برخو کې د افغان حکومت له لاسته راوړنو څخه په هرکلي وویل هيواد یې د یوه پیاوړي متعهد په توګه په بیلابیلو مالي او تخنیکي برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. په دې لیدنه کې په ناقانونه توګه د اورپکو او سیمه ایزو زورواکو له خوا د کانونو د استخراج د مخنیوی، د افغانستان د کانونو له وزارت او سروې او جیولوژي ادارې سره د امریکا د سروې او جیولوژي ادارې د همکاریو د ډیریدو او د کانونو وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړیدو په اړه هم خبري اترې وشوې. میرمن ولز همدارنګه د مالي ضمانتونو د برابریدو په برخه کې د نړیوال بانک له علاقه مندي هرکلی وکړ او ویې ویل دوی به د افغانستان د کانونو د استخراج د زمینې د برابریدو په برخه کې د امریکايي کمپنیو د مشترک کار په برخه کې هڅه وکړي.