کور / سياسي / پر افغانستان د امریکا پوځي ښکېلتیا او تر شا یې ګڼه مرګ ژوبله!

پر افغانستان د امریکا پوځي ښکېلتیا او تر شا یې ګڼه مرګ ژوبله!

لیکوال : محمد وسیم وصال

د ۴۰ کالو جنګ جګړو قربانیان څوک وه؟ څوک دي؟ او څوک به وي؟ د دې جګړو زیاته مالي او ځاني بیه چا پرېکړه؟  د دې ټولو پوښتنو ځواب په یوه جمله ( غونډله ) کې رانغاړل کېږي چې وبه وایم، د دې بیه په سوله مئینو، د سولې ارمانجنو او لا هم په دې لاره هر قیمت ته ژمنو افغانانو پرېکړې ده او په همدې ارمان یې لا هم پرېکوي. د روس او نورو یرغلګرو جګړې یوې خواته خو په اوس وخت کې چې د امریکا تر ټولو اوږده، ناوړه او بدرنګه جګړه روانه ده او پایلې یې د یو ساعته یا نیم ساعته جنګي فلم په څېر په سیمه ییزه او نړیواله سطحه څېړل کېږي، د رسنیو له لارې ولس ته وړاندې کېږي، بلاخره یو شمېر خلک یې غندي او یو شمېر ورته بیا خاندې خو د فلم مهم اداکار یې مهمې نقطې په نظر کې نيسي. زما په اند دا کړنې او څېړنې ناسمې دي او په ښکاره توګه په لویه سطحه د ولس په سترګو کې خاورې اچول دي. په امریکا کې د واټسن پوهنتون تازه څېړنې ښایي چې پر افغانستان د امریکايي یرغل شپږ زره ورځې پوره شوې چې ۱۶ کاله کېږي. په پایله کې یې د امریکا له خوا په دغې پیل شوې افغان وژنې جګړه کې د ۲۰۱۶ کال تر نیمايي پورې څه باندې ۱۱۱ زره کسان وژل شوي دي، په وژل شوو کې ۴۲۰۰۰ طالبان، ۳۱۰۰۰ ملکي وګړي، ۳۰۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه، ۶۰۰۰ امریکايي پوځيان او قراردادیان، ۱۱۰۰ د ناټو پوځيان او سلګونه خبریالان او د بشري چارو کارکوونکي شامل دي. ویل شوي چې که د تېرو دوو نورو کلونو شمېر هم پرې ور زیات شي، نو خبره تر ۱۵۰ زرو پورې رسېږي. دا خو د هغوۍ څېړنه ده! خو دا روښانه ده چې په جګړه کې تر دې زیات افغانان وژل شوي او دا جګړه ورځ تر بلې نوره هم خونړۍ کېږي او ټولې ستونزې یې افغانان ګالي. که ووایم د سولې خبرې د هر چا لپاره مهمې دي خو په اوس وخت کې د افغانانو لپاره یوه حیاتي مسله ده، چې په پایلو کې وړونکی او بایلونکی نشته – دواړه لوري وړونکي دي. او باید دې مسلې ته نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نړواله اداره جدې پاملرنه وکړئ، خو له بده بخته به ووایم چې نه یې کوي او نه یې کړې، که کوله یې تېره اوونۍ چې کله د امریکا په سنا کې په یوه استماعیه غونډه کې د امریکا امنیت ته د لویو ګواښونو پر مسئلې بحث کېده، د افغانستان نوم یوازې څلور ځلې یاد شو او هغه هم د امنیتي لوړپوړو چارواکو لخوا. دغې غونډې دوه ساعته دوام وکړ، خو هېڅ یوه سناتور له استخباراتي چارواکو د افغانستان په اړه پوښتنه ونه‌ کړه. له دې ښکاري چې دغې جګړې ته چې اوس ۱۵ زره امریکایي ځواکونه په‌کې ښکېل دي، ډېره لېوالتیا نه ‌شته او داسې هم نه ده چې ګواکې دغه جګړه پای ته رسېدو ته نږدې ده، نه! بلکې نوره هم په شدت روانه ده. اوس پوښتنې دا دي د دې وژنو چې په امریکا کې د واټسن پوهنتون په څېړنه کې ویل شوي مسوول څوک دي، په شپږ زره ورځو کې ۱۵۰ زره کسان چا ووژل او له چا باید په دې تړاو پوښتنې وشي؟ د افغانانو اصلي دښمن څوک دی او د چا ګریوان ته لاس واچوي؟ دا ښکاره خبره ده چې د دې جګړې ټول قربانیان افغانان دي او یوازې یوه وړه برخه امریکایان او نور بهرنیان پکې وژل شوي دي. له بده مرغه به بیا هم ووایم چې د امریکا له خوا دا پیل شوې جګړه اوس افغانانو ته په میراث ورپاتې او افغانانو ته یې خپله د ګل په څېر ځمکه په ژوندونې دوزخ ګرځولې او په همدې دنیا عزابونه ویني. په پای کې به دا ووایم که امريکا او د کابل اداره په رښتيا وغواړي چې سوله وکړي، نو د سولي راوستل اسانه کار دی او پر وړاندې یې موانع لرې کول د یوې ورځ نه بلکې د یو ساعت کار دی خو! که وغواړې او خپلو شخصي ګټو نه تېر شي. ولوکه په رښتیا هم امریکا( ۳۰٪ ) سولې ته ژمن وي نو پرته له شکه سوله راتلل شونې ده او کنه وي نو د دې ټولې جګړې، وژنو او وحشتونو پړه د امریکا پر غاړه ده او امریکا باید په دې تړاو په نړیواله کچه ګرمه وپېژندل شي او نور افغان وژنې او انسان وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي.

2018 / 3 / 13 /