کور / سياسي / خدای(ج) د داسې حیران کړه لکه زه دې چې حیران کړم!

خدای(ج) د داسې حیران کړه لکه زه دې چې حیران کړم!

لیکوال: ا- ځواک

څه موده وړاندې د کابل پروسې دویمه غونډه چې د 25 هېوادونو استازو، یو شمېر نورو تاثیر ګذارو نړیوالو او سیمه ییزه ټولنو پکې ګډون کړی تر سره شوه.

په یاده غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني وسلوالو طالبانو ته له کوم شرط پرته د سولې بسیاری وړاندیز وکړ چې له دې وړاندیز سره یې وسله وال مخالین داسې حیران کړل لکه د هغه پیر او مروید کیسه چې خپل پیر ته یې ډېر احترام درلود:(له یاد مرید څخه یو چا پوښتنه وکړه چې هغه مشر پیر ډېر درباندې ګران دی او که خدای(ج) مرید له ځنډ وروسته نوموړي کس ته په ځواب کې وویل چې ځه خدای دې همداسې حیران کړه لکه زه دې چې حیران کړم؛ مطلب دا چې که اوس ووایم چې خدای پاک راباندې ګران دی؛ نو پیر صیب به خپه شي او که ووایم چې پیر؛ نو خدای پاک به رانه خپه شي)؛ نو دا چې د ولسمشر دې بې ساري وړاندیز؛ مخالفین همداسې حیران کړي او ورخطا کړي چې څه وکړي؛ خو کاش چې دا وړاندیز یو څو کاله دمخه شوی وای. په هر صورت ماهی چې هر وخت له اوبه ونیسې نو تازه دی.

 که وسله وال مخالفین رښتیا هم د دې خاوري بچي وي او لږ هم له الله جل جلاله وویرېږي یا حد اقل لږ تر لږه د دې هېواد د کونډو یا یتیمانو له ها څخه ورورېږي او…؛ نو باید هغه لار غوره کړي کومه چې د الله جل جلاله خوښه ده، هغه لار چې د رسول صلي الله علیه وسلم خوښه ده او هغه لار چې هر څه او هر ژوندی ورته اړتیا لري او همدا شان دا څلویښت کاله کېږي چې خلک د سولې په ارمان دي.

بل دا چې دا وسله وال مخالفین ته یې یوه ګټه دا ده چې دوی به د رسمي حزب خاوندان شي؛ چې بیا دوی کړای شي د اپوزسیون په بڼه خپل فعالیتونه وکړي او دا روانه خونړۍ لړۍ به هم پای ته ورسي؛ ځکه الله پاک فرمایلي دي چې د یو بې ګناه بشر وژل د ټول بشر د وژلو په معنی دي او په دې کې شک نه شته چې په جګړه کې به ډېر بې ګناه انسان وژول شوي او یا به ووژل شي. که سوله وشو؛ نو بیا به هرومرو الله جل جلاله هم خپل رحم په دې زورېدلي ولس ولوري.

که د نړیوالو پرمختګ ته نظر وکړو چې د تعلیم له برکته دوی څومره پرمختګ کړی او که سر په ګریوان کې کوز کړو او لږ سوچ وکړو چې دا پرختګونه او زموږ دا ورسته پاتې والي اصلي دلیل به څه وي؛ نو خامخوا دې پایلې ته رسو چې جنګ- جګړه نوره بس ده؛ تر ټولو لومړی که موږ د خپل ګاونډي هېواد پاکستان پرختګ ته سوچ وکړو چې ورځې تر بلې د پرمختګ په حال کې دی، یو اټومي هېواد دی او د تعلیم په ډګر ډېر مخکې دي په سیاسي لحاظ ډېر مخکې دی، د دیني علوماوو په لحاظ مخکې دی یعني زموږ د هېواد تر دیني علما څو چنده ډېر علما لري؛ خو اې وسله والو طالبانو تاسو تر اوسه اورېدلي چې په یاد هېواد کې علماوو سینما ته اور ورته کړي وي او یا یې په بمونو الوزولي وي؟ نه هېڅکله نه؛ ځکه هغوی ته ویل شوي چې (سب سی پهلی پاکستان) آیا کوم د فحاشي مرکز (مردګوخانه) یې په ماینونو الوزولې ده؟ نه هېڅکله نه؛ ځکه دوی خپل هېواد ته ځانونه وفادار او حب الوطن کلمې ته ژمن دي.

نو راځئ همدا د حب الوطن د کلمې مینه موږ په ځان کې غښتلې کړو او د جنګ- جګړو سره نوره مخه ښه وکړو او د هېواد د هوساینې او بډاینې ته مټې بډ وهو. څو الله جل جلاله د سولې له برکته پر دې خاوره او د دې هېواد په زورېدلي ملت باندې رحم وکاندي او په همدې هیله چې د سولې او سوکالي په فضا کې مو پاتې ژوند تیر شي.

پای