کور / د ډيورنډ کرښه / د جنوبي وزيرستان د جوماتو ملاامامانو د پښتون ژغورني د ملاتړ ږغ کړی دی

د جنوبي وزيرستان د جوماتو ملاامامانو د پښتون ژغورني د ملاتړ ږغ کړی دی

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي  ملا امامانو د جمعې د لمانځه په خطبو کي د پښتون ژغورني د غورځنګ ملاتړ کړی او دهمدې غورځنګ د برياليتوب لپاره لاس په دعا سوي دي.

د پښتون غورځنګ ملاتړ ورځ تربلي په لره پښتونخوا کي پراخېږي، ددې غورځنګ مشري د ځوان پښتون منظور پښتين پرغاړه ده چي د يو پياوړی او مبارز شخص په توګه پېژندل کېږي.

پر ټولنيزو رسنيو داسي وېډيوګاني خپرې سوې چي د جنوبي وزيرستان په جوماتونو کي ملاامامان له خلګو غواړي چي د پښتون غورځنګ ملاوتړي او ددې غورځنګ د برياليتوب دعاګاني کوي.

پرون د جمعې په ورځ د واڼه د جامع جومات ملاامام ډاکټر تاج محمد په خطبه کي وايي:

پنځلس کاله کيږي چي د ستونزي او کړاوونه ګالو ، په دې سيمه کي داسي څوک نسته چي يا ئې زوی، يا ئې ورور او يا ئې د کورنۍ يو غړی ځورول سوی نه وي. اوس چي کوم ځوانان راپورته سوي دي بايد ددوی احساسات او جذبه د سيمي د خير او ګټي لپاره وکارول سي.

تمه ده  د مارچ پر ۲۵ نېټه  د لري پښتونخوا په پېښور کي د پښتون ژغورني د غورځنګ يوه ستره غونډه دائره سي، چي په دې برخه کي د غورځنګ مشرانو سختي هلي ځلي پيل کړي دي.

د غورځنګ مشران وايي، د پېښور د غونډي لپاره به د هر کور دراوازه ور وټکوي او د مسجد له امامانو به وغواړي چي له خپل موقف څخه په ګټه بايد خلګ دې غونډي ته راوبولي.

د پېښور پوهنتون د صنفي مطالعاتو د څانګې استاد پروفیسر دروېش اپریدی  وایي:

“ترهګرۍ د هرې طبقې ژوند ګواښلی دی، که ملا دی که امي دی، که جماعتِ اسلامي دی که جمعیتِ علما دی دوی هم محفوظ نه دي، زموږ په مدرسو او جوماتونو کې هم چاودنې سوې دي، دا د ټول قام شریکه مسئله ده، علماوو ته د خلکو تمې دي، دوی به په دې کي خپل رول لوبوي ریښتیا به وایي او له قام سره به ملګری کېږي او که نه ملګری کېږي قام به دوی پرېږدي”

د غورځنګ یو بل فعال غړی محسن داوړ وایي، “کوم ظلم چي دلته سوی دي د د نیا یو قوت او اداره هم ورڅخه انکار نه سي کولای، نو د دنیا ټول قوتونه او تنظیمونه به له موږ سره خامخا متفق کېږي او راسره درېږي به چې موږ پر پاکستان فشار واچوو”.