کور / سياسي / حکومت ته باید نور وخت ورکړل شي!

حکومت ته باید نور وخت ورکړل شي!

محمدزمان ستانکزی

د افغانستان د تاریخ هره پاڼه او هر پېرپه لویو جنجالونو، فرصتونو او ننګونو ډکه ده، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې چې کله امریکا او متحدینو یې په دې هېواد یرغل وکړ او د طالبانو له کنتروله یې د څه باندې نوې سلنې خاورې د خلاصولو اقدام وکړ، ور سره جوخت داسې هیلې را وټوکېدې چې نوی کور او نوی ژوند به پیلیږي. د بن په کنفرانس کې افغانستان ته د وړاندې تګ لپاره نوې د لارې نقشه جوړه شوه چې ډېرو دا ګڼله دا به د المان لپاره د مارشال د پلان په څېر  وي، تر دې مهاله د افغانستان په هکه څو نړیوالې غونډې جوړې شوې، له سل زرو زیات بهرني سرتیري دغلته دېره شول، د ولسواک نظام د را منځته کېدو ژمنې وشوې، په لومړي ځل افغانانو ټاکنو کې د ګډون له لارې خپل منتخب ولسمشر وټاکه، لوړې ژورې هم ډېرې وې، خو پرمختګونه هم د پام وړ وو. طالبانو چې له سویلي کلیوالي سیمو راغلي وو، بېرته خپلو مېنو ته مخه کړه، څو کاله نسبي کراري وه، خو د حامد کرزي په دوره کې چې نړیوالو د ډالرو باران جوړ کړی و، هغه کسان ورځ تر بلې وپړسېدل چې د جهاد او مقاومت چیغو یې لر او بر نیولی دی.

دې دوره کې هغه خلک بیا را ژوندي او د خلکو په برخلیک حاکم شول چې طالبانو له کولاب او تهران تېر کړي وو. دوي د لوکسو او دنګو ودانیو خاوندان شول، شتمني یې میلیاردونو ډالرو ته ورسېدې، د دوي د لا پیاوړتیا لپاره امریکایانو او نړیوالو بې چېکه پیسې ورکړې، د دوي ژوند نور د سلطانانو او شاهانو له ژوند هم پورته شو. دا به سمه وي چې افغانستان په دې نوي پېر کې له نړیوالې انزوا را ووت، دا به هم سمه وي چې د افغانانو نوم او نښان بیا را ژوندی شو، خو ور سره په یوه وخت افغانستان د فاسدو هېوادونو په کتار کې ودرېد، نشه یی توکي خپل اوج ته ورسېدل، په هرو خطرناکو مواردو کې افغانستان د کاروان سرلاری دی.

هغه ډلې چې خلک ترې تر پوزې راغلي وو، بیا په دې مظلوم ولس وتپل شوې، نارواو کړنو زور واخیست، چا چې ږیره او پګړۍ درلودل د طالبانو په نومونو ونیول شول، په خوب ویدو ماشومانو باندې چاپې ولوېدې په سپیو وداړل شول، د  ښځو له سره یې پړوني وغورځول او له ۲۰۰۱ کال تر اوسه چې هر کال تېریږي ور سره ملکي تلفات هم لوړیږي دا تېرو درې وروستیو کلونو کې خو ملکي مرګ ژوبله د یوناما په وینا له لس زرو اوړي.

له دې ستونزو څرنګه وتلای شو؟

د تاریخ په اوږدو کې افغانانو باندې چې کوم مصیبت راغلی، هغه یې د خپلو بې غوریو پایله ده. د ستونزو د حل امکان شته، خو لومړی باید عام ولس یو موټی شي، له اوسني حکومت کلک ملاتړ وکړي که څه هم ټول پوهیږي چې دغه حکومت د خلکو د مستقیمو رایو له لارې نه دی را منځته شوی او د جان کېرې او یان کوبیش د منځګړیتوب په پایله کې دوه متضادې ډلې واک ته رسیدلي، خو بیا هم بدیل  غوراوی نه لرو. دا حکومت منو چې ډېرې نیمګړتیاوې لري، خو ډېرې لاسته راوړنې هم لري لومړی لویه لاسته راوړنه یې دا ده چې د پاکستان لاره د افغان مشرانو په تګ راتګ نوره نه پوټۍ کیږي.  ولسمشرغني دوه ځله پاکستان ته تللی او هغه هم د مطلوبو غوښتنو د تر لاسه کولو لپاره او چې کله پوه شوی چې پاکستان ور سره لوبه کوي، په دې هېواد یې کړۍ را تنګه کړې ده، په اټم سمبال هېواد پاکستان یې نړیوالو ته د ترهګرو د ملاتړي په توګه معرفي کړی دی، چې امریکا او نور متحدین یې هم دې لار کې خپل ملګرتوب ته تیار کړي دي. دا آسان کار نه دی، ډېرې هڅې غواړي، د کرزي صاحب په واکمني کې پرته له دې چې بدېلې لارې ولټول شي، بهرنیان وتو ته اړ ایستل شوي وو. هر افغان په خپل ذات کې خپلواکي خوښونکی دی، خو آیا کولی شو د بهرنیو ځواکونو له موجودیت پرته دې شاوخوا پرتو لیوانو کې ژوندي پاتې شو او که نه؟

تر څو پورې چې په خپلو پښو نه یو درېدلې، دا بې ځایه خبرې په درد نه خوري چې څو زره کلن تاریخ لرو او داسې نورې مفتې کېسې. افغانان اوس د نړۍ مظلوم او کمزوری ملت دی چې د بهرني لاس نیوي پرته نه شي کولی مخ په وړاندې ولاړ شي، ټولو ته څرګنده ده چې دا ملاتړ به دایمي نه وي، خو په کار ده چې د هېواد جوړولو په برخه کې ټول سره یو موټی شو د دې پر ځای چې حکومت تخریب کړو، باید د حکومت ملا وتړو، دا ارګ، ملي شورا، سپیدار ماڼۍ او نورو دولتي ادارو کې څو ناست محدود کسان د افغانستان ټېکه داران نه دي، بلکې افغانان دي چې دغه خاوره ور پورې اړوند ده، د خپل نظام د پایو د غښتلي توب لپاره باید کار وکړو. د هغو کسانو په خبرو باید ونه غولیږو چې کورنیو جګړو کې یې د لسګونو زرو خلکو ککرۍ ورغړولې، دوي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره په ولس د نارنجي او نورو تحرکاتو د جوړېدو غږ کوي، که یې ګټه خوندي وي، وطن ګل او ګلزار دی که نه نو چیغې یې له امریکا هم تیریږي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ اوسني حکومت په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې چې د حکومتداري مهمې ستنې جوړوي، پام وړ پرمختګونه کړي دي، سیاسي اړیکو کې اوس افغانستان تر بل هر وخت زیات  پیاوړي دریځ کې دی. په نړیوالو دریځونو لومړی د افغانستان خبره کیږي. لا هم دا هېواد د نړیوالو د پاملرنې په مرکز کې دی، چې دا ټولې لاسته راوړنې همدې حکومت پورې اړوند دي. په پوځي برخه کې هم افغانستان اوس تر بل هر وخت منظم ځواک لري، ځانګري ځواکونه یې سیمه کې ساری نه لري، هوایی ځواکونه هم مخ په جوړېدو دي، او په اقتصادي برخه کې خو په پاکستان اتکا یو مخ را کمه شوه، د تورخم او سپین بولدک دروازو په تړلو سره اوس مونږ نه بلکې پاکستانیان ډېر زیان کوي، اوس د افغانستان بازارونه د نورو هېوادونو تولیداتو نیولي، پاکستاني محصولات نشته او که وي هم ډېر کم دي.

د دې لپاره چې د خلکو باور  بېرته اعاده شي د سیاسي دلالانو ورکاوی په کار دی. ښه یې پیل کړې، څو داړه ماران ورک شوي، دا پاتې نور هم چې ورک شي، نو هر څه مخ په سمېدو دي. د یوه ولسواک نظام د را منځته کېدو لپاره باید د دې سپین ږیري ولسمشر ملاتړ او درناوی وشي. مارشال محمد قسیم فهیم یې چې سوری به یې په ټوپک ویشته د والیانو په کنفرانس کې د تاریخي وینا په مهال غني چې هغه مهال له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د لېږد کمیسیون مشر و، په دې ستایلی و چې ډېر کار کوي او په خپلو کارونو کې د ده په وینا د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکوي. د څو محدودو کسانو په خبرداریو سره  وضعیت نه بدلیږي. د هغوي ګتې په خطر کې دي چې چیغې وهي، افغانان دې په سړه سینه حکومت پریږدي چې خپله قانوني دوره پوره کړي، هر وخت چې له قانوني مودې واوښت هغه ساعت هغه مسلات.