اجرائیه رئیس د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره ولیدل
Aziz Rahman Hazim
د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره ولیدل.
په دې لیدنه کي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر بهترۍ، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د افغان سولي پر پروسې او د هیواد پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د راکټ غورځولو پر مسئلې خبري وسوې.
د هیواد اجرائیه رئیس وویل، چي سوله د افغانستان اساسي ضرورت او غوښتنه ده او حکومت سولي ته د رسېدو لپاره وسلوالو ته ښه فرصت اماده کړی، چي باید ورڅخه ګټه واخستل سي.
نوموړي زیاته کړه، چي ترورستي ډلي ټولي خپلي مشخصي اجنډاوي لري او د خپلو اهدافو مطابق کار کوي، نو اړتیا ده، چی هیوادونه ئې جوړي او د خپلو اهدافو لپاره ونه کاروي.
هغه یادونه وکړه، چي د پاکستان لپاره هم د افغانستان سره د اړیکو د سمون نوي فرصتونه پیدا سوي او مهمه ده، چي د پاکستان حکومت د یو لړ اعتماد جوړوونکو فعالیتونو په اجرا سره له دې فرصتونو اعظمي او پر ځای ګټه واخلي.
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه وویل، چي دوی افغانستان ته د سولي په برخه کي د بریاوو هیله کوي او په دې برخه کي د افغان حکومت د سولي له وروستیو هڅو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، چي دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تخنیکي ټیمونو ګډ کار ته لېوال دي او هیله لري،چيدا کار به ژر پیل سي،څو د اړیکو د سمون پر وړاندي پراته خنډونه له منځه ولاړ سي.
نوموړي هم د سولي لپاره وروستۍ هڅي بې ساری فرصت وباله او زیاته ئې کړه، چي نور نو طالبان د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه او بهانه نه لري.
د نن په لیدنه کي همداراز په افغانستان کيد جنګ د مردودیت په هدف د افغان او پاکستاني علماؤ د یوې ګډي فتوا په اړه هم خبري وسوې.