کور / اقتصادي / د پیسو نړیوال صندوق  له بودیجوي، مالي او بانکي ریفورم او اصلاحاتو څخه چې عملh پلي شوي، ستاینه وکړه

د پیسو نړیوال صندوق  له بودیجوي، مالي او بانکي ریفورم او اصلاحاتو څخه چې عملh پلي شوي، ستاینه وکړه

مالیې وزیر ښاغلی اکلیل حکیمي، چې اذربایجان جمهوریت ته په یو رسمي سفر تللی وو، د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د پیسو نړیوال صندوق له مسؤلینو سره  چې د افغانستان بانک عمومي رئیس ښاغلي خلیل الله صدیق، د مالیې وزارت او مرکزي بانک د همکارانو په شتون کې یې د اعتباري اسانتیاوو د تمدید پروګرام د درېیم پړاو د ارزونې بشپړیدو په اړه بحث وکړ.

ټولې هغه ژمنې چې د جوړښتونو، مالي کړنو د معیارونو، د هیواد په مالي او اقتصادي سکټور کې وده او اصلاحات، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د اسعارو بیې او د پیسو نړیوال صندوق له لوري ټاکل شوي اهداف چې د ۲۰۱۷ کال په پای کې د افغان حکومت له لوري تر لاسه شوي او هغه ژمنې چې په دې وروستیو کې شوې وې په بریا سره تر کار لاندې دي چې په ټاکل شوي وي وخت کې به تر سره شي.

د پیسو نړیوال صندوق د پراختیایې بودیجې له لګښت او په ۱۳۹۶ مالي کال کې د ملي عوایدو له راټولیدو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بویجه د عوایدو او لګښتونو د درې کلنې وړاندوینې سره، په ولایتونو کې بودیجوي توازن، سترې ملي پروژې او له مالي خطرونو څخه اطلاعات وړاندې کوي او د پیسو تخصیص د وزارتونو له واقعي لګښت او د نړیوالو معیارونو له مخې ورکوي چې د ګټې اخیستنې په نه شتون کې د وجوې مخه نیسي، همداشان احتمالي او غیرې مترقبه لګښتونه کموي.