کور / علمي / په ارواپوهنه کي د ډاکټر سلومان آش یوه شهکاره تجربه

په ارواپوهنه کي د ډاکټر سلومان آش یوه شهکاره تجربه

ژباړه: سعید لودین

ارواپوهنه یو خورا پراخ علم دئ، چي په ځان کي ډېر لوی و کوچني مضامين او د ژوند  خاص اړخونه رانغاړي.  د ارواپوهني دا خاص اړخونه په مرور د زمان د لا زیاتو څېړنو او تحقيق په سبب ډېر روښانه او يقيني سوي دي. په نتیجه کي ئې ځیني فرضيې رد سوي دي او ځیني نظر ئې بیا تائید سوي او لا پسې پخې سوي دي او د نړۍ د ارواپوهانو دلچسپي ئې خپله کړې ده.
که څه هم هر کال په ارواپوهنه کي په زرهاوو څېړني او تجربې کیږي، چي د کلونو په تېرېدلو سره ئې ډيري پیکه سوي دي، خو ځیني ئې داسي څېړني او تجربې هم سته، چي په کلونو کلونو ئې خپل ارزښت له لاسه نه دئ ورکړی او تر اوسه لا هم ارواپوهان څېړني پکښي کوي. له دغو څېړنو څخه ئې ځیني په خورا ښه توګه،  د اُصولو او قوانينو مطابق تر سره سوي دي، خو په ځينو څېړنو کي بیا دا حدود مات سوي دي، چي په نتیجه کي ئې د ارواپوهانو تر منځ جنجالونه  هم راپورته کړي دي او په دې ډول ئې مخالف او موافق پیدا کړي دي  .
د ارواپوهني په نړۍ کي کلونه پخوا پنځویشت داسي تجربې تر سره سوي دي، چي تر اوسه ئې لا هم خپل ارزښت ساتلی دئ او تر نن ورځ پوري ئې په نړېوالو پوهنتونونو کي زده کوونکو ته تدریس کیږي. زه به دا پنځویشت تجربې وخت پر وخت  ستاسي سره شريکي کړم.
په (۱۹۵۱م.)کال کي ډاکتر سلومان آش (Dr. Solomon Asch) یوه شهکاره تجربه وکړه. دا څېړنه او تجربه  په دې اړه وه، چي څنګه یو نفر په یوه ګروپ کي د ګروپ د نورو غړو تر اغېز لاندي راځي.  په دې څېړنه کي ئې څو نفرو ته پر تخته څو لیکي وکښلې او ورته وویل سوه، چي کومي لیکي سره برابري دي  او یا کومه لیکه اوږده ده؟
د ګروپ  په غړو کي به یو نفر په دې څېړنه او تجربه ناخبره وو او نور ټول به په دې خبر ول، چي دا یوه  څېړنه ده.  د ګروپ باخبره غړو ته به ویل سوي ول، چي قصدا غلط جواب ورکړي.
د حيرانۍ ځای هغه وخت پېښيږي، چي کله ناخبره سړی د ګروپ د نورو غړو  غلط جواب ویني نو په دې خاطر چي ځان یوازي په مخالفت کي واقع نه کړي، نو د نورو غړو په څېر دی هم غلط جواب انتخابوي. که څه هم دی پوه وي چي دوی ټول غلط دي.
د دې څېړني نتیجه ډېره مهمه ده خصوصاً چي بیا په یوه ټولنه کي اجتماعي اړیکي څېړل کیږي. دا څېړنه یو مشهور مثال دئ او موږ ته دا را زده کوي، چي موږ څنګه په یوه ګروپ کي د ګروپ تر اغېز او تاثير لاندي راځو. په څېړنه کي دا هم څرګنده سوه چي اکثره وخت خلک په دې فکر کي وي، چي د اکثریت په ډول  واوسي که څه هم اکثریت غلط وي او دی( اقلیت) صحيح وي.