کور / سياسي / څلوېښت کلن جنګ!

څلوېښت کلن جنګ!

ليــکوال: ح حقوېش،
څلور لسيزي مو کيږي چي د جنګ په منځ کي ژوند کوٶ او هره ورځ ګڼ شمير ککرۍ د دې جنګ خوراک ګرځي، زيات شمير کورنۍ مو د غم په ټغر کښنوي، او داسي کورنۍ به په ټول افغانستان کي پيدا نه شي چي د څلور لسيزو بدمرغه جنګ به په زړه داغ نه وي ورکړى، خو دا جنګ له لومړۍ ورځي د امريکا په مټ په مختللى، او په هېواد کي دننه يې بيلي بيلي کړۍ په لومه کي ګير شوې چي اوس هم څنګ په څنګ ورسره ولاړ وي.
نو دا کړۍ چي اوس هم د پردو لپاره د جنګ په اوږدولو خوشحاله دي، او د سولي د راتګ لپاره خنډونه جوړوي، هغه دې جنګ ته پينځلس کلن يا شپاړلس کلن جنګ وايي، چي د امريکايانو نوې څېړنه يې د شپاږ زره(6000) ورځو جنګ ښيي. نو امريکايان او په هېواد کي دننه چاپلوسان په تېرو ناخوالو او بدمرغيو پړده اچوي، څو دلته ځان څپېڅلى وښيي او د افغانانو په قربانيو سترګي پټي کړي،
څو ورځي مخکي د امریکا واټسن پوهنتون د یوې څېړني له مخي وٶيل چي په افغانستان کي د امریکايي یرغل شپاږ زره ورځي پوره شوې. د دې څېړني له مخي د امریکا له خوا په پیل شوې جګړه کي چي د 2016ز کال تر نیمايي پوري څه باندي 111000 کسان وژل شوي دي. چي په وژل شويو کسانو کي 42000 طالبان، 31000 ملکي وګړي، 30000 افغان امنیتي ځواکونه، 6000 امریکايي پوځيان او قراردادیان، 1100 د ناټو پوځيان او سلګونه خبریالان او د بشري چارو کارکوونکي شامل دي. ویل شوي چي که د تېرو دوو نورو کلونو شمېر هم پرې ور زیات شي، نو خبره تر 150 زرو پوري رسېږي.
دا د یوه پوهنتون څېړنه ده چي پر رسمي شمېرو ولاړه ده، خو دا روښانه ده چي په جګړه کي تر دې زیات افغانان وژل شوي.
که د دولت خبري راواخلو چي هره ورځ وايي پلاني ځاى کي دومره طالبان وژل شوي، پلاني ځاى کي دومره طالبان وژل شوي  چي تر سل کم يې يوه ورځ هم خوله کښته نه دې ښورولې، چي له خولې يې هره ورځ سل سل کسان وژل شوي وي،
بل خوا طالبان راوخله چي هره ورځ په خپلو ويبپاڼو د افغانانو وژني سره راټولوي او جمع کوي يې چي نن دومره ځواکونه وٶژل شول، نن دومره ځواکونه وٶژل شول چي دا هم يوه ورځ تر سلو نه دي کم شوي. د دواړو خبري په رسنيو کي هم خپرويږي چي هر ورځ موږ او تاسو ورڅخه خبريږو. اوس تاسو راوخلئ دې شپاږو زرو(6000) ورځو ته په دوه سوه(200) ضرب ورکړئ، چي د دواړو خواو په خبره ټولټال دولس لکه افغانان وژل شوي دي، چي د امريکايانو او نورو نړۍوالو په شتون کي دا هر څه تر سره شوي، دې دولس لکه قرباني شويو افغانانو ته مو ته د رسنيو له رويه وکتل، خو داسي ورځي مو هم ليدلې ده چي په يوه ورځ او يوه  دقيقه کي په لسګونه افغانان رانه واخلي، او سلګونو نور مو بل چاته محتاج کړي، چي د وخت په تېريدو سره تر ژوند په مرګ خوشحاله وي، دا هم يو ډول په مرګ کي ښکېل بلل کيږي، او بل ډير هېوادوال مو په هېواد کي د جګړې او نورو ناخوالو له کبله پرديو هېوادونو ته مخه کوي هلته څوک په اوبو کي ډوبيږي چي بيا يې د هډوکو لا هم درک نه لګيږي، څوک مو تر غرونو لاندي کيږي او د تل لپاره هلته پاتي کيږي، چي بيا يې د مور سترګي د کور وره ته وخېژي چي اوس به مي زوى راشي! اوس به مي زوى راشي! په دغه ارمان کي دا هم له دې نړۍ کډه وکړي، همداسي نور ځايونه مو هېوادوال قربانيږي، هغه خو پرېږده چي هلته څومره ناروا چلند ورسره کيږي، او دى هر څه په خپل وژل شوي وجدان مني او يو ګوله مړۍ د ځان او کورنۍ لپاره پيدا کوي. دا ليکل مي په اټکل وکړل، خو که بيا هم دولس لکه هېوادوال نه وي شهيدان شوي او په کم شمېر شهيدان شوي وي، نو په دا کم شمېر ولي شهيدان شي او هغه هم د پرديو د ګټو لپاره، او د امريکا په شتون نېټو ځواکونه پخوانيو مجاهدينو د دې لپاره راويستي څو افغانستان له ناخوالو رابهر کړي خو هر څه په بل ډول تر سره شول،
او د نېټو ځواکونو په دې شپاږ زره(6000) ورځو کي موږ ته څه راکړل؟
د دوى شتون دلته جنګ اوږد کړ، هېواد مو د وسلحو منډي وګرځېده، جنګ يې راکړ ورور! ورور سره وژنو، افتصاد مو له سيپر سره ضرب شو، که څه هم مخکي سيپر وٶ خو د دوى مافيا هومره نور هم سيپر کړ. په سلګونو زره هېوادوال مو وٶژل شول، کورونو پرېښودو ته اړ شول، زراعت مو په بارود کي وسوځېده، پوهنه مو تر ننه پوري کليوالو سيمو ته په بشپړ ډول نه دې رسېدلې، دولتي ادارې مو په بېسوادو ډکي شوې، نظام مو سياسي شو، د ماشومان او ښځو حقوق مو تر پښو لاندي شول او داسي نوري بدبختۍ چي ورڅخه کړيږو، او  خداى(ج) خبر چي له دې ناخوالو به نور تر څو کړيږو!

.