کور / اسلامي / پاکستاني علما افراطي دي که افغان علما؟

پاکستاني علما افراطي دي که افغان علما؟

لیکوال: ا- ځواک

په اصل کې علماوو پسې خبرې کول ګناه ګڼل کېږي؛ خو د حقیقت پټول هم په کار نه دي چې باید ناویلي پاته نه شي.

څه موده مخکې د کراچۍ ښار په یوه هوټل کې اوسېدم؛ هوټل ته له رسېدو سه سم مې غوښتل چې له یوه افغان ټلوزیوني چینل څخه د افغانستان او سیمې خبرونه وګورم او یا واورم؛ نو د چنیل له بدلو سره سم مې سترګې د یوه افغاني ټلویزیون پر سیاسي بحث ونښتې چې د خپرونې وړاندې کوونکي د خپلو خبرو په پیل یا مقدمه کې ووېل: (تاسو ته پته ده چې پاکستان ډېر افراطي علما لري او پاکستاني چارواکو پخپله دغو علماوو ته دا زمینه برابره کړې وه څو له دې لارې په سیمه کې خپلو موخو ته ورسي؛ خو اوس همدا علما دوی یعنی پاکستان ته لوی ستر سرخوږی دی)

ما له ځان سره وویل چې د خپرونې وړاندې کوونکی؛ خو په دې هکله هېڅ مطالعه نه لري او ښه ساده دی؛ خو اوس کېدای شي چې د نور ګډون کوونکی یا سیاسي شنونکي په دې هکله بحث وکړي؛ خو نه بر عکس د خپرونې ګډونوالو هم د تایید سر ورسره وښوراوه؛ نو ما خپل ځان ته په دې خبره ډاډه کړ (چې ځه دا غر او دا یې کربوړی) یعنی دا د خپرونې وړاندې کوونکي او دا یې مېلمانه.

زه خو دا وایم چې که پاکستاني علما افراطي وای؛ نو ولې د پاکستان د هر ښار د فحاشۍ مراکز (رسمي لکه هیرا منډویی) د ښګاره او څرګند ناروا فعالیت په وړاندې چپ دي؟ ولې د هغو ښځینه یا مېرمنو په مخ تیزاب نه شیندل کېږي چې داسې جامې مې په تن وي چې بې ادبي دې معاف د بدن هره پرزه یې له ورایه ښکاري او ولې د سینماوو په لوڅو فلمونو حتی سل سلنه انګریزي بربنډ فلمونو په وړاندې د پاکستان علما اقدام نه کوي! ایا د دې هېواد د علما سترګې د هغه څه په وړاندې له دید څخه عاجزې دي چې جومات، د نڅا یا ګډا مرکز او همدا شان کلیسا ټول یو بل ته نژدې او خوا په خوا موقعیت لري او هر څوک خپل په ښکاره او پرته له ویرې خپل فعالیت کوي؟ او یا هم په زیاتروو نورو غټو ښارونو کې د فحاشۍ مراکز له ښکاره فعالیتونو دا علما خبر نه دي؟ نه بلکې په هر څه خبر دي او هر څه ویني؛ خو د دې ټولو په وړاندې اقدام کېدای شي د دوی د هېواد په زیان وي؛ نو ځکه یې خولې پټې نیولي دي او یا هر څه دوی ته د هېواد له مادي ګټې مهمې دي!

که څه هم دا په ښکاره ناروا اعمال دي او د ناروا اعمالو په وړاندې له شک پرته درېدل او خلکو ته یې د زیانونو او اضرارو څخه خبر ورکول د همدې علماوو دنده ده؛ خو بیا هم دوی په دې هکله خپله دیني وجیبه نه پر ځای کوي؛ خو دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني علماوو شمېر تر افغاني علماوو څو چنده ډېر دي؛ خو که فرض کړو چې داسې کارونه په افغانستان کې وشي آیا افغاني علما به چپه خوله پاته شي؟ نه هېڅکله نه! نو دا ښکاره خبره ده چې پاکستاني علما افراطي نه دي.

خو زموږ یعنی افغانانو دپاره تر دې هم خطرناکه دا ده چې زموږ په هېواد یعنی افغانستان کې هر څوک کولای شي له خپله جېبه فتوا را وباسي او د قتل ترور، انفجار او … فتواوې ورکوي او په پایله کې یې هره ورځ زموږ افغانان، قومي مشران، مخور او دولتي کار کوونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې که یو بې ګناه انسان قتل شي؛ نو د ټول بشر د وژولو په معنی ده چې دا خبره هم په قراني آیات ثابته ده او هم په نورو کتابونو کې په دې هکله ډېر ویل شوي دي.

او بله مهمه خبره دا ده چې فتوا ورکول ځان ته مراتب او اصول لري، شواهدو ته اړتیا وي، لنډه دا چې د یوازي د مفتي کار دی، نه د یوه صفا کار یا کلینر او یا ډراور او یا بې سواده او کم سواده کس. زه فکر کړم که په دې هکله علما کرام چپه خوله پاته شي نه به یې خپله دیني وجیبه سرته رسولی وي او نه به دې خاورې ته ژمن وي؛ ځکه چې که  د فتواګانو لړۍ هداسې روانه وي؛ نو دا روانه بدبختي به هم همداسې روانه وي او هره ورځ به مو د هېواد مخور د کار سړي وژل کېږي- ترور کېږي او ….

د سولې خو به څرک ونه لیدل شي او په پای کې دا زیاتول غواړم چې که همداسې روان حالت دوام ومومي نه به پرمختګ تر سترګو شي نه به څوک دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن پاته شي په داسې حال کې چې یادو ارزښتونو ته درناوي تر ټولو مهم او اړین دی.

د ښیرازي او پرمختګ په هیله