کور / اقتصادي / د ننګرهار باغونو سږکال ۳۳۳۴ ټنه زيتون او مالټې ورکړي

د ننګرهار باغونو سږکال ۳۳۳۴ ټنه زيتون او مالټې ورکړي

د ننګرهار د کرني او مالدارۍ رياست وايي، د ياد ولايت د کانال اړوند باغونو څخه سږکال ۸۳۴ ټنه زيتون او همدا راز د کانال او کرنې رياستونو په ګډون له خصوصي باغونو څخه ۲۵۰۰ ټنه مالټې ترلاسه شوي دي.
له دغه زيتونو څخه شپېته زره لېتره تېل او زرګونه لېتره اچار توليد شوي، چې اچار په يو سل او ديرش زره لویو او ړو بوتلونو کې پيک شوي او پلور ته وړاندې شوي دي.
همدا راز کرنې او کانال رياستونو په دې ولايت کې ۲۲۰۰ جريبه ځمکه کې د سترسو نوي باغونه جوړ کړي او زرګونه جريبه کې پخواني باغونه يې بیا احياء کړي دي.
يادو رياستونو شاوخوا دوه ميليونه او دوه سوه زره ميوه لرونکي او غير ميوه لرونکي نيالګي روزلي او دولتي ادارو او خلکو ته يې په وړيا ډول ويشلي دي.
د کرنې رياست په هڅو له يو ميليون زياتو کورنيو حيواناتو ته بېلابېل ډوله واکسينونه شوي او د نسل اصلاح په موخه پنځه څلويښت زره حيوانات مصنوعي القاح شوي دي.
دغه راز د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې سلګونه پروژې تطبيق شوی او سلګونه نورې تر کار لاندې دي.