کور / سياسي / اووه نویم کال؛ ستونزې او فرصتونه

اووه نویم کال؛ ستونزې او فرصتونه

لیکنه: محمدزمان ستانکزی

شپږ نویم کال له ټولو هسکو او ژورو سره پای ته ورسېد او دا دی اوس اووه نویم کال په داسې حال کې پیل شوی چې افغانستان کې لا هم د جګړې شدت نه دی کم. نړیوالو ځواکونو ورو ورو بېرته پوځي ماموریت ته مخه کړې، او  لویدیځ چارواکي یو په بل پسې افغانستان ته سر را ښکاره کوي او  تر نامعلومې مودې د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

د  شپږ نویم کال په وروستیو کې کابل کې  د پنځه ویشتو هېوادونو او درې نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې ناسته تر سره شوه او په کې د سولې خبرو د پیل لپاره طالبانو ته کم ساري وړاندیزونه وشول، خو طالبانو لا تر اوسه دې وړاندیزونو ته څرګند ځواب نه دی ویلی. د شپږ نویم کال امنیتي او سیاسي وضعیت څپڅاند و. له ولسمشر سره د هغه د لومړي مرستیال، اجرایی رییس،عطا محمد نور او د کندهار د پولیسو د قومندان ناندرۍ د سیاسي لانجو مهمې هغه دي.

د دې تر څنګ له واکه لوېدلو  کسانو هم په ولسمشر او د هغه د حکومت په څرنګوالي نیوکې وکړې. دوي وایی چې  ولسمشر  واک انحصار کړی، ټاکنې نه تر سره کوي، ټول پراختیایی کارونه یې په خپل  کنترول کې اخیستي، د تدارکاتو په پروژه کې فساد کوي او سل داسې نورې ادعاوې. په اقتصادي ډګر کې هم هېواد له یو لړ ستونزو سره مخامخ و، ستر کار دا و چې په پاکستان د افغانستان اقتصادي اتکا نږدې صفر ته را ښکته شوه،  له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت دروازې خلاصې شوې او نړیوالو په ملکي برخه کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د میلیاردونو ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

اووه نویم کال کې مسوولین وایی، د سولې لپاره لوی پلانونه لري، خو وسلوال طالبان او نورې یاغي ډلې  شاوخوا نیمه خاوره اداره کوي، ملکي تلفات  د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوړېدو په حال کې دي، طالبانو له خپلې غاړې سولې ته نرمښت نه دی ښودلی. دې کال کې د حکومت لویه آزموینه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې دي چې د ټاکنو کمیسیون د اټکل له مخې، د چنګاښ پر ځای به چې  وړاندې یې اعلان شوی و، د تلې په میاشت کې په درې میاشتو ځنډ سره وشي.

د برښنایی تذکرو د وېش مساله لکه د نورو کلونو په څېر شپږ نویم کال کې هم حل نه شوه، او لا نه ده معلومه چې اووه نویم کال کې به حل شي او که نه؟

برښنایی تذکرې د نفوسو د کره معلومېدو، نورو پراختیایی چارو او ټاکنو لپاره ډېرې اړینې ګڼل کیږي، سره له دې چې ټول اختلافي موارد او شکایتونه په پام کې نیول شوي وو، خو سپیدار  ماڼۍ او ولسي جرګه کې څو محدود وکیلان  له دې ملي پروسې سره مخالف دي. برښنایی تذکرې د هر افغان هېله ده، ټول غواړي چې هېواد یې له نورې نړۍ سره د سیالیو جوګه شي، او دا له برښنایی تذکرو پرته ناشونې ده، هېله ده، مخالفین یې له خوبه را پاڅي او د دې ملي پروسې  د نور ځنډ سبب ونه ګرځي.

دیارلس سوه اووه نویم کال کې ټاکنې پلان شوي، او دا په داسې حال کې ده چې وسلوال مخالفین په زیاتې خاورې واک چلوي، د دې لپاره چې  د ټولو حقونه ټاکنو کې خوندي شوي وي، باید  ټاکنو کې د ټولو ګډون ته زمینه برابره شي. د ټاکنو کمیسیون وایی چې ممکن څلویښتو ولسوالیو کې د ناامنیو په دلیل ټاکنې ونه شي، که په ټاکنو کې د څلویښتو ولسوالیو ولس د رایو له ورکړې بې برخې شي، دا لوی ناورین دی، حکومتي مشران په ځانګړې توګه ملي دفاع وزیر او لوی درستیز باید دا مساله بابېزه ونه ګڼي او ډېر فکر وکړي.

اووه نویم کال کې د حکومت بل ستر مسوولیت پانګوالو ته د یوه مناسب چاپیریال را منځته کېدل دي، که پانګوالو ته د خوندي چاپیریال ډاډ ورکړل شي، هغوي به په آرام زړه پانګونه وکړي او خلکو ته به هم په بېلابېلوبرخو کې کاري زمینې برابرې شي. د خبریالانو لپاره په معلوماتو لاس رسی هغه څه دی چې باید حکومتي مشران ورته متوجه شي، خلک غواړي پوه شي چې هېواد یې څه حالت کې دی، مشران یې  څه کوي او داسې نور موارد؟

که په هره برخه کې د خیالي کسانو مخه ونیول شي، ډاډمن یم چې دا وضعیت نه شي پاتې کیدای، وضعه بدلون کوي او هر څه به سم شي. د خیالي سرتېرو، خیالي ښوونکو، خیالي ښوونځیو او زده کونکو مسایل ډېر جدي دي او باید دې برخه کې د هر ډول ناوړه استفادو مخه ونیول شي.

په ټولو خصوصي تعلیمي مرکزونو باید د حکومت لخوا کلکه څارنه وشي، د خصوصي برخې د تعلیمي چارو ارزونه ډېره مهمه ده، په زیاترو کې فیسونه اخیستل کیږي خو درسونه یې له نشت سره برابر دي. د دې برخې هر اړخیزه ارزونه په کار ده. د طبیعي زیرمو د عادلانه استخراج لپاره باید حکومت لاس په کار شي، مونږ افغانان هغه وږي ماشوم ته پاتې کیږو چې هر څه لري خو بیا هم په تشه ګې‌ډه وېده دی. د طبیعي زېرمو عادلانه کېندنه او سپړنه بیوزلي کموي او هر څه کې بدلون راوړي.

د ملي یووالي حکومت بله ستونزه په  حکومتي بنسټونو کې د سرپرستانو شتون دی. سرپرستان لکه چې تمه ده، کار نه شي کولی او د دې لپاره چې حکومتي چارې ټکنۍ نه شي، اووه نویم کال کې باید دغه ستونزه حل شي. د ملي یووالي حکومت د خلکو د مستقیمو رایو پایله نه ده، د یوه سیاسي جورجاړي له مخې جوړ شوی چې منځګړیتوب په کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري او د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي یان کوبیش کړی دی. د دې لپاره چې حکومتي چارې ټکنۍ نه شي، په کار ده چې د قانون په تطبیق د ټینګار تر څنګ د همدې سیاسي جورجاري د تطبیق په څرنګوالي کار وشي. رڼې ټاکنې باید راتلونکې ته پلان شي، او د دې لپاره چې د عامو خلکو له لاسه وتلی باور بېرته  اعاده شي، دې برخه کې ډېرو کارونو او هڅو ته اړتیا ده.

پای