کور / راپور / افغان ولسمشر اشرف غني نوي کال د پوهني کال په نوم ونوماوه

افغان ولسمشر اشرف غني نوي کال د پوهني کال په نوم ونوماوه

ښاغلي اشرف غني چي د نوي کال په مراسمو کي يې وينا کول وويل، د کابينې په سلا يې روان نوی کال د پوهني په کال نومولی دی. او له هيوادوالو يې وغوښتل چي د هغه مليونونو ماشومانو د زده کړي په برخه کي هلي ځلي او همکاري وکړي چي له زده کړو بې برخي دي.

نوموړي په شته تدريسي نصاب کي ستونزو ته په اشارې وويل، درسي نصاب بنسټيز بدلون ته اړتيا لري او هيوادوال بايد په دې برخه کي ملي حشر وکړي.

نوموړي وويل: “هغه بنیادي اصلاحات به د پوهنې نظام کي راسي چي ولس یې غواړي، زه په ټول ولس ناره کوم چي د پوهنې برخه کي ملي حشر وکړي”.

دا مهال په افغانستان کي په مليونونو ماشومان چي ډېری يې نجوني له بنسټيزو زده کړو بې برخي دي.

افغان ولسمشر همداراز يادونه وکړه چي روان کال به شفاف پارلماني انتخابات ترسره کېږي. په دې هکله نوموړي وويل: “راتلونکو شپږو اونیو کي به د دې ټاکنو لپاره ټولو هغو اړخونو ته چي د حکومت اراده، امکاناتو او همغږۍ پوري تړلي زه خپله توجه وکړم”.