کور / سياسي / د یوې سیاسي لانجې پای

د یوې سیاسي لانجې پای

محمدزمان ستانکزی

د نوي کال لومړۍ ورځ د یوې لویې سیاسي لانجې د حل ورځ وه، د بلخ ګوښه کړای شوي والي روضه کې د جنډې پورته کولو مراسمو ته خپلې اوږده وینا کې وویل چې حکومتي څوکۍ دایمي نه وي، او څوارلس کاله یې بلخ کې د والي په توګه ډېر کار کړی دی. دې کې شک نشته چې عطا محمد نور د حامد کرزي او محمد اشرف غني د حکومتونو لوی او مهم لوبغاړی و، خو په یوه پست یې پاتې کېدل هم ښه نه دي او ورته نه ښایی چې په خپل مقام د پاتې کېدو لپاره ولس یرغمل کړي.

د شپږ نویم کال درې وروستۍ میاشتې ډېرې ستونزمنې وې، نږدې هره ورځ به نور په تلویزیونونو را ښکاره شو او د داسې کوم او هسې کوم خبرداري به یې ورکاوه، د سیاسي مشر له قالبه به وته او هغه د چا خبره په سپکو سپورو به یې لاس پورې کړ، اجرایی رییس ته خو یې د غاښونو د ویستو ګواښ کاوه او ولسمشر ته یې ویل که ځواک لري؛ نر دي شي د خیرخانې له غاښې دې را واوړي.

په هر حال د یوې اوږدې سیاسي ډرامي پای او د وري لومړۍ ورځ یې رسمي اعلام هغه هم د اصلي لوبغاړي په ژبه خلک یو څه خوښ او راتلونکې ته هیله من کړل، که څه هم باوري یم چې دا د زرګر لوبه وه او هره ورځ یې ګواښونکې خبرې  د دې لپاره نه کېدې چې په هغه څه چې وایی، هماغسې به یې تر سره کړي، یوازې او یوازې د نورو امتیازونو د تر لاسه کولو لپاره دغه کار کېده، خلک په دې خوښ دي چې اوس دغه لانجه حل شوې ده.

عطا محمد نور او په ټولو کې د جمعیت ګوند د اوسني نظام د واک ستر اړخ دی، د کرزي صاحب په مهال خو یې میم زرما ټول زما بلل خو غني په تدریج سره د یوې – یوې ویکټې د اخېستو هڅه وکړه، لومړی یې ضیا مسعود وسوځاوه، او دا لړۍ لا روانه ده، سیاسي لوبو کې که څه هم ستونزمنه ده چې هر څه د لوبغاړي په خوښه ژر تر سره شي، خو څه چې روان دي او څه چې کېدونکي دي، ښه دي، هیله ده، پایلې یې ټول ځورېدلي ولس ته ښې وي.

د طالبانو تر پاشل کېدو وروسته په دې خوارو غریبو شاوخوا دیرش میلیون وګړو نفوس څو ګوتو په شمېر کسانو لوبې کړي، په برخلیک یې حاکمان دي، له خپلو مېنو یې بې ځایه کړي د ترهګر او طالب په نومونو یې تورو تمبو ته غورځولي برخلیک یې آن ګوانتانامو ته رسېدلی، اوس چې د دې حاکمانو د منزوي کولو هڅې روانې دي، د ستایلو دي، هیله ده چې یوه ورځ خلک له زورواکانو خلاص شي.

د یوه لیکوال په توګه نه بلکې د یوه خبریال په توګه ویلی شم چې دوي ډېرې ناکردې کړي، داسې ناکردې چې چنګیز په  افغانستان کې نه دي کړي، د جنرال دوستم د پوځي عملیاتو کیسه کوم چې څو کاله مخکې به د محمد اشرف غني په مشرۍ  حکومت کې شمال ته ورته، او هلته به یې د طالبانو د ځپلو په پلمه څه چې غوښتل تر سره کول. د دې لپاره چې  ګاونډي ترکمنستان ته وښیی وسلوال ځپي، د عامو خلکو کورونه به یې سوځول او هغوي به یې اړکول چې خپلې مېنې پریږدي.

دوي د واک تږي دي، د امریکا او نړیوالې ټولنې ډالرو دومره پړسولي چې هیڅ هم نه شي کولی، دا ګوت څنډنې یې ډېرې جدي مه نیسئ او خپلې راتلونکې ته هیله من شئ، ارګ کې یو بوډا ناست دی، اتلس ساعته  د مېز شاتهوي، او کار کوي. د تدارکاتو په کمیسیون کې یې د ډېرو ناوړه استفاده کوونکو مخه ونیوله، د زورواکانو ډېر شرکتونه یې په ګوته او تور لیست ته ور وغورځول، د یوه خبریال په توګه ویلی شم که چېرې د کرزي په ځای دوه دورې واکمن وای، نن به هېواد داسې نه و لکه چې دی.

په هر حال اوس هم ناوخته نه ده، د سمونونو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده د دې لسیزو جګړو پرهرونه په یوه ورځ کې نه شي جوړیدای. ولسمشر ته په چارو کې د نورو پرمختګونو او غټو شپږیزو هیله کوو، په دې هیله چې د یوه ولسواک نظام پایې جوړې او کلکې شي. اووه نویم کال ډېر برخلیک ټاکونکی دی، د دې کال جنګي موسم به وټاکي چې وضعه په کوم لور پر مخ ځي، خو هغه څه چې څرګند دي، پوځي فشارونه دي چې د افغانستان تر څنګ امریکا او ناټو هم دې برخه کې د هر اړخیزو ګامونو د اوچتولو ډاډ ورکړی دی. جګړې به وي او لکه چې ولسمشر ویلي سوله به د جګړې له میدانونو را وځي.

په دې هیله چې اووه نویم کال د سیاسي ناندریو د پای دوره وي، جګړه هم برخلیک ټاکونکي حالت ته ورسیږي، او خلک ډاډه کړای شي چې نورو هېوادونو ته د خطرناکو سفرونو پر ځای په خپل هېواد او مېنو کې پاتې شي. جاکارتا کې نن سبا د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د عالمانو غونډه جوړېدونکې ده، دا ډېره مهمه ده او لکه چې جنرال جان نیکلسون ویلي، طالبان به وروسته تر دې د پوځي او سیاسي فشارونو تر څنګ  تر مذهبي فشار لاندې هم راشي. په پاکستان چې د ترهګرو اصلي ملاتړی یادیږي، فشارونه مخ په زیاتېدو دي، دا هېواد له یوې سترې آزموینې سره مخامخ دی، یا به د ترهګرو ملاتړ پریږدي او یا به له نورو سختو اقداماتو سره مخامخ کیږي.

پای

.