کور / راپور / د پوهني څخه د ملاتړ کال د ښوونځي زنګ په کړنګولو پیل شو

د پوهني څخه د ملاتړ کال د ښوونځي زنګ په کړنګولو پیل شو

 
نوی ۱۳۹۷ ښوونیز کال، چې له پوهنې څخه د ملاتړ کال نومول شوی د ولسمشر محمد اشرف غني، د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد ابراهیم شینواري او یو شمېر نورو لوپوړو چارواکو لخوا د ښوونځي زنګ په کړنګولو سره پیل شو. 
ولسمشر محمد اشرف غني معارف یو مقدس مسلک یاد کړ او پوهنه یې د ټولو فردي مسوولیت او یوه اسلامي وجیبه وبلله. نوموړي زیاته کړه، چې ۱۳۹۷ کال مې له معارف څخه د ملاتړ کال نومولی او ټولو وزارتونو او دولتي بنسټونو ته مې هدایت ورکړی، چې له پوهنې وزارت سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي. 
ښاغلي غني له پوهنې څخه د ملاتړ په برخه کې د ګڼو نوښتونو او پلانونو تفصیلي یادونه وکړه. نوموړي وویل، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د ۶ زره ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. ددغو ښوونځيو د جوړېدو لپاره ۲۰۰ میلیون ډالره ځانګړي شوي او د کلیو او پراختیا وزارت ته سپارښتنه شوې، چې په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.
ښاغلي غني دغه راز وویل، د ښار جوړولو وزارت ته مې دنده سپارلې، چې ۱۰۰ بابه ښوونځي د (پیش ساخت) پر اساس جوړ کړي. دغه ودانۍ به په کابل کې جوړېږي او د هېواد په ناامنه سیمو کې به د یوې یا دوه اونیو په ترڅ کې اماده او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
ولسمشر د ښوونکو د رتبو او معاشونو د نوي سیستم یادونه وکړه، چې د پوهنې وزارت له لوري یې طرزالعمل برابر شوی او په رسمي جریده کې به یې چاپ کړي. ددې طرزالمعل له مخې به ښوونکي د روان کال د زمري له ۲۷ مې ددې سیستم له امتیازاتو ګټه واخلي. 
ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنې د کیفیت لوړولو په برخه کې وویل، چې د مخابراتو وزارت او اترا ادارې ته یې دنده سپارلې، چې د مرکز او ولایتونو ټول ښوونځي له انټرنېټ سره وصل کړي. په لومړي پړاو کې به د کابل ښوونځي له انټرنېټ سره وصل شي او وروسته به نورو ولایتونو ته هم پراختیا ومومي. ددغه پروګرام له عملي کېدو سره به د پوهنې کیفیت د پام وړ بدلون وکړي.
ښاغلي غني د ښوونکو د معیشتي ژوند د ښه والي په برخه کې د ښوونکو لپاره د قرضې صندوق د جوړېدو خبر هم ورکړ. نوموړي وویل، چې د مالیې وزارت به له دې صندوق سره دومداره همکاري کوي او له ملي سوداګرو یې وغوښتل، چې له یاد صندوق سره مرسته وکړي.
ولسمشر غني وویل، چې په معارف کې فساد ورته د منلو نه دی او پوهنې وزارت دې په دې برخه کې اړین ګامونه پورته کړي. هغه د آزاد رقابت له لارې د ښوونکو ګمارل د پوهنې په سکتور کې د فساد د مخنیوي په برخه کې یو مهم ګام وباله. نوموړي په تېر کال کې د ۶ زره قراردادي ښوونکو، چې له ډلې یې ۲۵۰۰ جذب شوي یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې په روان کال کې به دغه شمېر دوه چنده یا ۶ زرو ته لوړکړي او دا به خاص مېرمنو ته ورکول کېږي.
ښاغلي غني له معارف څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانستان په ټولو خلکو غږ وکړ، لکه څنګه چې د جوماتونو په جوړولو کې یې په تېرو څو کلونو کې بېسارې مرسته کړې دغسې ورته مرسته له معارف او د ښوونځيو له جوړېدو سره هم وکړي. 
ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز ژمنه وکړه، چې معارف به پر یوې مسلکي او غیر سیاسي اداره بدلوي او د هر ډول تفرقې او نفاق مخه به پکې نیسي.
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد ابراهیم شینواري هم د ښوونځي زنګ کړنګولو په مراسمو کې د پوهنې وزارت پر یو شمېر مهمو پرمختګونو رڼا واچوله. هغه پر پوهنې پانګونه تر ټولو ستراتیژيکه پانګونه وبلله، چې بریالیو ملتونو پر خپلو خلکو کړې او نن د پرمختګ لوړو څوکو ته رسېدلي دي.
ښاغلي شینواري زیاته کړه، چې په تېرو څو میاشتو کې د پوهنې په برخه کې ډېرې لاسته رواړنې لري، چې مهمې هغه یې د رقابتي پروسې له لارې د مسلکي ښوونکو استخدام، د ښوونیز نصاب بیا ارزونه، د پوهنې وزارت عمومي ریفورم، د ښوونکو روزنه، له مدني ټولنې سره د پوهنې په وده او پیاوړتیا کې له نژدې همکاري، له فساد سره مبارزه، د شهادت نامو لپاره د کمپیوټر سیستم جوړول، د ښوونځيو د ودانیو جوړول، ارتقا او تاسیس، د بندو ښوونځيو خلاصول او یو شمېر نورو مهم او حیاتي کارونه شامل دي. 
ښاغلي شینواري وویل، چې پوهنې وزارت په لومړي ځل د مسلکي ښوونکو د استخدام په برخه کې یو مهم ګام اوچت کړ، چې په ټول افغانستان کې یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون په همکارۍ د ۸ زره مسلکي ښوونکو د جذب لپاره د آزاد رقابت له لارې آزموینه واخیسته. نوموړي زیاته کړه، چې سږ کال به د ورته پروسې له لارې ۱۶ زره نور مسلکي ښوونکي هم جذب شي. 
نوموړي د ښوونیز نصاب د ارزونې او بیا کتنې په برخه کې وویل، چې نصاب یوه ژوندۍ پروسه ده، چې باید وخت پر وخت و ارزول شي او لازم تغیرات پکې راوستل شي. د ښاغلي شینواري په خبره، چې د نوي ښوونیز نصاب چوکاټ، پالیسي او مفردات بشپړ شوي دي. نوموړي دغه راز د ښوونځيو د درسي مضمونو د راکمولو خبره وکړه، چې په وینا یې شمېر یې کم او محتوا یې ډېره شوې ده. 
د پوهنې سرپرست وزیر د پوهنې وزارت د عمومي ریفورم یادونه هم وکړه کوم چې له مخې به یې د هېواد ښوونیز نظام په راتلونکو ۱۵ کلونو کې د نړۍ د پوهنې پر معیارونو برابر شي. ښاغلي شینواري وویل، چې په دې برخه کې یې ۳۲۰ پاڼې مفصل لارښود د نړۍ د ۴۸ هېوادونو د پوهنې سیستم له ارزولو وروسته برابر کړی او ولسمشر هم ټکي په ټکي کتلی، چې په دې برخه کې د نوموړي کلک ملاتړ هم له ځان سره لرو.
ښاغلي شینواري مسلکي ښوونکي د پوهنې د کیفیت محور وباله او د هغوی پر روزنه او ظرفیت لوړونه یې ټینګار وکړ. نوموړي په دې برخه کې له لوړو زده کړو وزارت سره د یوه ګډ بورډ د جوړولو خبره وکړه، چې په ګډه به د ښوونکو د مسلکي کېدو او ظرفیت لوړولو پلان عملي کړي. 
د پوهنې سرپرست وزیر د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې د مدنې ټولنې د همکاریو یادونه هم وکړه. ښاغلي شینواري وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې یې له مدنې ټولنې سره په دې برخه کې نژدې کار کړی او د هغوی ملاتړ او همکاري یې جذب کړې ده. 
نوموړي زیاته کړه، چې دغو بنسټونو ورسره ژمنه کړې، چې سر له نن به په ۱۷ ولایتونو کې د پوهنې د ملاتړ لپاره کمپاین پیلوي، په ۲۸ ولایتونو کې به مطبوعاتي کنفرانسونه جوړوي، په ۷ لویو ښارونو کې به د پوهنې د ملاتړ ملي ګفتمان جوړوي او پر خپل لګښت به د پوهنې په اړه د عامه پوهاوي سل زره چاپ شوي بروشرونه وېشي. 
ښاغلي شینواري دغه راز وویل، چې په تېر کال کې ۱۵۹ ښوونځي ایجاد شوي، ۱۳۰ هغو ارتقا کړې، په ۲۲۳۰ رغنیزو پروژو کار روان و او همدارنګه ۱۱۵ بند ښوونځي د زده کوونکو پرمخ خلاص شوي.
ښاغلي شینواري زیاته کړه، چې په نوي کال کې به ۳۵۰ بابه ښوونځي نوي تاسیس شي، ۹۰ بابه ښوونځيو د بنسټ ډبرې به کېښودل شي او ۵۰ میلیونه جلده درسي کتابونه به چاپ او پر زده کوونکو ووېشل شي.
ښاغلي شینواري له ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي مننه وکړه، چې ۱۳۹۷ کال یې له پوهنې څخه د ملاتړ کال ونوماوه او د افغانستان له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې یو موټی شي او د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره هر ډول همکاري وکړي. 
د یادولو وړه ده، چې ۱۳۹۷ کال د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس له پوهنې څخه د ملاتړ کال نومول شوی او د هېواد د سړو سیمو په ټولو ولایتونو کې د ښوونځي زنګ مراسم او له پوهنې څخه د ملاتړ غونډې جوړې شوې دي. ولسمشر محمد اشرف غني هم له پوهنې څخه د ملاتړ په موخه د ۶۵۲ ګڼې وړاندیز پر اساس د پوهنې وزارت د یو شمېر چارواکو، مدنې ټولنو، میندو او د پوهنې خیرخواه کسانو ته د غازي میرمسجدي خان، غازي ملا مشک عالم او ملالۍ میوندۍ دولتي عالي مډالونه منظور کړي دي.