کور / راپور / په کندهار کي د ملي اردو سيمه ایز ځواکونه جوړ ېږي

په کندهار کي د ملي اردو سيمه ایز ځواکونه جوړ ېږي

اردپه کندهار کي چارواکي خبر ورکوي چي په همدې ولايت کي به د ملي اردو سيمه ايز ځواک رامنځ ته کوي.

د چارواکو په وينا دا کار د امنيت د ټينګښت په خاطر کوي.

د شنبې په ورځ په همدې موخه د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا په مشرۍ غونډه جوړه سوه چي د کندهار امنیه قوماندان  لوی پاسوال عبدالرازق، د ملي امنیت رئيس تورن جنرال قدرمحمد قدر او د ۲۰۵ آتل قول اردو مرستيال پکښي ګډون کړی وو.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په غونډه کي وويل چي د ملي اردو سيمه ايز ځواکونه په لومړي پړاو کي د کندهار په ارغنداب او ژړۍ ولسواليو کي په امتحاني توګه جوړېږي چي وروسته به دغه پروسه د کندهار نورو ولسواليو او د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

ښاغلي ويسا د ملي اردو د سيمه ايزو ځواکونو جوړېدل د امنیت په ټينګښت کي ګټور وبلل او د ۲۰۵ آتل قول اردو مرستيال ته يې لاښوونه وکړه چي د هغوی تعلیم او تربيې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ۲۰۵ آتل قول اردو مرستيال د يادي غونډي پر مهال وويل چي دغه ځواکونه به د ملي اردو ځواکونو په څېر امتیازیات ولري. هغه وويل، د ملي اردو سيمه ایزو ځواکونه به تر اکاډمۍ ويلو وروسته دندو ته لېږل کېږي.

په دغه غونډه کي د کندهار امنيه قوماندان لوي پاسوال عبدالرازق او د ملي امنیت رئيس تورن جنرال قدرمحمد قدر هم د ملي اردو د سيمه ايزو ځواکونو جوړېدل د امنیت په ټينګښت کي ګټور وبلل او هر ډول همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.

چارواکي پر داسي وخت د سيمه ايز ملي اردو ځواک د جوړېدو خبر ورکوي چي د کندهار په شمالي او لوېديځو ولسواليو کي امنيتي ستونزي ډېري سوي دي او د ګرمۍ د موسم په رانږدې کېدو سره د امنيتي ستونزو د زياتېدو اندېښنې ډيري دي.