کور / سياسي / ملا له اسلامه نه له اسلام اباده دفاع کوي!

ملا له اسلامه نه له اسلام اباده دفاع کوي!

ليکوال: ح حقوېش،

ملا له اسلامه نه له اسـلام اباده دفاع کوي دا موضوع مي په دې غوره وبلله چي د جمعیت اسلامي ګوند په کړنو درته لیکل وکړم. معنا اسلام اباد تر کفري هېوادونو زیات اسلام ته په خطر کي ده چي جمعیت ګوند یې مخنیوي ته لومړیتوب ورکوي.
تاسو ټول په دې ښه خبر یاست چي له وخته د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند د هر واکمن ګوند سره اتیلاف وي. خو کله چي یې په هکله وپوښتې نو د فضل الرحمان صېب څخه نېولې تر یو کوچني چړي پوري ټول به دا ځواب درکوي او دا خبره د ګوند لوړپوړو غړو په ډیر واري په غونډو کي کړې هم ده هغه داسي وایي.
که چیري موږ د هر حکومت سره اتیلاف ونکړو بیا هغه حکومت کولی شي. چي په خپل سر ډیر ناروا فرمانونه جاري کړي چي د اسلام سره په ټکر کي وي. نو موږ یې هم هلته په پارلیمان کي مخه نیسو چي ناروا فرمانونه په اسلامي اولس ونه تپل شي.
له دې خبرو داسي په ډاګه کیږي چي جمیعت علما اسلام ګوند یواځئ د پاکستان څخه د اسلام دفاع کوي او نور تر لاس تر زنې ناست دي کوم ناروا کارونه چي له ابتدا څخه په پاکستان کي د دوۍ د سترګو په وړاندي تیریږي د هغه مخ هـم نه شي نیولې یواځئ د دې لپاره مباریزه کوي کوم څه چي دي هـغه دي وي او کوم نور چي تپل کیږي د هغه مخه به نیسو. خو هـغه باوجود یې هم د ډیرو فرمانونه مخه نه ده نیولې ورباندي پلي شوي دي.
خو کله چي پاکستان له هندوستان څخه جلا کیدل غوښتل هغه وخت یې هندوستان ته په دې خبره د آړ پښه نیولې وه. چي موږ مسلمانان ځان ته هېواد غواړو. لکه څنګه چي اوس هـم د هندي کشمیر د مسلمانانو شا کوي شخړو ته یې هڅوي چي ځان د هندوستان څخه جلا کړي او دوۍ یې د ځان برخه وبولي. او وایي چي ټول د اسلام تر رڼا لاندي ژوند وکړو، چي هر څه مو د شریعت سره سمون وخوري او غوره اسلامي قانون ولرو. بیا هغه وؤ چي د انګليسانو په مټ دا برخه جلا شوه. هـم هغو مسلمانانو د اسلام په خاطر په خپل جلا هېواد د “پاکستان” نوم کېښود او دا ناره یې ورسره بدرګه کړه (پاکستان کا مطلب کیا، لاالـه الا الله) معنا د پاکستان یواځنۍ مطالبه هم دا ده چي تر اسلامي کلمې لاندي ژوند کول او د پاکستان په مرکز یا پایتخت یې د “اسلام اباد” نوم کېښود. چي د مسلمانانو استوګنځای او د اسـلام تابع خلک.
خو اوس د جمعیت ګوند وایي چي موږ د اسلام آباد په اسلامي پارلیمان کي د اسلام څخه دفاع کوؤ. نو دا به څنګه وي چي د هغه نوم اسلام اباد دې هرومرو به یې ټول قانون اسلامي وي ټول د پارلیمان غړي به یې مسلمانان وي اولسمشر به یې مسلمان وي لومړی وزیر به یې مسلمان وي او د هېواد اکثریت خلک به یې مسلمانان وي. نو چي دا ټول مسلمانان دي بیا یې ته د چا څخه دفاع کوې. دا هېواد د اسلام په نوم د مځکي په سر جوړ شوې ده.
دلته دوه پوښتني پیدا کیږي.
لومړى:   یا خو دا هېواد تش په نوم مسلمان هېواد دې او هغه د انګليسي هند زړه تګلاره او کړنلاره چي انګليسانو په خپل لاس جوړه کړې وه پکښي مخته وړل کیږي او مسلمانان یې د سختو بدمرغیو سره مخامخ کړي دي او د انګليس لاسپوڅي د مسلمـانانو نه په اکثریت کي دي او مسلمانان اکلیت دي بېوسه دي هیڅ هم نه شي کولې چي ستا غوندي مسلمان مشر په پینځه پینځوس زره (۵۵۰۰۰) دیني مدرسو کي په دفاعي حالتو کي ژوند تېروې تاروزي حالتو په هکله لاس تر زنې ناست دې هیڅ غبرګون نه شي کولې چي اسلام نور مخته یوسي او په پاکستان کي شرعي حکومت جوړ کړې چي هر څه د اسلام تابع وې.
دوم:  یا خو فضل الرحمان صېب ته د اسلام خیرخواه نه یې يواځئ د خپل اقتدار لپاره د اسلام د نوم څخه استفاده کوې خپلي څوکۍ ته ځان رسوې چي د هر واکمن ګوند سره ایتلاف کوې خپل ګوندي غړي دي په دې تېر ایستلي دي چي په پارلیمان کي زموږ آړتیا ده چي ځان ورته ورسوؤ او د اسـلام څخه دفاع وکوؤ. نو فضل الرحمان صېب که چیري ته د اسلام خیرخوا یې نو په دفاعي حالتو کي مه اوسه په تاروزي حالتو کي اوسه چي د اسلامي احکامو تر مسولیت لاندي رانشې. د پاکستان قانون په هکله به څه نه وایم ځکه چي د یو شیي بنسټ چي سره کفار کښېږدي نو قانون که په ښکاره بڼه ښه قانون وي خو شاته لاس د هم هغو سرو کفارو وي. خو دا خبره په ډاډه زړه کوم چي د پاکستان اکثریته اولس یې مسلمان دې او ته پکښي اسلامي رهبر یې باید هر څه پکښي شرعي او اسلامي وي.
که ته وایې چي موږ په ایتلاف کي اسلامي ګټي لرو خو هیڅ هم. ښه بېلګه یې ستاسو حکومــت دې چي د مذهبي ګوندونو سیاسي ایتلاف “متحده مجلس عمل” مو جوړ کړی وؤ. او د مسلـم لیګ(ق) سره مو ګډ حکومت وؤ. د پښتونخوا حکومت ټوله ستاسو په برخه شو. او ان چي کله د هغه وخت لومړی وزیر ظفرالله جمالي له خپلي دندي لیري شو. نو فضل الرحمان صېب ته خپله د لومړي وزیرتوب لپاره د “متحده مجلس عمل” لخوا نوماند شوې. چي په پایله کي دې د مسلم لیګ(ق) نوماند ګټونکى شو. نو هغه وخت تا په ځان باور درلود او په پارلیمان کي دي ډير نمایندګان لرل چي نوماند شوې او د مشرف د حکومت نیمه برخه تاسو په پارلیمان کي جوړوله. نو تاسو هـغه وخت هر څه کولی شوای خو هغه باوجود ډیر څه درباندي وتپل شـول چي ته لاس تر زنې ورته ناست وې. نو اوس به په دوؤ(۲) درو(۳) یا پینځو(۵) نمایندګانو ته څه وکړې چي اولس ته وایې موږ په پارلیمان کي د ناروا فرمانونو مخه نیسو.
هغه وخت ستا په شتون کي د ښځو د خپلواکۍ فرمان “نسوان بیل” اعملي شو.
ستاسو په شتون کي د وزیرستان په مدرسه بمبار وشـو چي ۸۰ بې ګناه زده کوؤنکي طالبان پکښي شهیدان شول.
ستاسو په شتون کي د اسلام اباد په سره جمات(لال مسجد) باندي د مشرف په امر سره جنګ وشو چي بیا په سلګونو بې ګناه مسلمان زده کوؤنکي نر او ښځي شهیدان او ژوبل شـول. او د جمات ودانۍ تر ډیره بریده پکښي ورانه شوله.
ستاسو په شتون د جیکب آباد آډه “شمسي ائیر بېس” امریکایانو ته ورکړل شوه چي میلینونو بې ګناه آفغانان پکښي شهیدان او ژوبل شول.
ستاسو په شتون کي په زرګونو بلوڅان ورڼه نادرکه شول او په زرګونو نور د اکبر بګټي په شمول شهیدان شول.
ستاسو په شتون کي د سرحد نوم نه “باب السلام” او نه “دارالسلام” شو. خو د عوامي نشینل ګوند په مټ هغه نوم “خېبرپښتونخوا” شو. چي تاسو ورباندي غبرګون وښود.
ستاسو په شتون کي د لسپنۍ هواي اډه امریکایانو ته ورکړل شو. چي تاسو او ستاسو رسنۍ یواځي د جیکب آباد”شمسي اییر بیس” تاید وي.
ستاسو په شتون کي د امریکایانو سره د ډرون حملو قرارداد لاسلیک شـو.
ستاسو په شتون کي د امریکا استخباراتي شبکې (سي، ائ، اې/C,I,A) ته جواز ورکړل شو چي په پاکستان کي د خپلي ادارې لپاره جلب وجذب وکړي.
همداسي د (سي، ائ، اې/C,I,A) بلیک واټر، زي انټرنیشنل، ډایناکورپ او د امریکا د نورو استخبارتي شبکو غړي به بې ویزې سیده جیکب اباد اډې ته راتلل. د هـغه ځای څخه به سکهر او حیدراباد ته تلل او بیا به د هم هغو ځایونو څخه په نورو غټو ښارونو کي خپلو ادارو ته د خذمت کولو لپاره خپرېدل لکه کراچۍ، کوټـه، لاهور، پېښور، اسلام اباد او داسي نور.
ستاسو په شتون کي د جیکب اباد او لسپنۍ اډې سـره سره امریکایانو د پینډۍ چکلاله اییر بیس ته هم ښه آزاد تګ راتګ او استوګنه کوله.
تا له آفغان طالبانو سره د اسلام په نوم مرستي کولې او مشرف ستا په شتون کي د ۹/۱۱ د پیښي څخه وروسته د امریکا سره د طالبانو د وژلو قرارداد لاسلیک کړ.
او مولانا صېب دا هم یاد ولره ستا په فتوا تر ننه د افغانانو ښوؤنځۍ ورانیږي او افغانان د جهالـت کندي ته ټېلوهل کیږي. که څه هـم ته د خپلي فتوا ډډه کوې خو ملاتړ یې په پراخ او خلاس ټټر کوې. خو مولانا صېب کله چي امریکا د پاکستان د آډو څخه په آفغانستان حمله وکړه نو امریکا د نورو ډیرو مرستو سره سره د پاکستان سره د زده کړو په برخه کي هم ښه ډیري مرستي وکړې. چي ستاسو د نویو نسلونو په ذهینونو باندي یې ښه پوره کار وکړ. له ۱۹۴۷ز کال څخه نیولې تر ۲۰۰۲ز کال پوري امریکا د پاکستان سـره د زده کړو په برخه کي ۷.۹ ملیارده ډالره مرسته کړې وه. له دې سره سره یې په ۱۹۵۰ز کال کي پېښور پوهنتون  او په ۱۹۵۵ز کال کي (آئ، بي، اې/IBA) کراچۍ امریکا ورته په خپله مرسته جوړه کړې وه. خو له ۲۰۰۲ز کال څخه نیولې چي ستاسو د حکومــت ابتدا وه بیا تر ۲۰۱۰ز کال پوري معنا د آته(۸) کاله په دوام کي چي کومي مرستي یا کوم مصرف چي ستاسو په نسلونو شوې دې په لاندي ډول دي.

*   په ۲۰۰۲ز کال کي امریکا یو ۵ کلن پلان ورسره لاسلیک کړ. چي د هـغه له لاري یې پاکستان ته د زده کړي، روغتیا او د ټولنیز استحکام لپاره ۱.۵ ملیارده ډالر ورکړل. له دغو څـخه ۸۳ ملینونو ډالر د (ESRA معنا (Education System Reform Assistance
لپاره ځانګړي کړل چي د پاکستان د زده کړي نظام لا ښه وده وکـړي.
*   په ۲۶ مئ ۲۰۰۵ز کال کي USAID د پاکستان د زده کړو او روغتیا د ښه کولو لپاره ۱۴۷.۶ ملینونو ډالرو د ورکولو اعلان وکړ. د USAID افسرانو زیاته کړه چي زموږ د هر څه نه ډیره توجه د زده کړي خواته وه چي زده کړي ته پرمختګ ورکړو.
*   په ۲۴ جولائ ۲۰۰۶ز کال کي د امریکا او پاکستان تر منځ د ۶۲.۷ ملینونو ډالرو مرسته لاسلیک شوه. چي امریکا به پاکستان ته د زده کړو په برخه کي پرمختګ ورکوي. په دې کي ۴۰ ملینونو ډالره په قبایلي سیمو کي د ښوؤنځیو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې.
*   په ۲۰۰۶ز کال کي USAID د دره “الائ” د زلزله ځپلو لپاره ۵۰ ښـوؤنځۍ جوړي کړې.
*   په ۲۰۰۶ز کال کي د امریکا او پاکستان ترمنځه د ۱۰۰ ملینونو ډالرو تړون وشو. چي د پاکستان د زده کړي د پرمختګ لپاره به یې مصرفه وي.
*   په ۳ مارچ ۲۰۰۷ز کال کي UNESCO او FDE(Federal Department Education) تر منځ د ۳.۴ ملینونو ډالرو یو تړون لاسلیک شو. چي په پاکستان کي به استاذانو ته ټرېنیګ ورباندي ورکوي.
*   اپریل ۲۰۰۷ز کال د ټوکیو په ډونرز کانفرنس کي د پاکستان د زده کړو لپاره ۱ ملیارد ډالر ځانګړي شول.
*   په جولائ ۲۰۰۷ز کال کي امریکایي موسسې USAID او د سنده وزارت تعلیم یو تړون لاسلیک کړ. چي له دې لاري USAID په سنده کي ۱۳۰۰۰۰ استاذانو ته د ټرېنیګ لپاره ۹۰ ملینونو ډالره ورکړل. دغو مرستو د لګولو لپاره د ED-LINK نوم ورکړل شـو. چي د سنده په ۳۰۰۰ ښوؤنځیو کي عملي شو. له دې نه مخکي ED-LINK د آغاخان پوهنتون د مختلفو پوهنځیوؤ له مشـګرانو سره آړیکي نیولې وې.
*   په ۲۰۰۷ز کال کي ۲۶۵ ملینونو ډالره د استاذانو د ټرېنیګ او د ۸زره ښوؤنځیو د جوړولو لپاره ځانګړي کړل.
*   په ۲۴ اپریل ۲۰۰۸ز کال کي USAID او وفاقي وزارت تعلیم د ۹۰ ملینونو ډالرو په ارزښت یو پروسه پیل کړه چي د هغه مقصد په پاکستان کي د زده کړو بنسټ قوي کړي.
*   په ۲۶ مارچ ۲۰۰۹ز کال کي د امریکا سفیر این ډبلیو پیټرسن د (فري کورس ټیچر پروګرام) له لاري د ۷۵ ملینونـو ډالرو د ورکړي اعلان وکړ. په دې بودیجې به د پاکستان د ۱۵ پوهنتونو او ۷۵ لیسو استاذانو ته ټرېنیګ ورکوي.
*   په ۷ اګست ۲۰۰۹ز کال کي د USAID لخوا په اسلام آباد کي یوه غونډه جوړه شوه چي پاکستان ته د استاذانو د روزولو لپاره ۲.۱ ملینونو ډالرو د ورکول اعلان وشو.
*   په ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۹ز کال کي د امریکا دباندنیو چارو وزیري هیلري کلنټن په جي سي پوهنتون لاهور کي د وینا په مهال HEC ته د ۴۵ ملینونو ډالرو د ورکړي اعلان وکړ. چي دا مرسته به د پوهنتون د پراختیا سره په خاسه توګه سهیلي پنجاب، پښتونخوا او د قبایلي سیمو د زده کوؤنکو لپاره وي.
*   په پېښـور کي ۱۸۷ ښـوؤنځیو ته د امريکا د حکومت له لوري مرسته ورکړل شـوه.
*   تقریبآ ۱۹۴۵ پاکستاني زده کوؤنکو د “فل برایټ” بورسونو د لاري په امریکا کي زده کړي تر سره کړې دي.

او د امریکا هـغه موسسه چي له نورو هېوادونو سره مرستي کوي USAID دې موسسې هم د پاکستان د زده کړي نظام د رغولو لپاره یو ځانګړې اداره پرانستله. چي USAID به د هغې ادارې له لاري د پاکستان د زده کړي د نظام څارنه کوي او د آړتیا سره سم به بدلونونه هم راولـي. USAID چي د پاکستان د زده کړي نظام د پرمختګ لپاره کړې دي هغه د USAID په ویبپاڼه باندي داسي خپاره شوي دي.

*   د USAID په زیار ۹۰۰۰۰۰ ماشومان د ښوؤنځۍ زده کړو ته هڅول شوي دي.
*   ۳۰۰۰ د زده کړي مسؤلین او د ۱۲۰۰۰ څخه زیاتو استاذانو ته د لوړو زده کړو په برخه کي روزنه ورکړل شوې ده.
*   د USAID ګـڼ شمېر ښوؤنځیو کتابتونونه ته د ۱۰۰۰۰۰ څخه زیات کتابونه، د ښوؤنځۍ بستې، کمپیوټر او د ټیچنګ کټس ورکړل شوي دي.
*   د بالغانو د زده کړي پروګرام(ADULT LITERACY PROGRAMME) له لاري ۲۵۰۰ ښځو ته بنسټیز حساب او ژبي وروښودل شوې دي.
*    د USAID پـه خپلو مالي مرستو په پاکستان کي ۶ دفتره او د بورسونو پروګرام پیل کـوؤ. چي ۱۵۰۰ زده کوؤنکو ګټه ورڅخه واخیستله. او د پاکستان له ۳۴ پوهنتونونو او تحقیقاتي ادارو سره یې مرسته وکړه. چي له هغه څخه ۱۴۰۰ تحقیق پوهانو ګټه تر لاسه کړه. چي د سلو په شمېر کي یې ۴۵ ښځینه وې. له دې سره سره ۸۹ د ټرېنیګ نوي پراګرامونه پیل کړل.
*   د USAID او د جاپان سفارتخانې په ګډه سره په قبایلي سیمو کي ۱۳۰ ښوؤنځۍ جوړي کړې.

د امریکا له پاکستان سره دومره ډیري مرستي دا خبره په ډاګه کوي چي امریکا د پاکستان نوی او راتلونکی نسل له فکري پلو لکه انګليس چي کلونه کلونه د غلامي ځنځیر ورته په غاړه کړی وؤ. اوس نو نوره هغه پـروژه امریکایانو ته پاته ده چي پاکستان د عیسویت مذهـب او غلامي ته وهڅوي. چي تر څو خـلي ګټي د عیسویت مذهب ته ورباندي ورسوي. ځکه  چي د امریکا ډیر توجه د استاذانو ټرېنیګ ته وه او د ټرېنېګ سره سره یې ورسره مالي مرستي او د امریكا د تګ ضمینه هم برابرولې. چي تر څو د راتلونکو نسلونو په فکرونو ښه بشپړ کار وکړي.
دا مي يوڅو غټو کړنو ته ګوته ونیوله چي ستا په واکمنۍ کي وشول نو وړې تېروتې کړنې خو به دي بیخي ډیري وي چي درپسې راوې سپړو.