کور / هراړخیز / ددیموکرات خره تاریخ ( د عبدالواحد مشواڼي ژباړه)

ددیموکرات خره تاریخ ( د عبدالواحد مشواڼي ژباړه)


سرچینه :  دامریکا دمتحدوایالتونوددیموکرات ګوند وېبپاڼه
‏2008‏، 16‏، جولای‏، چهار شنبه


کله چې په ۱۸۲۸ ع کال کی اندریوجېکسن دجمهوري ریاست دټاکنولپاره ودرېد نودهغه مخالف حریف ورته دهغه دمشهورشعار « خلک پرېږدۍ چې حکومت وکړي » په سر د « خربچې »  وئيلي وو. په هره توګه ، جېکسن دخپل کمپائن په پوستر د (خره) عکس چاپ کړاودخرنوم یې دخپلې ګټې لپاره وکاراوه . کله چې جېکسن دخپل ریاست په دوران کی دملي بانک دبیارسمي کوولوپه پلوۍ رای ورکړه نوخردهغه دسرټمبګۍ لپاره دسمبول په توګه وکاروول شواو کله چې په لومړي ځل خر ددیموکرات ګوند لپاره په یوه سیاسي کارتون کی راڅرګند شو نوداهم دجېکسن سره په تړاوکی وو . ددې سره سره چې جېکسن په ۱۹۳۷ کی تقاعد شوې ووخوهغه بیاهم ځان ددیموکرات ګوند مشرګاڼه اوکوښښ یې کاوه چې خرترهغه ځایه وځغلوي چې دې یې غواړي . دغه کارتون د « جعلي عصري پېشوا اودهغه کوناټي » په سرلیک ونومول شو . ډېره په زړه پورې لاداچې هغه چاچې په پراخه توګه (خر) ددیموکرات ګوند سمبول وګرځاوه ، شاید دخره په پخواني تړاو خبرنه و.


مشهورسیاسي کارتونیست توماس ناسټ دشپږو کالوپه عمر په ۱۸۴۰ ع کال کی دخپل موراوپلارسره دامریکا متحدوایالتونوته راغلې وو، نوموړي په ۱۸۷۰ کال کی په لومړي ځل د (هارپرزویکلي) په کارتون کی اود( کوپرهېډپرېس ) په استازګرنه خرپه داسې حال کی چې مړ- زمرې یې په لغته وهلې وو، دلینکن دڅه مودې وړاندې مړشوي  سکرتر، وارايډوين ایم سټانټن پرتوګه وځلوي . ناسټ دخره په انځورؤنه غوښتل چې دجګړي ضدیوه ډله تمثیل کړي چې ده ورسره توافق نه درلود، خودهغه دې کاردخلکوپام ځانته واړاوه اوله دغه وخته کارتونیست په مکرره توګه دخره په کارؤلوځينې دیموکراتې خپروونې اوخپروونکي تمثیلوول . وروسته به ناسټ خردپورترې په توګه کاراوه چې ده به ورته کیساريزم وایه اوغوښتل یې چې پکی داولایسز ایس ګرانټ ددریم ځل ټاکنې لپاره دیموکراتیک اړمتوب څرګندکړي . دمسئلې سره په تړون ، ناسټ د جمهوریت غوښتونکو اوفیل (هاتي ) په نښلوولوکی هم مرسته وکړه ، که څه هم په ۱۸۶۰ او۱۸۷۲ کلونوکی دجمهوریت غوښتونکوګوند دفیل سره په تړاوکی ښودل شوې وخوداد۱۸۷۴ کال دناسټ کارتوون  وچې په هارپرزویکلي کی خپورشواوفیل یې دجمهوریت غوښتونکودګوند سمبول وګرځاوه . یوکارتون چې د « دريم ځل ډار» په نامه یادېده ، مختلف حیوانات یې په داسې حال کی تمثیل کړي ووچې دزمري څرمنې یې اغوستې وې ،کایساریزم  پری کښل شوي واو له خره نه په تېښته کی و . فیل د « جمهوریت غوښتونکورای » په نامه يادشوې واونیږدې و چې دانفلاسیون ، ګډوډۍ اوردوونې کندې ته وغورځي . تر۱۸۸۰ پورې خرددیموکرات ګوند دیوه ښه شګوم په توګه راڅرګندشوې و . ددیموکرات ګوند دکانديد ، ګارفیلډ هانکاک دکمپائن په هکله په نیویارک ډيلي ګرافیک کی هم یوکارتون خپورشوې وچې هغه یې په خره سپوراوپه صلیبي مارش کی تمثیلاکړې و . دکلونوپه تېرېدوسره خراوفیل ددیموکرات  اوجمهوري غوښتونکوګوندونومنل شوي سمبولونه شول . که څه هم دیموکراتانو هیڅکله خردخپل ګوند درسمي سمبول په توګه نه دې منلې خوپه کلونوکلونویې په خپلوخپرؤنواوچاپؤنوکی په بېلا بېلو ډيزاینونوکارؤلې دې . ددې برعکس ، جمهوریت غوښتونکو په رسمي توګه فیل دخپل سیمبول په توګه منلې دې .


دیموکراتان فيل دګډوډۍ ، لېونتوب ، تکبراومحافظه کارۍ نښه (سمبول) ګڼي خوجمهوریت غوښتونکي فکرکوي چې فیل ددرناوي ، ځواک اوهوښیارتیا نښه ده . له بلې خواجمهوریت غوښتونکي خرد سرټمبه ، بې عقل او مسخره په توګه تعبيروي خوددوی پروړاندی دیموکراتان وایي چې خر خاکسار، اهلي ، هوښیار، زړووراودمینې وړدې .


اډلای سټيفنسن دجمهوریت غوښتونکودسمبول شرحه داسې کوي :


« فیل پېړپوټکې لري ، سریې له تېروداړوډک اوکه چاپه سرکس کی ليدلې وي ، پوهیږي چې دخپل مخکښ لکۍ یې ټينګه نیوولې وي . »