کور / کتاب / مومند خپرندويي ټولني ۵ بېلابېل اثار خپاره کړي دي

مومند خپرندويي ټولني ۵ بېلابېل اثار خپاره کړي دي

مومند خپرندويه ټولنې په دې اونۍ کې دا کتابونه خپاره کړي :


په جلال اباد کې مومند خپرندويه ټولنې پښتو ژبې دبډاينې لپاره دخپلې کړنې ژمنې په دوام په دې اونۍ کې پنځه ټوکه بيلابيل ګټور کتابونه چاپ او خپاره کړيدي.



  • ١-قران پيژندنه:داسلامي نړۍ ديوويشتمې صدۍ دستر عالم ډاکتر عبدالکريم ذاکر نايک ليکلې اثر دى چې ځوان ليکوال ،ژورنالست او دطالبانو دپخواني وياند ډاکتر محمدحنيف له لورې دزندان دتمبو تر شاه په ساده او روانه پښتو ژباړل شوې.

  • ٢-بايبل او قران دساينس په رڼا کې: دا هم دډاکتر ذاکر نايک ليکل شوى اثر دى چې تيرکال دځوان ژباړونکي او دمومند خپرندويه ټولنې مشر نصيراله مومند تر ژباړنې وروسته چاپ او خپور کړ خو دکتاب داغيزمنتيا له امله دا دې ددويم وار لپاره چاپ او خپور شو.

  • ٣-قران وساينس جديد:دا دډاکتر نايک بل اثر دى چې عبدالبصير توحيدي نورستاني په دري ژبه ژباړلى.
    ٤-دتخت غمى: افغاني عشقي،حماسي ناول دى چې ارواښاد مصطفى جهاد ليکلى او په لومړي وار په١٣٦٩ کې دليکوالو ټولنې له لورې چاپ او دکال غوره جايزه يې هم ترلاسه کړه په پښتو ژبه کې دداډول ناولونو دکمي له امله دادى ددويم ځل لپا ره دپښتو دنوماند ژبپوه،ليکوال او شاعر پوهاند ډاکتر مجاوراحمد زيار داويايمې زوکړې په وياړ چاپ  او خپور شو.

  • ۵-کله چې توره څادري سوزيده: داردو ژبې دليکوال احمديار خان له خاو ليکل شوې اثر دى چې په زړه پورې او حيرانوونکې لنډې پوليسي او جنايي قصې پکې دي او هجرت اله اختيار پښتو کړيدى.دا هم دپوهاند زيار داويايمې زوکړې په وياړ چاپ او خپور شويدى.

داټول او تر دې نور ګټور کتابونه په جلال اباد کې دعبدالمجيد مومند او نورو کتاب پلورنځيو نه تر لاسه کولې شۍ. دمومند خپرندوې ټولنې دلابرياو په هيله .