کور / راپور / د پاکستاني استخباراتو پرضد پښتنو احتجاجونه کړي

د پاکستاني استخباراتو پرضد پښتنو احتجاجونه کړي

په لره پښتونخوا کي د پښتنون ژغورني لاريونونو په لړ کي  پښتانه د خپلو پلوانو د نيول کېدو او د پښتنو سره د روان ظلم پر ضد شعارونه ورکوي.

 د پښتون ژغورني د غورځنګ برخه وال وايي، ددوی پلويان د پاکستاني استخباراتو له لوري نيول سوي دي او دوی ته هم د ټلفون له لاري ګواښونه کوي چي د ياد غورځنګ له ليکو رابېل سي.

په تېرو څو ورځو کي د پاکستان په کراچۍ او د لري پښتونخوا په واڼه کي د همدې غورځنګ څو غړي پاکستاني استخباراتو نيولي دي.

د لاريونونو په دې لړۍ کي ګډونوالو د ترهګرۍ پر وړاند ي  د پاکستانۍ تګلاري ضد شعارونه ورکوي.

په لاريون کي همدارنګه  د کابل پر پرلت بريد هم وغندل سو.

دګدونوالو په وينا په افغانستان او لره پښتونخوا کي د پښتنو د وژني لوی مسؤول پاکستاني استخبارات دي.

په دې لاريون کي پښتني پېغلو هم ګډون کړی وو، ددوی په وينا ترهغو به د خپلو زلمو ترڅنګ ولاړي وي ترڅو چي پښتانه خپلو ازاديو ته ځان رسوي.