کور / راپور / هلمنديان د “طالبه نور به سوله کوې” تر شعار لاندي له مرکز لښکرګاه تر موسی کلا د لاريون تابيا نيسي

هلمنديان د “طالبه نور به سوله کوې” تر شعار لاندي له مرکز لښکرګاه تر موسی کلا د لاريون تابيا نيسي

د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه نيولې بيا تر شمالي ولسوالۍ هلمند پوري سلګونه ملکي وګړي طالبانو د سولي د وړانديز په موخه د لاريون تابيا نيسي.

دا ولسي حرکت چي عالمان سپين ږيري او مېرمني به ګډون پکي لري طالبانو ته سولي پېغام په خپله خوله وررسوي. اوله هغوی به غواړي چي نور جګړه بس ده.

ددې حرکت يو غړي اقبال خیبر وايي، “په دې مزل کي به مېرمنې، سپين ږيري او عالمان هم راسره وي او هغوی ته به عذر کوو ، زاری به کوو، د پړوني روی به ورته نيسو، د لمنې روی به ورته نيسو چې نور دغه ولس ستاسو دغه ډول حکومتولي نه غواړي”.

دا حرکت وروسته له هغه راپيل سو چي د حمل د مياشتي پر دوهمه نېټه په هلمند کي بريد ۱۵ ولسي وګړي ووژل او ګڼ شمېر نور يې ژوبل کړه.

طالبانو ته وړاندي هم افغان حکومت د سولي وړانديزونه کړي دي چي په رسمي بڼه وروستی وړانديز د کابل پروسې په دوهمه غونډه کي د افغان ولسمشر اشرف غني وړانديز وو، خو طالبانو تراوسته د ولسمشر دې وړانديز ته د هو يا نه ځواب نه دی ويلی.