کور / اقتصادي / مرستيال والي: د کرهڼي په برخه کي اساسي پروژې عملي کوو

مرستيال والي: د کرهڼي په برخه کي اساسي پروژې عملي کوو

 د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب په ژړۍ ولسوالي کي د زراعتي نندارتون په پرانيستغونډه کي وويل، د کرهڼي په برخه کي اساسي پروژې عملي کوو.

د زراعتي نندارتون په پرانیستغونډه کي د مرستيال والي تر څنګ د ژړۍ ولسوال سيد جمال الدین اغا، د کرهڼي او مالدارۍ رئيس سيد حفیظ الله سيدي، صنعتکارانو، بزګرانو او په سلګونو عامو خلګو ګډون کړی وو.

د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د ياد زراعتي نندارتون په پرانیستغونډه کي وویل، د ياد دوه ورځني نندارتون د جوړېدو څخه يې موخه کورنيو زراعتي او تجارتي محصولاتو ته بازار موندنه او پانګوال په کندهار کي پانګونې ته هڅول دي.

ښاغلي منیب وويل، ولایتي اداره د زراعت د پرمختګ لپاره جدي هڅي کوي. هغه وويل، د دهلې ډم لوړول، هلته د ۲۴ ميګاواټه توربینونو نصبول، د لس او ۳۰ میګاواټه لمريزي بريښنا هغه پروژې دي چي په عملي کولو سره به يې په کندهار کي زراعت او صنعت دواړه پرمختګ وکړي.

مرستيال والي همداراز په کندهار کي مالدارۍ ته وده ورکول د ولایتي ادارې د پلانونو څخه وبلل او زياته يې کړه چي د مالدارۍ د ودي لپاره هم جدي هڅي کوي.

په غونډه کي د کرهڼي او مالدارۍ رئيس سيد حفیظ الله سيدي او د ژړۍ ولسوالۍ ولسوال سيد جمال الدین اغا هم خبري وکړې. د کرهڼي او مالدارۍ رئيس وويل چي د زراعت د پرمختګ لپاره يې په مختلفو ولسواليو کي چیک ډمونه، ويالې، سربندونه، شنې خونې او ښځو ته په کورونو کي باغچې جوړي کړي.

د کرهڼي رئيس په روان کال کي د زراعت په برخه کي د ګڼو نورو پروژو د عملي کولو يادونه هم وکړه.

باید وویل سي چي د ژړۍ ولسوالۍ په دوه ورځني کرنیز نندارتون کي ميوې، لبنیات، اصلاح سوي تخمونه او زراعتي وسایل په زيات شمېر غرفو کي نندارې ته وړاندي سوي وه.