کور / راپور / اجرائیه رئيس: د جګړې اساسي ستونزه د طالبانو سره د هيوادونو او حکومتونو ملاتړ جوړه کړې ده.

اجرائیه رئيس: د جګړې اساسي ستونزه د طالبانو سره د هيوادونو او حکومتونو ملاتړ جوړه کړې ده.

دا څرګندوني اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د المان هیواد د دفاع د وزیري اورزولا فون در لاین او د هغه د هیواد د پارلمان له غړو سره د ليدني پر مهال وکړې.

په دې لیدنه کي د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي د افغانستان سره په امنیتي او دفاعي برخو کي د المان پر همکاریو او د افغان ځواکونو سره پر اوږدمهالي همکارۍ خبري وسوې.

اجرائیه رئیس د المان دفاع وزیري او پارلماني پلاوي ته وویل، چي افغانان په پوځي او ملکي برخو کي د جرمني له حکومت او خلکو منندوی دي او هیله لري،‌ چي ددې هیواد همکارۍ په راتلونکي کي هم دوام پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي د امنیت سمون او د سولي راتګ د افغان حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، ولي ورسره په څنګ کي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته هم امادګي روانه ده.

ډاکټر عبدالله یادونه وکړه، چي د جنګ د دوام په برخه کي اساسي ستونزه لا هم د وسلوالو طالبانو او نورو ترورستي ډلو ته د هیوادونو او حکومتونو ملاتړ جوړه کړې او اړتیا ده، چي په دې برخه کي د هغو هیوادونو پالیسۍ تغیر کړل سي.

هغه وویل، چي افغانستان د امنیت او اقتصاد ترڅنګ په نورو برخو کي هم پرمختګونه کړي او مهم هغه ئې، د بیان ازادي او په ټولو برخو کي د ښځو فعاله ونډه ګڼل کېدای سي.

د المان د دفاع وزیري اورزولا فون در لاین وویل، چي دا او پلاوی ئې د افغان ځواکونو پیاوړتیا او وړتیا خوشحاله کړي او ژمن دي، چي له دې ځواک سره ګډ کار ته په راتلونکي‌ کي هم دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه، چي هیواد ئې له افغانستان سره اوږدمهالو پوځي او ملکي همکاریو ته ژمن دی او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي به د افغان ځواکونو مشورې، روزني او تجهیز ته دوام ورکوي.

نوموړي همدا راز یادونه وکړه،‌ چي‌ د افغانستان اقتصاد، روغتیا، تعلیم او مېرمني او ځوانان ئې د بې ساري پرمختګ شاهدان دي او دا د دوی لپاره ښه خبر دی.