کور / د ډيورنډ کرښه / د قام ناتار په قام را ګرځي

د قام ناتار په قام را ګرځي

ليک:  اجمل صياد

جنوبي پښتونخوا ږوب

وخت او حالات هر وخت يو اتل پيدا کړی دی.او هر نظام کښي چي ناخوالي يو خاص حد ته ورسېږي نو په خپل لړمانه کښي بدلون مومي هم دغه رنګه په روستيو کښي هم وخت خپل ځان ته اتلان پېدا کړي دي که هغه د سياست په ډګر کښي دي او که د قومي لشکر د رهنمای لپاره وو. لکه د فقېر اېپي ميرزا علي خان بازيد روشان لشکر او ليا د خان شهيد صمد خان او فخر افغان باچا خان  سياسي خوزښتونه..خو په هغه وخت زموږ پښتني سيمه او په هغه کښي مېښت خلګو ترمنځ داسي پيوستون نه وو لکه اوس چي دی خو دغه نه پيوستون هم د قدرت له خوا نه وو بلکه د دې شاته يو خاص وجه وه. پښتون وطن د اتلانو او د غورځګونو ډک او غني وطن وو خو بد بختانه د دوي تر مينځ هيڅ قسمه ارتباط نه وو دوی يو د بل په  درد او ناخوالي خبر نه وو. د communication  د نښتوالي له کبله د دوی تحريکونه او غورځنګونه تر يو خاص منطقې پورې محدود پاته شول او هم د دوی د اتل والي کيسې تر هغو ځايونو محدوده پاته شوې..ځکه خو موږ  په نن وخت کښي د  هغو اتلانو لکه کاکا صنوبر حسېن مومند فقير اېپي او داسي نور کيسي او کارنامې نن اورو او وايو..په دغه سبب پر پښتون وطن داسي شبخون تېر شو چي بيا څوک سر پورته نه کړي.. د ظلمونو او ستمونو ډېر اوږد محاله لړی چي په رياستي سرپرستۍ کښي روانه وه.. او پښتون افغان د يو خيراتي په څير لمن ورته هواره کړې وه او زغمل يې.. لکه څنګه چي مو پورته ذکر کړی وو چي وخت او حالات په خپل لړمانه کښي بدلون راولي او هم اتل پېدا کوي .. نو د ډېره وخته بعد او د يو تور شبخون روسته وخت د ستمونو په سپرلي کښي يو نوی ګل د منظور پښتون په څهره کښي را و ټکولی..دغه اتل حالاتو دومر لوي کړی چي  ډېر قد اواره شخصيتونه يې هم لوړ مقام ته حېران دي ..دلته هغه د بابا شعر را ياد شوچي….                               بلند قد ته دي حېران يم ګل بدنه  د خولی پر ځای مي سر پرېوت له تنه..نو منظور پښتون په داسي وخت کښي د تحريک راهنماي په غاړه اخلي چي پښتانه د يو سترې غميزې وروستو چي هر ځای مېښت دي په خپل منځ کښي aداسي سره په يوه لاړ لکه تسپې سره پېيلي دي.. دغه تحريک د پخوا تحريکونو څخه ځکه ځانګری دی چي زموږ نن د پروند په څير ډېره وده کړې او بدل دی..دتحريک بله  ځانګړتيا دا ده چي تحريک د پروند په څير د جذباتو په بنياد نه دی بلکه سوچه سياسي ، عقلي ،منطقي او سنجيده موخې لري،دغه تحريک دويمه ځانګړتيا دا لري چي يو شمېر ښځينه هم د په دغه تحريک کښي برخه لري دغه تحريک ځانګړتيا دا لري چي يو شمېر ښځينه هم د په دغه تحريک کښي برخه لري.او د پروند تحريک په وسله والا مبارزه اډاڼه لرله چي د يو شمير انساني وږنې پرته يې څه موثره حاصلات نه وو خو بيا هم د غليم په سترګو کښي ازغی وو.. په نن وخت کښي د پاکستان يو خاص مکتب فکر تحريک په وسله والا مبارزه اړولو ته پکي وهي خو پښتنو دغه تريخ غوړپ په څو واره تېر کړی دی او که څوک اوس هم دغه شوق لري نو د بلوڅانو تحريک يې مخته پروت دی.. او زما په اند په نن وخت کښي پښتنو ته داسي سوچ کول او د پشتون د مسلې حل په دې لاره حل لټول د موږک پر لکۍ بازار جوړول دي.. په لومړي ځل په پښتنو کښي د شعور او ملي يو والي کچه دومره اوچته شوې ده چي د بېرغونو پرته يې په ټول وطن کښي خپل اواز پورته کړی دی پښتانه که د دنيا په هر ګوټ کښې دي هم غږي يې څرګنده کړی دی او خپل کېس يې internationalized کړی.. خو دا يو قامي غورځنګ دی هر پښتون به خپله برخه پکښي اچوي  پښتانه وای د قام ناتار په قام را ځګري او که موږ دغه تحريک ته په کلکه اوږه ورکړو نو د دې تحريک په وسيله به د دغه روان ښبخون ته د همېښه لپاره د پای ټکی کښېږدو ګني د غلامی کنده به مو ځای شي