کور / راپور / اشرف غني: د سولي لپاره به د ټولو ممکنه لارو چارو څخه ګټه واخلم

اشرف غني: د سولي لپاره به د ټولو ممکنه لارو چارو څخه ګټه واخلم

افغان ولسمشر اشرف غني په تاشکند کي د افغانستان لپاره په جوړ سوي نړيوال کنفرانس کي وويل، زه به د سولي لپاره د ټولو ممکنه لارو چارو څخه ګټه پورته کړم او په اقتصادي براعظم بدلېدو لپاره بايد دسيمي هيوادونه مشترک اقتصاد ولري.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي د افغانستان د حالاتو په هکله يو نړيوال کنفرانس داير سوی دی چي د امريکا، برتانيا، روسيې، چين، فرانسې جرمني، سعودي عربستان، پاکستان، د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولني استازو ترڅنګ د منځنۍ اسيا هيوادونو پکي ګډون کړی دی.

دا کنفرانس چي د افغانستان په اړه جوړ سوی د هيواد او د سيمي اقتصادي او امنيتي ستونزي پکي څېړل کېږي او د حل لپاره پکي نظرونه تبادله کېږي.

ولسمشر اشرف غني وويل، که په سيمه کي لويي پروژې تطبيق سي، په دې سره به مو خپلو وګړو ته لوی خدمت کړی وي.

همدارنګه د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مشري فدريکا مورګيني کنفرانس ته په وينا کي وويل، په افغانستان کي د سولي لپاره د پیل سوي پروسې بشپړ ملاتړ کوي او اروپايي ټولنه په دې لار کي سياسي او تخنيکي مرستو ته تياره ده.

نوموړي وويل، موږ د ملګرو ملتونو د بنديز له نوملړه د وسلوالو مخالفانو د نومونو په ليري کولو کي مرسته کولای سو.

د مورګيني په خبره ، موږ له وسلوالو طالبانو غواړو چي د سولي له دې فرصته ګته واخلي.

کنفرانس ته افغان ولسمشر دا هم وويل، چي د ترهګرۍ پر وړاندي جګړه کي افغانانو ډېره قرباني ورکړې ده خو دا مبارزه په يوه هيواد پوري نه سي محدودېدلای.