کور / اسلامي / د لمر وژل دومـره وړه حـــادثــه هم مــــــــــــــه ګڼه

د لمر وژل دومـره وړه حـــادثــه هم مــــــــــــــه ګڼه

لیکوال: سمیع الله صافی

        ملتونو کی د بریا له رازونو یو هم په ملتونو کی د رهبرۍ طبقې او عامي طبقې د خپل منځي اعتماد د فضا موجودیت دی. د اعتماد دا فضا کي د عامي ټولني اعتماد د هغې ټولنی پر رهبري طبقې باندي او معکوس د رهبرۍ طبقې پر خپل عوام باندي دواړه شامل او مهم دي. د دې اعتماد د موجودیت ګڼ عوامل وي خو اساسي عامل یی ټولنه کی د رهبرۍ طبقې او عوامو تر منځ نږدیکت او د ژوند د ډول ورته والۍ دی. ځکه خو تاریخ کی د بیلابیلو ټولنو کامیاب قیادتونه هغه وي چی د هغو ټولنو له متنه راپورته سوي وي. نه د نورو ټولنو څخه نازل

سوي او تپل سوي قیادتونه.

        د ملتونه د تغیر لپاره د ملتونو د اعتماد همدا عناصرو فکر تغیرول په کار دي، کله چی یو ملت کی یوه خاصه طبقه د ټولني د ژوند د رهبرۍ لپاره له قرنونو د اعتماد وړ وي نو بیا د هغې طبقي د فکر او لید تغیر د ملت د تغیر بهترینه او اعتمادی لاره ده. که یو ټولنه کی څوک تغیر راوستل غواړي باید هم هغه خاصي طبقې فکر او لید د خپل اصولو مطابق تغیر کړي نه دا چی د ملت او هغه طبقې تر منځ کشمکش جوړ کړي او د هغوی خپل منځي اعتماد ختم کړي. که یوې ټولني کي یوه خاصه طبقه قرنونه قرنونه اعتماد ولري او د ټولني په تغیر او رهبرۍ کښي قرنونه قرنونه اساسي نقش ولري بیا یی ملت کي دا د قرنونو اعتماد خراب شي او د ملت سره کشمکش کی راسي نو هغه ملت د انارشیزم په لور ځي او په ټولنه کی یو ذهني ګډوډي او انتشار منځ ته راولي چی نتیجه کي یی ملت کی مطلق د اعتماد عنصر ته ضربه ورکوي او بیا پر هیڅ چا باور نسی کولای. او د یو ټولني د تباهی لپاره همدا خطرناک ترینه پدیده ده چی هغې ټولنه کي د بی باوری فضا را منځ ته سي او ټولنه د خپلي رهبری لپاره په هیڅ چا اعتبار ونسي کولای. دلته وي چی بیا ټولنه د خپل سالم قیادت او د پردیو لخوا تپل سوي قیادت ترمنځ فرق نسي کولای او دواړه ته په یوه سترګه ګوري. کله چی ملت کی ذهنی ګډوډی راشی او هغوی د رهبری لپاره د اعتماد ځانګړی لوری ونه لري نو بیا هر څوک په ډیره اساني هغوی خپلو منځونو کي یو د بل په وړاندی درولای سي. د هغوی منځونو کي خپل لاس پوڅی ځایولای شي. له بلي خوا همدا ټولنه له ډیرو وړو موضوعاتو څخه نیولی بیا تر لویو موضوعات پوری نه یو واحد تصمیم نیولای شي او نه په یو منظم او خاص لوري تلای سي.

        افغاني ټولنه چی یو سنتي ټولنه ده له تیرو څو پیړو څخه یی د خپل ژوند په رهبرۍ کی ملایان او دینی علماو ته خاص ځای ورکړی، دا صحیح ده چی د ټولني په شاهي او سلطنتي مقام کی به یی ملا کم وي او یا نه وي، ولي همیشه  یی د ژوند په مسایلو کي یی ملا تر هر چا ډیر رول لرلی دی. دلته که شاهانو او د زور خاوندان هم د ملا مقابل کي واقع سوي نو ټولني د ملا پر ځای د شاهانو او سلطنتو تخته اړولې او هغوی یی د خپل رهبری څخه لري کړي دي، دا نږدې وختونو کی یی د ملا په فتوا کمونستی رهبرانو په وړاندی د ملت  عام پاڅون ښه مثال دی. ملا یواځي د عام ملت په تصمیمو کی نه بلکي تاریخ کي د شاهانو او سلطنتی طبقو تصمیمونو کی هم عمده رول لوبولی دی. ډير کله شاهانو غټ تصمیمونه د ملایانو د غوښتنو په اساس نیولي. ښه مثال یی د احمدشاه بابا(رح) دی. هندوستان کی نومیالی دیني عالم شاه ولی الله دهلوي(رح) د خط په اساس احمدشاه بابا د مرهټه قوم سره جنګ وکړ او د هندوستان مسلمانانو ته یی د مرهټو له خطره نجات ورکړ. همدا شان میرویس خان نیکه(رح) ته چی کله مکه کي ملایانو فتوا ورکړه نو بیا هغه راغلی او د هغوی د فتوا په اساس یی خپل ټولنه د ګرګین او صفویانو له وحشتونو خلاصه کړه.

      په دې وروستیو کي د ملا موضوع کله کله په ټولنیزو او عامو رسنیو کي د افغانانو تر منځ یو کشمکش جوړ کړي، یو شمېر افراد د ملایانو په خلاف ډير افراطي تعامل شروع کړي او غواړي ملا مطلق ټولنه کي منزوي کړي، او هغه کوم رول چی ملایان او دینی علمایی له قرنونو دې ټولنه کي لري ختم کړي. او د دوی طریقه همدا ده چی ملا بدنام او تورن کړې او ټولنه کی د ملا اعتماد او باور ته ضربه ورکړي. چي نتیجه کي به د اروپا په شان، ټولنه د دینی ملایانو او علماو په خلاف را پاڅی او هغوی به مطلق منزوي کوي. د دوی دلیل همدا دی چی ملا د پرمختګ، روشنفکری، ټکنالوجی او سوکالی دوښمن دی.

        دا چي د دوی ادعا تر کومه حده صحیح ده دا بیله موضوع ده چی دلته بحث نه ورباندی کوو، خو سوال دا دی چی که دوی خپل هدف کی کامیاب شي نو ټولني ته به څه عواقب ولری؟ راځی چی همدا باندی لږ غور وکړو. دا یو حقیقت دی چی ملا د روحانیت او ملت تر منځ اصلي کړۍ او پل دی، عوامو کی د دین او روحانیت تر منځ رابطه خو همدا ملایانو ساتلي او عوام لپاره د دین اساسي او یواځنۍ مرجع خو همدا ملایان او دیني علما دي چی د تیرو قرنونو راهیسی یی همدا مسولیت په غاړه دی چی عوام او دین سره تړلي وساتي. نو کله چی دې خلګو کی ملا خپل حیثیت د لاسه ورکړي نو پوه شي چی ددې ملت عاقبت هم د غربیانو عاقبت دی چی د پاپانو سره د دوښمنی په نتیجه کي مطلق د دین سره د دوښمنۍ په لیکه ودریدل چی بیا نو د ازادی تر نامه لاندی داسی یو توري کندي ته ور ولویدل چي کورنی نظام، معنویت،د حلال او حرامو فرق او خلص دا چي هر هغه چوکاټ چی د ټولنيز نظام د ټینګښټ تضمین یی کولای سو پوره په کښي تباه سول او د ازادۍ دا چوکاټ په دې خلکو هغه عجایبی وکړې چی که د تیرو پیړو غیر متمدن انسانان همدا متمدن انسانان وګوري نو خامخا به د خپل خالق شکر وباسي چی د دې متمدن انسانانو منځ کي یی نه دي پیدا کړي.د دوی د خپلو مفکرینو ادعا ده چی اولسونه یی د تباهۍ د خورا خطرناک ګړنګ پر غاړه دي.

           دا صحیح ده چي هلته کلیسا او تحریف سوي عیسایت انسانیت د تاریکی او ظلم په چاړه روزانه ذبح کوئ خو که د روحانیت او معنویت سره د مطلقي دوښمنی پر ځای یی همدا د روحانیت د رهبرانو فکر او لید کي تغیر راوړی وای نو نن به هغوی په داسي مصیبت کي نه وای راګیر. که دلته هم اولس یو څوک پر هغه لاره روان کړي لکه غربي اولس چی ورڅخه تیر سوی نو ایا دا به ددې ټولني سره دوښمنی وي او که دوستی؟ متاسفانه چي دا ښاغلي بدیل هم نه لري فقط ملا ختموي، کاشکي دوی ټولنه کي یو بدیل را منځ ته کړی وای چی هغوی د خلګو او دین تر منځ هغه رابطه ساتلی وای چی له قرنونو یی ملا ساتي او بیا یی ملا ختم کړی وای. او د دوی بدیل ټولنه کي د ملا له ختمیدو سره ددې تضمین کړی وای چی ټولنه به د هغي تباهی په لور نه ځي کوم چی غرب تللی دی.

د حل لاره څه ده؟

       دا رښتیا خبره ده چی ملایانو کی یو شمیر داسي دي چی نه د معاصر وخت په غوښتنو پوهیږي او نه هم د معاصر پرمختګ سره اولس برابرولای سي. او دا شمېر کم هم نه دی. او دا هم حقیقت ده چی همدې شمېر ملایانو نه تنها د ماډرن علومو د متخصصینو په وړاندي مشکلات جوړ کړي بلکي د هغو دینی علماو په وړاندي یی هم یو چلنج او مشکل را ولاړ کړی چی غواړي ټولنه د دین او معاصر علومو سره اوږه په اوږه را پورته کړي. شخصا زه خپله د داسی ملایانو سره مخ سوی یم چی مکتبیان بیخی له دینه ورته وتلي ښکاریدل او مکتب ورته د فساد منبع  ښکاریدل خو حل لاره یی دا ده چی ددې ملایانو د داسي ذهنیت ختمول په کار دي نه د ددې ملایانو ټولنیز رول او حیثیت. ددې ذهنیت د ختمولو لاره دا ده چی د مدرسو او دینی علومو مراکزو کښي تدریسي نصاب ته له سره کتنه وسي. دینی مدارسو او دیني تعلیمي مراکزو کي د دین د تخصصی موضوعاتو تر څنګ باید ساینسی او ټولنیز علوم په هغه اندازه ور اضافه سي چی زمونږ ملا هم د سانیس له اساسی موضوعات او اهمیت باخبره وي او هم ټولنیزو موضوعات کي دونه مهارت ولري چی په ټولنه او نړۍ کي د روانو حالاتو صحیح تحلیل وکولای سي تر څو ټولني ته د حالاتو د غوښتنی سره سم فکر ورکړي او ټولنه په صحیح لور رهبري کړای سي. که داسی ونشي نو یا خو به ټولنه همیشه له دې جهالت او بد بختی څخه کړیږي او یا به یی هم د بې بندو بارۍ هغه موجونو له ځانه سره واخلې چی تصور یی د هر مسلمان افغان خوب تښتولای سي. د ملا او د ملا د رول ختمول په ټولنه کي د روشانیو ختمول او تاریکول زیاتول دی هغه د مصطفی سالک خبره:

د لمر وژل دومـره وړه حـــادثــه هم مــــــــــــــه ګڼه
یو تور زنــدان ته دا روانــه زمـــــــــــــــانه پرېوته

علامه اقبال (رح) همدا خبره درک کړې، ځکه خو یی ویلی:

افغانیوں کی غیرتِ دیں کا ہے یہ علاج
ملاّ کو اس کےکوہ و دمن سےنکال دو

د ملا قضیه ټولنه کي یو حیاتی او مهمه قضیه ده چی باید په اړه یی احساساتي او جذباتی برخورد ونسي. او په کار ده چي هغه مطرح جهتونه چی دا ټولنه کي د مثبت تغیر لپاره کار کوي د یوې معقولي لاري ددې مشکل د حل لپاره اقدام وکړي.