کور / سياسي / خوندي سیمې؛ که د هېواد د تجزیې هڅه!

خوندي سیمې؛ که د هېواد د تجزیې هڅه!

لیکنه: محمدزمان ستانکزی

د وسلوالو مخالفینو مشرانو ته دې په هېواد کې خوندي سیمې جوړې شي چې پرې د هوا له لارې ګوزارونه ونه شي، له دې سیمو دې بهرني او کورني ځواکونه ووځي، د امنیت ساتنې لپاره یې باید د ښکېلو خواوو په هوکړه یو داسې ځواک جوړ شي چې امنیتي بنسټونو پورې اړوند نه وي، د دې سیمو د ادارې لپاره دې د حکومتي  بنسټونو له اډانې بهر یوه اداره جوړه شي.

د وري څلورمې سهار و چې ګلبدین حکمتیار په دارالامان کې په خپل مجلل استوګنځي کې له رسنیو سره دغه خبرې بیان کړې.

حیرانیږئ مه، دا د حکمتیار د سولې د طرحې مهمې برخې دي!

دې ته وایی د سولې طرحه او آفرین دې په دې وي چې داسې یوه طرحه یې جوړه کړې ده!

ګلبدین حکمتیار د خپلو حیرانونکو څرګندونو له کبله  وروستیو لسیزو کې په یوې جنجالي څېرې اوښتی، خبرې یې د ډېرو په مزاج ښې خو د ډېرو په مزاج ښې نه لګیږي.

له آریانا نیوز سره یې موده وړاندې یوې مرکه کې ځانمرګي بریدونه استشهادي هغه بللي وو چې په خبره یې د مقدسو موخو لپاره کیږي او د ده له نظره روا دي. خو دا ورته مهمه نه ده چې ځانمرګو بریدونو کې څومره وراني کیږي، د چا وینې په کې توییږي، په مقدسو ځایونو کې په لمانځه ولاړ خلک شهیدانیږي، کوم وجدان به وي چې ځانمرګي بریدونه تایید کړي، ځان وژنه د اسلام له نظره  یو ډېر ناوړه کار دی او عامل به یې تر قیامته د الله جل جلاله په عذابونو اخته وي. د هغه د دې خبرو په غبرګون کې عبدرب الرسول سیاف وویل چې شخصي نظریات دې په دین نه تحملیږي او حکومت دې د دغسې کسانو خولې بندې کړي چې په خپل سر فتواوې ورکوي.

سیاف وروستیو کې د افغانستان د ملي ګټو سره سم دریځ نیولی، روانه جګړه افغانانو ته  زیان اړونکې ګڼي او له طالبانو یې په ځلونو غوښتي چې سوله وکړي.

د حکمتیار تازه څرګندونې که له څو اړخونو وڅیړل شي، د افغانستان ملي ګټو سره په ښکاره ټکر کې دي. که تاسو یو ځواک جوړوئ او پرې نه بهرني او نه هم کورني امنیتي بنسټونه څارنه ولري، څه فکر کوئ پایله به څه وي. طالب مشرانو ته د خوندي سیمو ځانګړې کېدل او پرې د حکومت نه کنترول څه مانا لري، دا خو په یوه واحد قلمرو کې د یوې سیمې جلا کول دي، داسې نه شي چې دغه خوندي سیمې د فساد په ستر مرکز واوړي لکه چې ښاغلي سیاف  ورته وړاندې ګوته نیولې وه.

د سولې له بهیر سره د حکمتیار په یو ځای کېدو او کابل کې یې په میشتېدو سره داسې ډېرې تمې وې چې ګنې طالبان به هم د ده لار تعقیب کړي، خو نوموړی اوس داسې خبرې په ژبه راوړي چې هیڅ ویښ  ضمیر یې نه شي منلی. حکمتیار له یوې خوا پیاوړی مرکزي حکومت غواړي خو له بلې خوا خپلې خبرې ردوي او وایی طالب مشرانو ته دې خود مختاره سیمې جوړې شي، له یوې خوا دغه ښاغلی وایی چې د قدرت ټاپو ګان دې له منځه ولاړ شي خو له بلې خوا بیا خپلې  دغه خبرې ردوي او د قدرت د نورو ټاپو ګانو د جوړېدو وړاندیز کوي.

د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو له مخې، دغه طرحه یې ولسمشرۍ ماڼۍ او سپینې ماڼۍ ته لیږلې چې د رد او تایید ځواب یې لا نه دی تر لاسه کړی. په سپینې ماڼۍ مو کار نشته، ځکه هلته د تګلارو جوړونکو یوه مشخصه ډله ناسته ده، په هره برخه کې ولسمشر ټرمپ ته  لنډمهاله،  منځ مهاله او اوږدمهاله تګلارې وړاندې کوي، هغوي په هره برخه کې( لومړی امریکا) اصل ته په کتو محاسبه کوي، او  خپل پلانونه داسې جوړوي چې امریکا ترې ګټه واخلي. د قضیې په کورني اړخ کې له ولسمشرۍ ماڼۍ غواړو چې ژر دغه طرحه رد کړي، که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې دا طرحه د حکمتیار شخصي نظر دی،  خو په کار ده چې ملت ته دې برخه کې څرګند وضاحت ورکړل شي. افغانان نه غواړي چې هېواد کې یې بیا ملک الطوایفي جوړه شي، د دې هېواد د شته ستونزو او ناخوالو د حل یواځینۍ اساسي حل لار دا ده چې پیاوړی مرکزي حکومت ولرو، یو داسې حکومت چې سرې کرښې او ملي ګټې په کې تعریف شوي وي، د بیان آزادي ته حد وټاکل شي او د دغه راز څرګندونو عاملین عدلي او قضایی ارګانونو ته را وکاږل شي.

اوس هغه څه نه کیږي چې حکمتیار یې غواړي، اوس خلک د چهارآسیاب، دشت برچي، خیرخانې مینې او نورو سیمو محلي قدرتونه نه غواړي چې د بیلابېلو تنظیمونو لخوا به اداره کېدل.  اوس خلک یو موټی او په خپلو پښو ولاړ افغانستان غواړي، خلک نه غواړي چې یوه ځای کې دې درې رنګه بیرغ وي او بل ځای کې دې د دې درې رنګه بیرغ څرک ونه لګیږي. دغلته ټول افغانان دي، یو پیاوړی مرکزي حکومت یې غوښتنه وه او  له ستونزو د خلاصون لپاره یې دا په راتلونکې کې هم هیله او غوښتنه ده.

د حکمتیار له دې څرګندونو ښکاري چې هغه اوس هم د ښکېلاک ګرو د نیواک په  ناوړه منګولو کې دی، حکمتیار د ټولو افغانانو د هېلو او غوښتنو خلاف د تجزیې غږ پورته کوي، که دی وایی چې د سولې دغه طرحه یې د افغانستان د تجزیې په مانا نه ده، نو مهرباني دې وکړي او ودې وایی چې دا  طرحه د چا لخوا ورته دېکتې شوې او څه عواقب لري.

حکمتیار باید د اوسني نظام په ننګه ودریږي، طالبانو ته دې ښکاره ووایی چې نور دې د پردیو په لمسون دا ناروا جګړه نه غځوي چې قربانیان یې هم دې خوا او هم هغه خوا یواځې مظلوم افغانان دي.

ګلبدین حکمتیار باید د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورو ورځنیو لانجو د حل لپاره عملي طرحې وړاندې کړي، په خلکو کې دې د امن او تعلیم پیغام خور کړي. خلکو ته دې ووایی چې د اوسنۍ جګړې عاملین څوک دي. د حکمتیار د سولې طرحه باید د افغانستان د ژغورنې سبب شي، نه دا چې د تجزیې او دړې وړې کېدو سبب.

حکومت باید یوه کلکه نظارتي ډله جوړه کړي، ولسي جرګې او ملي شورا سره دې د ملي ګټو او سرو کرښو مسایل شریک کړي، که هر چا ترې سرغړونه وکړه، د زندانونو تورو تمبو ته دې وغورځول شي او که همداسې یو اقدام وشي، باور لرم چې نور به څوک جرئت ونه کړي چې د هېواد د پاشل کېدو لپاره خپلې ناوړه طرحې وړاندې کړي.

پای