کور / نثر / پسرلی راغی ته رانغلې

پسرلی راغی ته رانغلې

محمد وسیم وصال

په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او بدلونونه راوړي. د پسرلي په راتګ سره هر څه ادلون بدلون وکړ، هو! باید وې کړي، موسم هم بدل شو د خلکو ذهنونو هم یو څه تغیر وموند، نه پوهېږم چې ته به کله بدلون کوې؟ ستا ذهن به کله بدلون مومي ای! په تا پسرلی رانغی؟ ته تغیر نه کوې؟ ولې یې نه کوې؟ ته انسان نه یې؟ د خدای مخلوق نه یې؟ نو ځه ته یې ووایه ته به کله تغیر کوې؟ ته به کله خپل وجود سره یوځای کېږې؟ تر کله به دې دا وجود پارچه پارچه کوې؟ ته به کله خپل کور ته راځې هغه کور چې ستا لپاره یې مخکې هم، اوس هم او بیا هم دروازه خلاصه کړې وه. وګوره هغه دی موسم هم په خپل اوښتون سره انسانیت ته په عملي توګه د بدلون درس ور وښود. پسرلی راغی خلکو ځانونه څه ان دنیا خپل ځان بدل کړ، ته وګوره څومره ښکلې ښکاري له ځانه یې تورڅادر لرې کړی، وګوره کنه! څنګه ښایسته ژرغون ښکاري، ته پوهېږي دا خبرې هم نه شي کولای، دا عقل نه لري دا شعور نه لري دا ځمکه ده هغه چې ځان یې ټولو انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ته خم کړی او د بیلا بیلو ښکلا ګانو په را برسېره کولو سره نورو ته هم ثابتوي چي له مثبت بدلون وروسته د نتېجې په توګه به داسې ثمرې، ابادۍ او لاسته راوړنې ولرئ تر څو ځان د نورو په چوپړ کې کړئ. ای! تاته وایم له دې ځمکې نه الله هېڅ پوښتنه نه کوي، دا د محشر په ورځ څوک نه پوښتي خو تا پوښتي فکر دې اوسه ته اخیرت لرې سوال درنه کېږي ځواب درنه غواړې ته مسوول یې الله سره به مخ کېږې اخیر ته ولې دومره نا ترسه یې ولې ولې! زموږ ګران هېواد چې د پسرلو وژونکي پکې له څلورو لسیزو را په دېخوا د خوشحالیو او ښکلا ګانو د زېندۍ کولو  په ګرمه یرغلیزه جګړه بوخت دي بیاهم پکې د بدلون هېله نه ده مړه شوې، وګوره هر چا بدلون وکړ هر څوک په دې هڅه کې دي چې بدلون وکړي خو ته یې نه کوې. داسي خلک هم شته دی چې خپل بچیان او ځان ټوټه – ټوټه کوي مګر د هیواد ټوټه کېدل نشي زغملای او غواړي هم نه ځکه دوی ډيرې ناخوالې لیدلي دي، دوی دردېدلي دي، دوی ژړېدلي دي، دوی په هېڅ صورت نه غواړي چې یو ځل بیا داسې دردونه تېر کړي، دوی غواړې نور په سوله، عزتمن او د خپلو دیني ارزښتونو په رڼاکي ژوند ولري.هو دا هم وایم دا خلک امېدونه لري، دا خلک هېلې لري، خو څه وکړي بېچارګان څه ووایې څه نه شي کولای دوی د پردي اشغال لاندې دي خو بیا هم ځان خپلواک بولي، ډیر کم خلک دي چې د موسمي اوښتون په راتلو سره  د خپل حالت اوښتو ته په هیله دي، خو بیا هم په شکل د اشکالو ځان بدلوي. زه د پسرلي کېسه کوم او تاته دا وایم چې راشه نور، نوی کال هم راغی خو ته رانغلې اخیر ته به کله راځې. زما او زما د مشر خبره منل تاته ننګ ښکاري، ولې درته ننګ ودرېږي؟ راځه سترګې پټې که مه شرمېګه د پسرلي نه یې زده که یو دم ځان بدل که، لکه اوس چې څنګه ځمکې ځآن بدل کړ له دې ځمکې نه یې زده که. چې پسرلی په یواځې ځان فضا او د ټولې ځمکې مخ بدلوي ته یې نه شې؟ ښه یې شې خو یو عظیم هوډ درته پکار دی. پسرلی چې د مرغانو شور، د شبنم څاڅکو، د ټولو مېوو وجود، د ګلانو خوشبویي او د ځمکې د زرغونتیا په څیر لویو رنګینیو سره موږ ته د  ژوند فلسفه را زده کوي راځه ته یې هم را زده که موږ یې منو، موږ دې ننداره کوو خو چې راشې. په وروستیو کې دا ټپه وایم او تاته دې ډالۍ وي ځکه ته زما وجود یې ته زما د زړه ټوټه یې.

پسرلی راغی ونې ګل شوې

زما د زړه ونې خزان وهلې دینه