کور / راپور / کندهار والي: خلګ دي د زامنو تر څنګ خپلي لوڼي هم ښوونځيو ته واستوي

کندهار والي: خلګ دي د زامنو تر څنګ خپلي لوڼي هم ښوونځيو ته واستوي

يادي څرګندونې کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د سه شنبې په ورځ د معارف څخه په ملاتړ جوړه سوې غونډه کي وکړې. په ياده غونډه کي قومي مشرانو، ديني عالمانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه لرل.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا په جوړه سوې غونډه کي وويل چي ولایتي ادارې د پوهني کیفیت او کمیت ته تر بله هر وخت پاملرنه ډېره کړې او د پوهني په برخه کي د ستونزو د له منځه وړلو جدي هڅه کوي.

ښاغلي ویسا وويل، تر ډېره يې د پوهني په ریاست کي د لاسوهنې مخه نيولې، د ښار تر څنګ يې د دوو ولسواليو د ښوونکو معاشات بانکي سیسټم ته اوړولي او زيات شمېر درسي کتابونه يې کندهار ته را انتقال کړي.

کندهار والي پر خلګو ږغ وکړ چي د زامنو تر څنګ خپلې لوڼي هم ښوونځيو ته واستوي او زده کړي په وکړي. هغه له ديني عالمانو هم وغوښتل چي په دې برخه کي خلګو ته د اسلام له نظره تبلیغات وکړي.

په غونډه کي د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون د خپلو خبرو پر مهال له مدني فعالانو او قومي مشرانو مننه وکړه چي د عامه پوهاوي په پراوګرامونو کي يې ورسره مرسته کړې او د دوی په مرسته يې د روان ښوونيز کال په پيل کي ۵۴۰۰۰ نوي زده کوونکي چي ۱۶۰۰۰ يې انجونې وې، جديدالشمول کړی.

په غونډه کي دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کي د معارف څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړ او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.

په غونډه کي د عبدالاحد ميوندوال په نوم يو قومي مشرا په ميوند ولسوالۍ کي د مکتب، مدرسې او کلینیک لپاره ۱۵ جریبه مځکي د مرستي ژمنه وکړه او زياته يې کړه چي ډېر ژر به يې د قانوني مراحلو تر طی کولو وروسته د پوهني او عامي روغتيا رياستونو په واک کي ورکړي.