کور / راپور / بلوڅانو د مارچ اووه ويشتمه د توري ورځي په توګه ولمانځل.

بلوڅانو د مارچ اووه ويشتمه د توري ورځي په توګه ولمانځل.

بلوڅان دا ورځ ځکه د توري ورځي په نوم لمانځي چي په همدې ورځ ددوی سيمه په زور د پاکستان لخوا لاندي سوه او اوس يې پاکستان د خپل هيواد برخه ګڼي.

د بلوڅانو سيمه چي د پراخو معدنونو او زېمو ډکه سيمه بلل کېږي د پاکستاني پوځ له لوري د ۱۹۴۸ کال د مارچ پر اووه ويشتمه په زور ونيول سوه.

دا سيمه د طبيعي زېرمو څخه بډايه سيمه ده، خو د همدې سيمي خلګ د خپلو زېرمو څخه ګټه نه سي پورته کولای او د طبيعي سرچينو ټوله ګټه وټه پنجاب ته روانه ده.

بلوڅان پر نړيوالي ټولني ږغ کوي چي ددوی مرسته وکړي او بلوچستان د ازادۍ لپاره د بلوڅ ملتپاله غورځنګونو ننګه او ملاتړ وکړي.

بلوڅان چي د خپلي ازادۍ لپاره يې وسلواله مبارزه راپيل کړې تردې دمه يې ډېر جنګيالي د پاکستاني پوځ سره به جګړه اخته دي.

پاکستان چي بلوچستان د خپل هيواد نه بېلېدونکې سيمه ګڼي وخت ناوخته د بلوڅ ملتپالو پر ضد عمليات کوي، چي په زرهاوو بلوڅ وګړي يې تری تم کړي او په پراخه کچه يې د وژنو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

بلوڅانو له افغانانو غوښتي چي ددوی ترڅنګ ودرېږي، ددوی په وينا دا چي بلوڅانو تل د افغانانو مرستي ته وردانګلي دي نو افغانان هم بايد د خپلو بلوڅو وروڼو ترڅنګ ودرېږي.