!سال که نیکو است؛ از بهارش پیدا است
Aziz Rahman Hazim
محمدزمان ستانکزی
د اووه نویم کال لومړۍ شپې او ورځې ښې پیل شوي، هلمند کې چې جګړو سخت ځپلی او په سینه پرهر- پرهر دی، د لومړي ځل لپاره د عام ولس د جګړې د رد آواز پورته شوی. دغلته خلکو د تحصن خیمې وهلي او له لښکرګاه تر موسی کلا او د جګړې خلاف نور شعارونه یې لیکلي دي، طالبانو هم په مشروط ډول د دې ولسي خوځښت غوښتنو ته مثبت غبرګون ښودلی او کیدای شي له دې ستر خوځښت څخه د سولې د ټینګتابه لپاره لویه ګټه پورته شي.
هلمند د افغانستان لوی او ستراتیژیک ولایت دی، چې خلک یې په سوله او هوسا ژوند باور لري، دغلته د پخواني ټولواک محمد ظاهرشاه په مهال د پرمختګونولپاره لوی لوی ګامونه پورته شوي وو، د ملکي امریکایانو لویې ډلې دغلته حتی له کورنیو سره دېره شوې وې، خو اوس استخباراتي ناوړو لومو او چلوټو کې را ګېر دی او خلک یې له جګړو ډېر ستړي دي.
هلمند د افغانستان د ثقل مرکز ګڼلی شو، دغه ولایت له شر اچونکي پاکستان سره بې کنتروله او اوږده پوله لري او که هلمند په کرار شو نو داسې بویه چې افغانستان په کرار دی، د خلکو دا اقدام چې د سولې د ټینګښت لپاره شوی، د ستاینې دی، په ولایتي ادارې ده چې د سر امنیت یې وساتي، په تېرو اولسو کلونو کې چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف پوځي ماموریت افغانستان کې پیل شوی او هلمند د جګړو او وینو توېیدنو اصلي مرکز و او دی، په کې د ولس دا زړور اقدام لومړنی هغه دی چې د جګړې له ښکېلو خواوو په کې په ډاګه سوله غوښتل کیږي.
د هلمند ترڅنګ د وري په اوومه چې د مارچ اووه ویشتمه کېده، تاشکند کې د افغانستان په هکله نړېواله غونډه جوړه شوه، سیمه کې افغانستان د زړه رول لري او چې زړه ناکرار وي هغه د ارواښاد سعدي وینا ده چې د بدن نور غړي کله غلي پاتې کیدای شي. د سیمې قدرتونو هم دا مساله درک کړې ده، ځواکمنه روسیه چې د پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته کوي تر نورو زیات دې مسالې ته متوجه شوې ده، له همدې کبله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تاشکند ناستې په څنډو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لېدنه کې وړاندیز کړی چې د افغانستان په هکله درې اړخیزه غونډه د کابل، مسکو او واشنګټن تر منځ جوړه شي، ولسمشر د دې وړاندیز هرکلی کړی او بهرنیو چارو وزارت بیا له امریکا او روسیې غوښتي چې خپل تضادونه افغانستان کې ونه پالي او دغلته د همکاریو په اډانه کې کار وکړي، کابل وایی، افغانستان باید د دې هېوادونو د مخامختیا نه بلکې د همکاریو ځای وګرځي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمني کې هڅه دا وه چې له لویدیځو هېوادونو او سیمې سره اړیکوکې باید تعادل وساتل شي، وروسته د هغه حکومت هم هغه د چا خبره یو بغله شو او د سیمې په غېږ کې ولوېد له لویدیځ په ځانګړې توګه امریکا سره یې په ظاهر کې ټکر راغی چې دا سیاست د افغانستان په ګټه نه و او ښه ده چې د هغه حکومت پای ته ورسېد او د چارو واګې محمداشرف غني په غاړه واخېستې.
نوموړي خپل بهرنی سیاست د یوه منظم پلان له مخې ترتیب کړ، د اړیکو پالنې ته یې پنځه کړۍ ترسیم کړې او په دې برخه کې یې ښه کارونه پیل کړل، د کرزي صاحب په واکمنې کې افغانستان په اقتصادي برخه کې د پاکستان تر سلطې لاندې و، د تورخم دروازې د یوې ورځې بندېدو کابل کې قیامت جوړاوه، خو ولسمشر غني دغه سیاست بدل کړ او د سیمې هېوادونو ته یې خپل سفرونه پیل کړل، ډېر ژر یې په اقتصادي برخه کې په پاکستان د افغانستان بې حده اتکا را کمه کړه، په سیمه کې یې د اقتصادي همکاریو کړکۍ پرانیسته، د منځنۍ آسیا هېوادونو ته یې د سویلي آسیا په بازارونو د لاس رسي هڅه وکړه او سویلي آسیا یې له مرکزي آسیا سره ونښلوله.
د ولسمشر غني بله ښه هڅه دا ده چې په حکومت کې یې د سمونونو لړۍ ښه پیل کړې ده، د هغه څلور کلن امنیتي پلان امریکا او ناټو تایید کړی دی، د دې پلان په تطبیق سره به افغان ځواکونه پیاوړي شي، ځانګړي ځواکونه به دوه برابره شي، او هوایی ځواک کې هم د شپږ میلیارد ډالرو پانګونه کیږي.
دڅو لسیزو ناخوالو د لرې کېدو لپاره باید شپه او ورځ هڅې وشي، په اوسني حکومت کې چې د یوه سیاسي جورجاړي پایله ده، نیمګړتیاوې هم ډېرې دي خو ښه اړخونه هم لري چې عام ولس پرې پوهیږي.
په حکومت کې هر اړخیز او ژور سمونونه، په عدالت د خلکو لاس رسی چې په روڼ ډول سره وي، له اداري فساد او د دې ناوړه پدېدې له نورو ډولونو سره جدي مبارزه، متوازنه پراختیا،د قوم پالنې پر ځای د استعدادونو پالل هغه څه دي چې له وسلوالو مخالفینو د جګړو د دوام پلمه اخلي، هغوي له خلکو سره ناستو پاستو کې همدا موارد یادوي چې په خبره یې حکومت کې شتون لري.
د حکومت قضا او عدلي نظام په فساد ککړ دی، ولسمشر هم دې برخه کې ډېرې اشارې کړي او د لوړې مراسمو په مهال یې هم دې برخه کې د پراخو ستونزو یادونه کړې وه، ولې خلک د حکومتي عدلي او قضایی بنسټونو پرځای طالبانو ته د خپلو حقوقي ستونزو د حل لپاره ورځي، دلیل یې دا دی چې دې بنسټونو کې پراخ اداري فساد شتون لري، که یو څوک بډایه وي، که ناحقه دعوا هم وکړي، ګټي یې، او که مقابل لوری تش جیب وي، په دعوا کې به خپل ملکیت وبایلي، خو طالبانو کې داسې څه نشته او حق حقدار ته سپارل کیږي، نتیجه دا شوه چې ولس د حکومت پر ځای په طالبانو باور کوي، هغوي ته د یوې معتبرې مرجعې په توګه ګوري او د هغه باور له کبله یې چې په دې وسلوالې ډلې لري، له حکومته مخ اړوي او همدا ده چې د حکومت او ولس تر منځ واټن پیدا کیږي.
حکومت دې د سولې د ټینګښت لپاره د پوځي هڅو تر څنګ ملکي هڅې هم تېزې کړي، په لرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې دې د ښه حکومت بیلګې وړاندې کړي، چې خلک خپل انتخاب کې دقیق شي.
د حکومت بل ستر ماموریت اووه نویم کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې دي، خو دې برخه کې د حکومت لوی مسوولیت رڼې ټاکنې دي، په تېرو کلونو کې چې کومې ټاکنې شوي، یو له بله بدتره وې، خو دغه کېدونکې ټاکنې چې د ملي یووالي د حکومت په وروستیو کې کیږي، باید رڼې او له نورو هغو په ښکاره توپیر کې وي، دې ټاکنو ته باید منظم پلان جوړ شي، ټولو ته دې د رایو ورکولو زمینه برابره شي، یوه سیمه دې د ناامنې په نوم د بلې سیمې نه قرباني کیږي هر څوک حق لري چې د خپلو ستونزو د حل لپاره وکیل ولري، د سیمې وکیل یې د سیمې دی او په درد او رنځ یې له نورو ښه پوهیږي، د حکومت بل مسوولیت سوله ده، په دې برخه کې د سیمې، نړۍ، افغانستان او خلکو هڅې پیل شوي او هیله لرو چې دا هڅې به یو ورځ رنګ راوړي.
د حکومت بل ستر مسوولیت دا دی چې برښنایی تذکرې وویشي، دغه تذکرې د خلکو لویه غوښتنه ده او مخکې له دې چې وخت تېر وي، دغه کار باید تر سره شي.
پای