کور / سياسي / بوزک – بوزک نمور کې جوې لغمان مېرسه!

بوزک – بوزک نمور کې جوې لغمان مېرسه!

محمدزمان ستانکزی

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد اړېکې دا مهال تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې او تر ټولو ټیټې کچې ته را لویدلي، شاهدخاقان عباسي کابل ته د سفر موزې پښو کړي او له افغان چارواکو سره به په دوه اړخیزو اړیکو او نورو مسایلو خبرې کوي.

د پاکستان لومړی وزیر داسې مهال کابل ته راځي چې پاکستان د خپل دوه ګوني چلند او لوبې له امله اوس په ظاهر کې د امریکا او نورو متحدینو تر سخت فشار لاندې دی. له پاکستانه د کابل د کلونو کلونو یوه لویه غوښتنه دا وه چې خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه بند کړي، خو پاکستاني چارواکي بیا د دې خبرو په بابېزه بللو ادعا کوي چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي کومه ادعا چې تر اوسه په عمل کې ثابته شوې نه ده.

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې د ډېورند کرښې په سر ویشلي دي، کابل او افغانان یې تپل شوې او فرضي کرښه بولي خو اسلام آباد یې رسمي پوله. دغلته بله لویه ستونزه دا ده چې امریکا او نور ملګري یې هم د پاکستان په خوا کې دي او هغوي هم دا رسمي پوله بللې ده، په هر حال دا مساله ډېره جدي ده او د عباسي او غني په راشه درشه هم نه هواریږي، دا ولس دی چې په دې هکله پرېکړه کولی شي حکومتونه د دې ستونزې  د حل توان نه لري.

شاهد خاقان عباسي له کله چې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په سفر راځي.  د هغه دې کېدونکي سفر ته سر له اوسه تمې دا دي چې لږ ترلږه به دا سړې اړیکې یو څه تودې شي،  د بې باوریو او پر یو او بل به د تورپورې کولو لړۍ ختمه شي، خو فکر نه کوم چې داسې دې وشي، خلک هم پاکستان او هم افغانستان کې پوهیږي چې موضوع څه ډول ده، هلته(پاکستان ) کې پوځ واکمن دی، هغه پوځ چې له اسلامي توند لارو سره نږدې اړیکې پالي او د اسلام له نوم په ناوړه ګټې اخېستو هم هند ګواښي او هم  افغانستان.

پاکستاني پوځ نه غواړي چې افغانستان کې سوله وي، که زر ځله ورشو او زر ځله ورته زارۍ وکړو، هغوي نه قانع کیږي، پاکستاني پوځ دې پایلې ته رسېدلی چې په جګړو کې ګېر افغانستان دوي ته له با ثبات افغانستان په ځلونو غوره دی، که څه هم جګړه ځپلي افغانستان کې پاکستان هم تاوان کوي، خو پاکستاني پوځ وایی، دا تاوان منلی شي خو دا نه شي منلی چې دواړو خواوو ته یې ځواکمن  حکومتونه وي دا یې په زغرده نه دی ویلي، خو په ښکاره دغه پالیسي پر مخ وړي. پاکستاني پوځ وایی، په هند کې د یوه پیاوړي حکومت  تر څنګ که چېرې کابل کې پیاوړی حکومت وي، اسلام آباد به په اتومات ډول له صحنې ووځي او په دې سره به دوي حتی خپله خاوره له لاسه ورکړي.

د پاکستان ملکي حکومتونه  بیا د افغانستان په تړاو بل ډول نظریات لري، هلته ملکي حکومت وایی که افغانستان کې جګړه وي، پاکستان پرمختګ نه شي کولی او اړینه ده چې په افغانستان کې د وینو توېیدو مخه ونیول شي، خو ملکي حکومت واک نه لري، بهرنۍ تګلاره په  ځانګړې توګه د کابل او نوي ډيلي په هکله د اسلام آباد د تګلارو څرنګوالی له پاکستاني پوځ سره دی. هغه پوځ چې سیمې او نړۍ ته بنسټ پالنه خوروي اوله ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې پالي.

د حل لاره!

د حل لاره دا مهال دا ده چې  کابل نور د پاکستاني چارواکو په غوړو- غوړو ژمنو ونه غولیږي، هغوي په ژبه یو څه وایی خو کوي بل څه، دا یې اصلي تګلاره ده، د وخت ضایع کولو تګلاره که مو په یاد وي، هر ژمی پاکستان له طالبانو سره د خبرو مساله مطرح کوي خو په پسرلي او اوړي کې د جګړو کېسې وې، د ښارونو د  نیولو او ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا کېسې او خبرونه.

د اوسني حکومت یوه ښه ځانګړنه په دې کې ده چې  د سر سړی یې په دې پوهېدلی چې پاکستان ور سره د یوه ښه ملګري چلند نه کوي، ولسمشر غني پاکستان د بمونو کارخانه بولي او وایی، هغه هېواد ته یې د دولت – په دولت خبرو وړاندیز کړی، په دې سره ولسمشر څه ویل غواړي، زه به یې تشریح کړم.

اسلام آباد د یوه خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان پر ځای غلام او محتاج افغانستان غواړي، داسې افغانستان  چې د هرې پرېکړې واک یې له پاکستان سره وي، بهرنۍ تګلاره یې کابل کې نه بلکه پنجاب کې جوړه شي، له هند سره یې اړیکې د یوه خپلواک هېواد په توګه نه بلکې د پاکستان له کړکۍ عیارې شي، هغه پاکستان چې هند  خپل لوی دښمن بولي.

دښمن – دښمن دی او پښتو کې یو متل دی چې وایی((-  د ژمي په توده او د دښمن په خوږه مه تېروځه!))

د پښتو دغه متل کابل ته ور ښودلی شي چې د پاکستان په هکله څرنګه پالیسي خپله کړي، هغوي (پاکستانیان) تل په خوله ښې خبرې کوي خو کارونه یې عمل کې بل څه را خیژي.

ولسمشر غني په اقتصادي برخه کې په پاکستان د افغانستان اتکا پای ته رسولې، اوس دې د ده حکومت په ټول ځواک سره کار وکړي چې هغه هېواد کې مېشت افغانان بېرته په خېر سره خپل اصلي ټاټوبي افغانستان ته را وګرځي.

په خپلو تګلارو کې پاکستان باید نړیوالو ته یو ظالم او نیواک ګر ګاونډی معرفي کړي، افغانستان دې په دې حساس پړاو کې داسې لوبه نه کوي، چې په زیان یې تمامه شوي وي، پاکستان ډېر هوښیار او چالاکه دي، هر کله چې پرې یو مصیبت راغلی لاسونه او پښې یې اچولي هڅې یې کړي چې ستونزې په فرصتونو بدلې کړي، هغه د ولسمشر غني په وینا.

مونږ ته چې اوس له ډېرو کلونو وروسته یو فرصت په لاس راغلی، باید دغه فرصت له لاسه ورنکړو، مسوولین مو باید ډېر هوښیار وي، سیمه کې دې فعاله دیپلوماسي پیل کړي، ټولو ته دې د جګړې اصلي بڼه ور وښیی چې څه ډول ده، چیرې یې ریښې دي او څرنګه په مخ ځي. مخکې له دې چې مسکو وغولیږي او پاکستان غلبه وکړي، باید هر څه کنترول وي، کابل کې خپلمنځي اختلافونه په درد نه خوري، اوس چې د سیاسي ناندریو یوه لویه برخه حل شوې منظور مې د ارګ او عطا محمد ناندرۍ وې، پام مو باید د پاکستان هر اقدام او پرېکړې باندې ور ټول وي، په وړاندې یې مونږ باید د حل لارې  له وړاندې لټولي وي.

که هغوي(پاکستانیان) مونږ ته په سرو لمبو کې ښکلي او شنه ځایونه را ښیی دا به زمونږ سادګي وي چې  منو به یې، هغوي تل مونږ تېر ایستلي یو او تل یې راته دوکې راکړي، نور بس ده او باید ونه غولیږو – له دې متل باید لویه زدکړه وشي.

بوزک – بوزک نمور که جو لغمان مېرسه!

دې کې لوی مبحث پروت دی، او پاکستان تل د افغانانو د ضعف ټکی نیولی او ترې په هر ځای کې د ځان په ګټه کار اخلي خو مونږ یواځې قرباني ورکوو، نور بس ده او د ولسمشر غني په خبره وخت یې دی چې ستونزې په فرصتونو بدلې کړو.

پای