کور / راپور / د مومندو ايجنسۍ مشران د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ جرګه سوي

د مومندو ايجنسۍ مشران د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ جرګه سوي

په پېښور کي د مومندو قومي جرګي د پښتون ژغورني د غورځنګ په ملاتړ سره جرګه سوي او ويلي يې چي د اپريل پر ۸ به په ولسي ناسته کي چي د پښتون ژغورني غورځنګ لخوا دايريږي په پراخه کچه ګډون کوي.

د مومندو دا جرګه د پښتون ژغورني غورځنګ لخوا رابلل سوې وه چي د مومندو اجنسۍ مخورو او مشرانو پکي ګډون کړی وو.

په دې غونډه کي د مومندو مشرانو پرېکړه وکړه چي د پښتنو د ژغورني لپاره به هر ډول مرستي وکړي او په دې لار کي به د پښتون ژغورني غورځنګ د پروګرامونو سره يوځای سي، ترڅو پښتانه خپل حقونه ترلاسه کړي او په دې برخه کي به د ياد غورځنګ لخوا پلان سوې لويه غونډه چي د اپريل پر ۸ به جوړېږي په بشپړ ملاتړ به ګډون پکي کوي.

د مومندو دا جرګه چي د پښتونخوا ولسي تحريک د مشر ډاکټر سيد عالم مسيد په مشرۍ جوړه سوې وه، او ګڼ شمېر مدني فعالانو، زده کونکو، سياسيونو او مخورو پکي ګډون کړی وو، دا څرګندوني پکي وسوې چي د پښتنو سره د روان ظلم او ستم پر وړاندي به نور چوپه خوله پاتي نه سي او په دې برخه کي به ترهغو خپلو مبارزو ته دوام ورکوي ترڅو چي خپلو هدفونو ته نه وي رسېدلي.

دا او دې ته ورته غونډي د اپريل د اتمي جلسې د ملاتړ لپاره په لره پښتونخوا کي دايريږي، ترڅو پښتانه د همدې ستري غونډي لپاره تيار اود هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.