کور / راپور / سعودي عربستان: د افغان سولي لپاره هرډول مرستي ته چمتو يو

سعودي عربستان: د افغان سولي لپاره هرډول مرستي ته چمتو يو

د وال سټريټ ژورنال د راپور له مخي سعودي عربستان ويلي په افغانستان کي د سولي لپاره هر ډول همکاريو ته تيار دی.

د راپور په وينا سعودي چارواکي وايي په افغانستان کي به د سولي لپاره د ټولو لارو چارو څخه کار واخلي او په دې برخه کي به د افغانانو سره تر وسه مرسته وکړي.

افغان جګړه چي د امريکا لپاره ترټولو اوږده جګړه ده د ختمولو لپاره يې نړيواله ټولنه او افغان چارواکي پرلپسې هلي ځلي کوي.

سعودي عربستان چي د امريکا يو پياوړی متحد دی امريکايي او افغان چارواکي ترې تمه لري چي  طالبان د خبرو مېز ته پر کښېنولو قانع کولای سي او کېدای سي سعودي د سولي د ضامن په توګه رول ولوبوي.

د کارپوهانو په اند د سعودي ديني نفوذ او د طالبانو سره پخوانۍ اړيکو افغان او امريکايي چارواکو ته تمه ورپيدا کړې چي سعودي به د سولي په راوستلو کي رغنده او کامياب رول ولوبوي، خو کېدای سي رياض په دې برخه کي د ډېرو ننګونو سره مخ سي.

د ورځپاڼي په وينا د امريکا د سنا مجلس د دې هلوځلو مشري کوي چي څلورو هيوادونو امريکا، افغانستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د سولي لپاره راپيل کړي دي.

په افغان سوله کي د سعودي او متحده عربي اماراتو د ګډون لپاره د مارچ پر ۲۳ نېټه د افغانستان د ملي امنيت مشاور حينف اتمر په امريکا کي د سعودي او عربي اماراتو له چارواکو سره خبري کړي وې.