کور / تازه خبرونه / طالبان د لسو بېلابېلو بريدونو او لاسته راوړنو دعوه کوي

طالبان د لسو بېلابېلو بريدونو او لاسته راوړنو دعوه کوي

لشکرګاه ته نژدې ددښمن پر ګډکاروان بريدترسره شو


قاري / يوسف احمدي 2008-07-17


نن غرمه دولس بجې ، د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه ته څیرمه د ناوې ولسوالۍد “عينک” په سيمه کې د لشکرګاه ـ ګرميسرترمينځ پرغزيدلي سړک  د اسلامي امارت د مجاهدينو له خوا دبهرنيو او کورنيو عسکر و پر ګډ پوځي کاروان بريد ترسره شو .


د خبر له مخې برید چې ديوه کمين په ترڅ کې ترسره شوی ، له امله يي د خارجي يوټانګ اود کورنيو عسکرو پيکپ موټر د راکيټونوخوراک شوي اوپکې ناست درې تنه خارجي او پنځه تنه کورني عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نوريي ټپيان شوي هم دي .


تر بريد وروسته سيمه ددښمن له خوا محاصره شوي ، وژل شوي عسکر يي د خپلومرکزونو په لور ليږدولي  اوويجاړکړای شوبلي يي اوس هم دبريدپه ځای کې پرتې دي .


نورستان کې اته اکمالاتي موټروسوځول شول


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-17


تيره شپه، د نورستان ولايت د غازي آباد ولسوالۍ د “جلاله “په سيمه کې د اسلامي امارت د قهرمانو مجاهدينو له لوري د امریکايي عسکرو پر لوژستيکي کاروان چې ددوی مرکزونوته يي خوراکي او نظامي توکي ليږدول ، د یوه بريد په ترڅ کې وسوځول شول.


د خبر له مخې د بريد په پيل کې د کاروان امنیتي عسکرو پښې سپکي کړي او وورسته مجاهدينو اته عرادې اکمالاتي موټر چې کانتينر پکې بار وه ، ځای پر ځای سوځولي دي .


تربريد وروسته ،د موټروچلونکي مجاهدينو د زياتو تحقيقاتو لپاره د ځانو سره د خپلومرکزوپه لور بيولي دي .


دامریکايي عسکرو اته اکمالاتي موترونه په داسي حال کې له منځه وړل کيږي چې څلور ورځي وړاندې ددې ولايت د” وانت وايګل “ولسوالۍ د مجاهدينو له خوا د مخامخ جګړې په ترڅ کې دامريکايي عسکرو څخه نيول شوي اوپکې ترديرشو زيات بهرني عسکر مړه او ياخوسخت ژوبل شوي چې ځيني يي اوس هم لادرکه دي .


 


ننګرهارکې د داخلي عسکرو دوې پوستې له منځه تللي


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-17


تيره شپه دولس بجې ،د ننګرهار ولايت د ګوشتي ولسوالۍ د “ګزري” په سيمه کې هغه مهال د ګوډاګۍ ادارې دعسکرو دوې امنيتې پوستې له منځه وړل شوي چې کله د اسلامي امارت مجاهدينوپه سیمه کې د دوی پر مرکزونو يوه پراخ اومخامخ بريد ترسره کړ .


په بريد کې ددښمن دوې پوستې په بشپړه توګه فتحه شوي اوپکې اوسيدونکي عسکر چې شمير يي نهه تنوته رسيدی ، ځای پرخاي وژل شوي او ګڼ شمير نور د برید په پيل کې د پيښې له ځای پښې سپکي کړي .


تربريد وروسته مجاهدينو د پوستوودانيو ته اور اچولی اود وژل شوو عسکرو وسلي او نور مهمات يي ولجه کړي او وړي  دي .


په بريد کې يو تن مجاهد هم سرسري ټپي شوی دی .


 


خوست اوبدخشان کې دامریکايانو پر مرکزونوتوغندي ويشتل شوي


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-17


نن سها رمهال ،  د خوست ولايت د صبريوولسوالۍ د “خلبسات” په سيمه کې د امريکايي عسکرو پربيس باندې د اسلامي امارت دمجاهدينو له خواشپږتوغندي ويشتل شوي چې ځيني يي د دښمن د وسلو پر يوه ډيپو اونوريي د امريکايي عسکرو پر بلاکونولګيدلي ، خو د ځاني تلفاتوپه اړه يي دمګړۍ معلومات نه ي په ډاګه شوي .


دارنګه تيره شپه د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد کې د مجاهدينو له لوري د پي. آر.ټي پر دفتر چې هوايي ډګر ته څيرمه پروته دی ، د B.M  يو دستګاه په واسطه څلورتوغندي ورتوغول شوي چې په نتيجه کي يي ددښمن په دفتر کې ولاړوخيمو اوراخيستی اوپکې اوسيدونکي عسکروته يي مرګ اوژوبله اړولي ،  خو ددقيقې شميرې په اړه يي تر اوسه کوټلي معلومات نه دي  ترلاسه شوي .


 


کندهارکې دکورنيوعسکرويوموټر په ماين والوزول شو


قاري / يوسف احمدي 2008-07-17


تیره ورځ مازديګر مهال، د کندهار ولايت دډنډ ولسوالۍ د”بلندي” په سيمه کې داسلامي امارت د مجاهدینو له خوا د ګوډاګۍ ادارې دعسکرويوپيکپ موټر په يوه ځمکني ماين والوزول شو .


خبرزياتوي چې په چاودنه کې ددښمن موټر ويجاړ کړای شوی اوپکې ناست عسکر چې شمیر يي اووتنوته رسيدی ، ځای پرځای وژل شوي دي .


تر چاودنې وروسته سيمه ددښمن له خوا کلابنده شوي اووژل شوي عسکر يي د مرکزونوپه لور ليږدولي ا ويوشمير بي ګناه کسان يي د چاودنې سره د تړاو په تورنيولي دي .


اوه تنه کورني عسکرپه داسي حال کې وژل کيږي چې تيره ورځ سهار مهال ددې ولايت د ژړۍ ولسوالۍ د کندهار -هرات پرلويه لاره د سرټګ په سيمه کې د مجاهدينو له خوا د یوه بريد په ترڅ کې ددښمن پنځلس عرادې دټيلو ډک ټانکرونه سوځول شوي وو چې تر ماښامه يي  لوخړي اولوګي په ليري واټن کې ترسترګوکيدل.


 


کابل ښار يوځل بيا دتوغنديوتربريدلاندې راغی


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-17


تيره شپه ،دکابل ښار د دارالامان په سړک د “سکارټ” پر غونډۍ چې د ګو ډاګۍ ادارې د دفاع وزارت د منسوبینويوه ليواپکې ميشته ده ، داسلامي امارت دمجاهدينو له خوا څلور ميزايل وروتوغول شول .


ترتوغولوسمدستې وروسته ددښمن له خوا ګڼ شمیر چورلکوته پروازونه ورکول شوي او په شاوخوا سيمو کې يي ځوابي بريد کړی ، خو مجاهدينو ته پکښې زيان نه دی اوښتی .


څوشپې مخکې هم ددې ښار د مرکز ي قول اردو پر ودانۍ چې د کابل ښار په زړه کې د ارګ سره څیرمه پرته ده ،د مجاهدينو له خواګڼ شمیر توغندي ويشتل شوي وو ،چې له امله يي ودانۍ ته د سخت زيان سربيره دښمن ته يي درنده مرګ اوژوبله هم اړولي وه .


 


پکتيا کې ديوه بريد له امله ددښمن څلورموټرويجاړکړای شول


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-17


نن سهار اته بجې ، د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو څلورموټر هغه مهال ویجاړکړای شول ، چې کله د اسلامي امارت مجاهدينو د دوی پر پوځي اواکمالاتي ګډ کتار د پکتيا ولايت د وزي ځدران ولسوالۍ د خوست – ګرديزپه لويه لاره  د”غورکي” په سيمه کې د يوه کمين په ترڅ کې خونړۍ بريد ترسره کړ .


د ورکول شوي خبر له مخې ،په بريد کې ددښمن ددووسرف ډوله جيپانوپه شمول دوه پيکپ موټر له منځه تللي اوپکې ناست عسکر چې شميريي دولسوتنوته رسيدی ځای پر ځای وژل شوي او ګڼ شمیر نورو په ټپي حالت کې د تيښتې لاره خپله کړي ده .


تربريدوروسته لويه لاره د مجاهدينو له خوا ددښمن په وړاندې تړل شوي ا،ويجاړکړای شوي څلورواړه موټرونه اووژل شوي عسکر دمګړۍ د لارې پر سرپاتي دي .


داچې بريد د يوه کمين په لړ کې ترسره شوی ، نو مجاهدينوته پکې زيان نه دی اوښتی .


 هلمندکې د انګريزانودوه نور ټانګونه په ماينونووالوزول شول


قاري / يوسف 2008-07-17


نن سهار نهه بجې  ، د هلمند ولايت د سنګين اوګريشک ولسواليو په اړوندوسيموکې داسلامي امارت دمجاهدينو له خوا د انګریزانو دوه زغروال ټانګونه د ځمکني ماينونوپه واسطه والوزول شول .


د خبر له مخې لومړۍ ددې ولايت دسنګين ولسوالۍ د” ښوراوګاري” سره د اشغالګرو انګريزانويوزغروال ټانګ چې خپل مرکز ته په لاره وو ، په ماين ويجاړ شوی اوپکې سپاره شپږ تنه عسکر وژل شوي دي .


دوهم ددې ولايت دکريشک ولسوالۍ د ميرمنداب د” امير پايند” له غونډۍ سره د اشغالګروانګريزانو یوه ټانګ په ماين ختلی چې له امله يي ددښمن ټانګ ټوټه ټوټه شوی اوپکې ناست عسکر چې شمير يي پنځوتنو ته رسيدی ، ځای پر ځای وژل شوي دي .


ديادوني وړ ده چې دتيرماښام راهيسې داشپاړمه چاودنه ده چې په سيمه کې  د مجاهدينو له خوا پر اشغالګروانګريزانوترسره کيږي چې له امله يي ددښمن پنځه ټانګونه ویجاړ اوپکې ترڅلويښتوزيات انګريزان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوي دي .


 


غزني کې په دووبریدونوکې ددښمن دوه موټرله منځه لاړل


ذبيح الله / مجاهد 2008-07-17


دهغودووجلاجلابریدونوکې په ترڅ کې چې نن سها راته نيمې بجې ، د غزني ولايت په مرکز او ددې ولايت د اندړوپه لسوالۍ کې د اسلامي امارت دمجاهدينو له خواد کمينونوپه لړ کې پر کورنيوعسکرو ترسره شول ، له امله يي ددښمن دوه پيکپ موټر له منځه لاړل .


د خبر له مخې په لومړۍ بريد کې چې د غزني ښار د” زوج” په سيمه کې ترسره شوی ، په ترڅ کې يي ددښمن سرف موټر ويجاړ اوپکې سپاره عسکر چې شمير يي څلوروتنوته رسیدی، ځای پر ځای وژل شوي دي .


دوهم بریدپه همدې وخت ددې ولايت د اندړوولسوالۍ د”نظرخان” په سيمه کې پر کورنيوعسکرو ترسره شو، له امله يي ددښمن يوسرف موټر ويجاړاوپکې ناست څلور تنه عسکر وژل شوي او دوه تنه ټپيان شوي هم دي .


په بريدونوکې مجاهدينو له دښمن څخه يوشمير وسلې ولجه کړي هم  دي  .


 


سنګين کې دڅوارلسوچاودونوله امله دوه ديرش تنه انګريزان وژل شوي


قاري/ يوسف احمدي 2008-07-17


تيره ورځ مازديګر مهال دهغو څوارلسوچاودونوپه ترڅ کې چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په اړوندوسيمو کې د اسلامي ا مارت دمجاهدينوله خوا ددښمن پر ټانګونواوپلي عسکرو ترسرشوي ، له امله يي دوه ديرش تنه انګريزان ووژل شول او نورګڼ شمیر ټپيان شوي هم دي .


دراپورله مخې ، درې چاودنې ددې ولسوالۍ د سنګين مانده ، چرخکيانومانده او توري شاه په سيمو کې ددښمن پر ټانګونود ځمکني ماينونوپه واسطه  ترسره شوي ، له امله يي ددښمن درې واړه  ټانګونه ويجاړ اوپکې ناست عسکر چې شمير يي دولسوتنو ته رسيدی ،ځای پر ځای وژل شوي او ګڼ شمير نوريي ټپيان شوي هم دي .


دارنګه يوولس نوري چاودنې ددې ولسوالۍ په بازار کې د”حاجي فتح محمد پيچ “او  د “مجيدخان “له چوک سره ددښمن پر هغوپلي عسکرو ترسره شوي چې له خپلومرکزونوڅخه دسنګرونوپه لورپلي روان وه  .


په يوولسو چاودونوکې چې په يوه تکتيکي ډول  يوه په بلي پسې د پرسونل ضد ماينونوپه توسط ترسره شوي ،په ترڅ کې يي  ددښمن شل تنه انګريزان وژلي او ګڼ شمير نوريي ټپيان کړي دي  .


څوارلس واړه چاودنې د تيرمازديګر او ماښام ترمينځ د يوه ساعت په تيريدوسره رامينځته شوي  دي .


تردرندوخونړيوچاودونووروسته ، سيمې ته ددښمن ګڼ شمير چورلکې راغلي چې د شپې تر ناوخته يي مړه او ژوبل عسکر دخپلو نورومرکزونوپه لورليږدول .


ديادوني وړ ده چې د “عبرت” د عملياتوله پیل راهيسې داترټولودرنده مرګ اوژوبله ده چې د مجاهدينو له خوا ودښمن ته د درندوچاودونوپه ترڅ کې ددوی پلي عسکرو ته اوړيدلي ده  .