کور / سياسي / ګټه که تاوان؟

ګټه که تاوان؟

لیکنه: محمدزمان ستانکزی

ګټه او تاوان د هر کار، د هر خوځښت، د هرې پریکړې او……. دوه نه شلېدونکي اړخونه دي. دا په هر کس پورې اړه لري چې څه ډول پر مخ ځي څو یو له دې دوو سره مخ شي.

افغانستان په دې له توطیو ډکه خاورینه کره(ځمکه) کې له راز راز آزموینو سره مخامخ شوې دی، په زیاترو مواردو کې د ناسمو پرېکړو په دلیل مونږ د ګټې پر ځای تاوان کړی دی. افغانان د نیواک په ضد خلک دي چې د آزاد ژوند غوښتنې ولوله یې د ستاینې ده، خو په سیاسي تعاملاتو کې دغه ولس تل د ګټې پر ځای تاوان کړی دی. انګرېزانو ته یې درې ځله غاښ ماتونکې ماتې ورکړي خو په سیاسي ډګر کې بیا دا انګریزان و چې ګټه یې کړې نه افغانان.

اوس هم همدا کیسه روانه ده، او افغانان په پرله پسې ډول تاوانونه کوي. له تاریخ ولې زدکړه نه شو کولی، ولې له تېرو څخه په عبرت اخیستو  د مخته تګ  پلان نه شو جوړولی؟ دا هغه پوښتنې دي چې باید ځواب شي، زمونږ ولس په دې ۲۱ پیړۍ کې د غفلت په داسې درانه خوب وېده دی چې د بېدارولو لپاره یې باید کار وشي.

په زدکړو د ټولو افغانانو لاس رسی هغه څه دی چې زمونږ په توپانونو کې دا را ګیر ګوډه ماته بېړۍ د مقصد ځای ته رسولی شي، د افغانانو لویه ستونزه دا ده چې ژر تېر ایستل کیږي، دغه اوسنی جګړه هم د نورو شومې موخې پالي، د نورو ګټو لپاره مونږ تاوانونه کوو، کورونه مو له جنازو ډک دي، غمونو همدلته نوکري اخیستې د خوښیو په محفلونو مو بمونه لویږي، د دې حالت د پای ته رسولو لپاره لومړی باید ښځه او نر، کوچنی او زوړ بې له کوم توپیر زدکړې پر مخ یوسو، په هره برخه کې زدکړې کولی شي چې ستونزې حل کړي.

په کلیوالي او حتی ښاري سیمو کې د ټولنې یو وزر چې نجونې او ښځې دي، همداسې منزوي ساتل کیږي چې دا په راتلونکې کې د ښېرازه ټولنې  تصور له منځه وړي. ټولنه به هغه وخت په خپلو پښو دریږي، چې دغه مفکوره له منځه یوسو، دا تحلیل ناسم دی چې ښځه یا د کور ده یا د ګور!

نه، هیڅکله نه!

د اسلام د ستر پیغمبر لومړنۍ ښځه حضرت خدیجه رض هغه بي بي وه چې سوداګریز فعالیتونه یې کول، هغې ټولنه کې له دې لارې خپل کردار ادا کاوه او دا یې ښودله چې ښځه هر ډګر کې ځلیدلی شي،  نو دې ته په کتو سره ویلی شو چې ښځه د کور  ده یا د ګور منطق اصلا د منلو نه دی او هیڅ علمي  ریښه نه لري.

حکومت مو مکلف دی چې ټولو ته د برابرو زدکړو زمینه برابره کړي،  دا باید ونه ویل شي چې دا کومه او دا کومه سیمه ده، په زدکړو د ټولو افغانانو برابر لاس رسی شته ستونزې هوارولی شي، زمونږ هېواد یوه اسلامي ټولنه ده، دغلته نږدې ټول خلک مسلمانان دي، نو ساینسي زدکړې مو باید دیني او دیني زدکړې مو ساینسي شي.

په دې سره مونږ کولی شو یو داسې انجینر، داسې ډاکټر، داسې ژورنالست او….. ټولنې ته وړاندې کړو چې د مسلکي زدکړو تر څنګ په دیني زدکړو هم سمبال وي، هغه بیا کولی شي چې خپلو ورځنیو چارو کې سم پر مخ ولاړ شي او ټولنه په ښه لور رهبري کړي. همداسې مو په دیني مدرسو کې په زدکړو بوخت طالبان را واخله، هغوي باید د دیني زدکړو تر څنګ په عصري او ساینسي زدکړو هم سمبال شي.

په دې سره کولی شو هغه حساسیتونه لرې کړو چې د دواړو دې علومو په وړاندې په هرې خوا کې شتون لري. اسلام د اعتدال او ورور ولی دین دی، په دې پیړۍ کې چې تکنالوژي لوی انقلاب جوړ کړی او په وړو مبایلونو کې مو ټوله نړۍ ځای کړې، د زغم وخت دی، د دې وخت دی چې ټول انسانان خپلو کې سوله ییز ژوند وکړي.

افغانستان له دې اړخه ډېر زیان منونکی دی، د یوه داسې هېواد لخوا یې خلک استعمالیږي چې د اسلام پر ځای په کې انګریزی قانون چلیږي، د کابینې  وزیر یې د قل هو الله احد مبارک سورت نه شي قرائت کولی، ملا یې د اسلام پر ځای د اسلام آباد ګټې مهمې بولي.

افغانان باید په هره توګه چې کیږي، په پاکستاني مدرسو کې له زدکړو را وګرځول شي، هلته دوي  توندلاریتوب ته هڅول کیږي، غوږونه یې له دې ډک کیږي چې افغانستان کې هر څه وران کړه او دا مقدس جهاد دی. هغوي باید له دې حالته وژغورل شي دا اوس هم یو لوی ناورین دی او راتلونکې کې به داسې یو ناورین شي چې حتی کورنیو کې به هم لانجې را جوړې کړي.

که نور خلک د سوله ییز او آرام ژوند حق  لري، ولې افغانان ترې بې برخې دي، ولې تل د ګټې پر ځای تاوان کوو دا ځکه چې مونږ له هرې قضیې سره  لکه چې ښایی چلند نه لرو، هر څه الله پاک ته سپارو او  شپه په دې تېروو چې خدای مهربان دی توکل په هغه ذات.

اماخدای پاک په خپله فرمایلي چې د هر کس بدلون د هغه په ارادې پورې تړلی او څوک چې نه بدلیږي دی به یې بدل نه کړي، یعنې له دې ښکاري چې د هر کس د ګټې او تاوان پرېکړه له همدې کس سره ده ځکه خو انسان ته اشرف مخلوقات ویل کیږي چې د شعور تر څنګ عقل لري، نورو څارویو کې  عقل نشته، عقل دی چې انسان ته یې د تحلیل او فکر کولو ځواک ورکړی دی، او که مونږ افغانان لږ فکر وکړو، له ډېرو لویو مصیبتونو به خلاصی ومومو.

مونږ باید ټول په ګډه خپلو خلکو ته کار وکړو مونږ باید هغو  خلکو ته د رد ځواب ورکړو چې دغه ولس په قومونو او پرګنو ویشي، مونږ په کور دننه هم یو افغان یو او په بهر کې مو هم ټول د افغانانو په توګه پیژني. نو ویلی شو چې ګټه او تاوان د انسان د خپلې پرېکړې پایله ده، که هر څوک په دقت او هوښیاري سره ګام واخلي، ګټه به ضرور کوي او که څوک هر څه همداسې بې پلانه پریږدي نو روښانه ده چې تاوان به کوي.

پای