کور / راپور / ډاکټر عبدالله عبدالله: له ستونزو سره سره، راتلونکي ته هیله مندي ډېره ده

ډاکټر عبدالله عبدالله: له ستونزو سره سره، راتلونکي ته هیله مندي ډېره ده

په افغانستان کې د «کابل؛ د بابرشاه په واکمنۍ کې د مغولو د پاچاهۍ زانګو» تر عنوان لاندې هنري اثارو نندارتون د هېواد اجرائيه رئیس له لوري پرانیستل شو.

دغه نندارتون د افغانستان لپاره د امریکا د مطالعاتو انستیتوت او کابل ښاروالۍ له لوري په بابر بڼ کې ترتیب شوی و.

د دې نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د امریکا د مطالعاتو له مرکز، کابل ښاروالۍ، د امریکا او فرانسې له سفارتونو او پروفیسور مایکل بیري څخه مننه وکړه، چې د دې با ارزښته هنري اثارو نندارتون ته یې زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل، چې دغه هنري اثار د کابل د سوله ییز ژوند او د متمدنې حوزې روښانه تاریخ بیانوي، چې نوي نسل ته پر ځان د بسیاینې، اعتماد او هیله مندۍ زده کړې ورکوي.

اجرائيه رئيس وویل، دغه هنري اثار د کابل د زرین ژوند کیسې تازه کوي چې یو مهال د تمدني حوزې با ثباته او پرجماله ښار او د تمدنونو او همکاریو د عطف ټکی و.

ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې اوس هم په افغانستان کې نړیواله همکاري شتون لري، سره له دې چې ستونزې او ناخوالې شتون لري؛ خو ورسره د راتلونکي لپاره هیله مندي هم ډېره ده.

هغه د مایکل بیري له لوري د پخوانیو تاریخي اثارو څېړل او په فلزي تختو کې یې له سره رغول یو اساسي کار وباله او ویې ویل، چې ښاغلي بیري د افغانستان او افغانانو لپآره خورا ارزښتمنې ډالۍ برابرې کړي دي. اجرائيه رئیس وویل، چې دا کار نه هېرېدونکی دی.

اجرائيه رئیس زیاته کړه، نننی نندارتون له افغانانو سره مرسته کوی چې د راتلونکي لپاره د ښه ژوند او سوکالۍ ښه پر ځان حاکم و اوسي او د تېرې با ارزښته زمانې اهمیت درک کړي.

هغه دغه راز وویل، اطلاعات و فرهنګ وزارت ته یې دنده سپارلې چې په غزني کې د البیروني زیارت ورغوي او د هغه یاد تازه کولو لپاره علمي ناستې وکړي.

په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي هم وینا وکړه او ویې ویل، چې یو مهال افغانستان د فرهنګي حوزې مرکز و، چې د دې فرهنګي او تاریخي اثارو حفاظت او هویت ساتل یې اساسي دنده ده.

هغه وویل، دمګړۍ د کابل د فزیکي رغولو ترڅنګ دوی هڅه کوي چې کابل له معنوي اړخه هم ورغوي، تاریخي او هنري اثار یې ورغوي او هم په راتلونکی کې د دې ډول فرهنګي اثارو نندارتونونه جوړ کړي.

حبیبزي زیاته کړه، چې دمګړۍ د چهلستون قصر چارې پای ته رسېدلي، د عیدګاه، پل خشتي جوماتونو او د دارلامان ماڼۍ چارې دوام لري.

نوموړي وویل، چې دوی د کابل د فرهنګی اثارو مطالعه بشپړه کړې او په دې برخه کې به نور هم اقدامات وکړي.

په یاده ناسته کې امریکايي څېړونکي مایکل بیري، په کابل کې د امریکا او فرانسې سفارتونو استازو او د افغانستان لپاره د امریکا د مطالعاتو د مرکز مشر هم ویناوې وکړې او د تاریخي کابل او هم د یادو تاریخي ـ هنري اثارو په اړه یې خبرې وکړې.

هغوی د هنري اثارو او نندارتونو د جوړولو ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.