کور / راپور / په کندهار پوهنتون او کادري روغتون کي دوې ودانۍ پرانيستل سوې

په کندهار پوهنتون او کادري روغتون کي دوې ودانۍ پرانيستل سوې

د شنبې په ورځ  د لوړو زده کړو وزير ډاکټر نجیب الله خواجه عمري کندهار ولایت ته سفر وکړ او د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره يې يو ځاي لومړی په کندهار پوهنتون کي د ايډيټوريم او وروسته په کادري روغتون کي د لابراتوار ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستلې.

د يادو ودانيو تر پرانيستلو وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري، د ياد وزارت معین انجنير عبدالتواب بالاکرزي او ورسره راغلي پلاوي په ولایت مقام کي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا او د ولایت مقام د مرستيالانوسره پرځينو موضوعاتو بحث وکړ.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د يادي ليدنې پر مهال د لوړو زده د وزیر څخه غوښتنه وکړه چي کندهار پوهنتون ته د تحصيلي بورسونو شمېر زيات کړي، ښځينه محصلينو ته ليليه جوړه کړي او د لوړو زده کړو د خصوصي موسيسو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي ویسا همداراز د يادي ليدنې پر مهال د کندهار پوهنتون يو شمېر اړتياوي هم د لوړو زده کړو د وزیر شره شريکي کړې او د حل غوښتنه يې ځني وکړه.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري په خپلو خبرو کي ډاډ څرګند کړ چي د ستونزو په حلولو کي به کوټلي ګامونه واخلي او د کندهار پوهنتون د اړتياوو په پوره کولو کي به جدي هڅي وکړي.

ښاغلي عمري همداراز وويل چي د کندهار پوهنتون سره به د تحصيلي بورسونو د شمېر په زياتولو کي هم جدي هڅي وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر همداراز د يادي ليدنې پر مهال وويل چي د پوهنتونونو د درسي کیفیت لوړولو ته يې پاملرنه ډېره کړې، ترڅو پوهنتونونه په ملي او نړیواله کچه زده کړي، څېړني او علمي او مسلکي خدمتونه ټولني ته وړاندي کړي.

د لوړو زده کړو وزیر کندهار ولایت د خپل سفر پر مهال د کندهار پوهنتون د يو شمېر څانګو څخه هم لیدنه وکړه.