کور / خبرتیا او پيغامونه / د هلمند د پرلت په هکله د اجرائيه رئيس څرګندوني

د هلمند د پرلت په هکله د اجرائيه رئيس څرګندوني

د هلمندي ولسونو د سولي غوښتني حرکت مشروع او د افغانانو د اساسي غوښتني پوره کوونکی

د هلمند ولایت د خلکو ولسي او خودجوشه حرکت چي، په هیڅ لوري پوري تړاو نه لري او په هیواد کي‌ئې د دایمي سولي او امنیت لپاره پیل کړي، د خورا ډېري ستایني او ملاتړ وړ دی.

زه ددې حرکت له مؤسسینو،‌غړو او ټولو درنو هلمندیانو څخه مننه کوم، چي د افغان ولس د تر ټولو مهمي او اساسي غوښتني (سولي) لپاره ئې ولسي حرکت پیل کړی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت د سولي په هدف له دې پیل سوي حرکت څخه ملاتړ کوي او د سولي د راتګ لپاره دا ډول حرکتونه خورا مهم او برخلیک ټاکونکي بولي.

موږ د سولي د خبرو په هدف له هر ادرسه د پیل سوو فعالیتونو ملاتړي یو او اماده یو،‌چي د خپلو ارزښتونو او لاسته راوړنو د ساتني سره د سولي خبري پیل او تر پاى پوري ورسوو.

هلمند د هیواد د هغو ولایتونو له ډلي دی، چي د کلونو په اوږدو کي د جنګ لمبو سوځلی او اړتیا ده،‌چي ژر تر ژره د سولي خاوند سي، څو نوري مېندي بې زویه، لوڼي بې پلاره او خوندي بې وروره نسي.

افغان حکومت د سولي لپاره وسلوالو طالبانو او نورو افغانو ډلو ته یو هر اړخیز او جامع وړاندیز کړی،‌ضرورت دی، چي وسلوال طالبان د هلمند ولایت د ولسونو او په ټوله کي د افغان ولس او حکومت دې وړاندیز ته مثبت جواب ووايي او جنګ ته خاتمه ورکړي.

زه د هلمندي ولسونو د غوښتني ملاتړ کوم او وسلوالو طالبانو او نورو افغاني ډلو ته پیشنهاد کوم،‌چي‌د سولي خبري پیل او په خپلو کلیو او کورونو کي پردۍ جکړه پای ته ورسوي.

د هیواد په اوسنۍ جګړه کي تر ټولو زیات زیان افغانانو او تر ټولو زیاته ګټه بهرنیانو کړې، ډېره مهمه ده، چي وسلوال طالبان د افغانانو د اړتیا او غوښتني سره سم د سولي په پروسه کي د ګډون له لاري ورور وژنه او دا غیر اسلامي جګړه ختمه کړي.

د هلمند په پرلت کي د نه خوړلو اعتصاب کوونکو ته د ښه صحت دعا او وسلوالو افغانو ډلو ته د سولي په پروسه کي د ګډون هیله کوم.

په افغانستان کي د دایمي او سرتاسري سولي په هیله،

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس