کور / اقتصادي / کوهدامن د اوبو په لټه

کوهدامن د اوبو په لټه

ليکنه:  عبدالرحیم موسی زی

د کابل په شمالي سیمه کې پرته دره د کوهدامن په نامه یادیږي او دا دره اووه ولسوالۍ لري چې د پلازمېنې کابل پورې اړوند دي، دا ولسوالۍ له قره باغ، کلکان، استالف، فرزه، میربچه کوټ، ګلدره او شکر درې څخه عبارت دي.

دلته ولسونه له یو بل سره په خورا مینه او ورورګلوۍ ژوند کوي په دې ولسوالیو کې خلک په دواړو ملي ژبو پښتو او دري خبرې کوي، یاده دې وي چې د کوهدامن دره د خیرخانې له کوتل څخه پیل او د قره باغ ولسوالۍ تر پایه رسېږي.

د دې ولسوالیو خلک ډېر میلمه پاله دي په ځانګړې توګه په پسرلي او اوړي کې د رخصتیو په ورځو کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو خلک د میلو او تفریح له پاره دې ځایونو ته ځي، یادو ولسوالیو کې بیلابیلې مېوې موندل کيږي خو تر ټولو مشهورې مېوې له؛ انګورو، توت، چهارمغز، مڼې، شفتالو او داسې نور څخه عبارت دي.

کوهدامن شمالي ولایتونه د افغانستان مرکز کابل سره نښلوي، د دې درې کابو ۷۰ سلنه خلک په خپلو باغونو او ځمکو کې په بزګرۍ بوخت خو، د اوبو کموالي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د اوړي په موسم کې خلک د خپلو باغونو او ځمکو خړوبولو له پاره اوبو پسې لالهانده او سرګردانه روان وي او د بزګرانو کښتونه له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي، په خواشینۍ باید ووایو چې د کوهدامن ولسوالیو ډیری هغه پخواني کاریزونه چې خلکو ور څخه ګټه پورته کوله د کورنیو جګړو له امله له منځه تللي دي. ځیني یې خلکو په خپلو شخصي لګښتونو ورغول او ځیني يې لا تر اوسه پورې ړنګ پاتي دي، چې عامو خلکو یې د رغولو توان نه درلود.

د خلکو په وینا؛ ارواښاد شهید سردار محمد داود خان غوښتل چې د پنجشیر او غوربند سیندونو اوبه په حلقوي بڼه له پروان ولایت څخه کوهدامن ولسوالیو ته راتاو کړي او په دې سره د ټول کوهدامن میشتو ولسونو د اوبو ستونزه حل کیدلای شوه، خو د زمان جبر او بدمرغیو د هغه سپېڅلي آرمانونه له خاورو سره خاورې کړل.

د یادونې وړ ده، چې هر کال په کوهدامن کې د اوبو د کموالي او د سم سېسټم نشتون له امله د خلکو ترمنځ پر اوبو خونړۍ پېښې او دښمنۍ رامنځته کیږي، چې دا په خپله له یوې خوا په ولسونو کې د بدمرغۍ سبب ګرځي او له بل لوري د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي.

که څه هم افغان ولسمشر د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د کوهدامن خلکو سره دا ژمنه کړې وه، چې د بریالیتوب په صورت کې به د کوهدامن ولسوالۍ د پنجشیر او غوربند بهېدونکو سیندونو په واسطه خړوبې کړي، دا دی؛ کلونه تیر شول خو، د کوهدامن خلکو پر ستونزو چا غور ونه کړ.

دا چې د افغانستان ولسمشر ډېری وخت د اقتصادي بنسټونو پر رغولو زیات فکر کوي د کوهدامن ولسونه په ځانګړې توګه د قره باغ ولسوالۍ خلک هم له ولسمشر هیله کوي چې دوی ته دې د خپلو ژمنو د پلي کولو په دوام دا ستره ستونزه حل کړي، چې په دې سره به زمونږ د هېواد اقتصادي وده نوره هم لوړه شي او د میشتو خلکو ځمکې به په سمه توګه خړوبې شي، دې کار ته که ولسمشر پام وکړي نو زمونږ د ولس د خوښۍ او سوکالۍ سبب به شي.

د افغانستان خلک له هر څه ترمخه ښه اقتصاد ته اړتیا لري او ښه اقتصاد زموږ د هغو اوبو په مهارولو تضمین کیدای شي کوم چې زمونږ ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

 په کوهدامن کې په کافي اندازه د اوبو نشتون خلک له ډیرو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ کړي دي او که چېرته کومې اوبه چې له پنجشیر او غوربند څخه پروان کې یوځای کیږي او بیا نغلو سیند ته رسېږي او له هغه ځایه پاکستان ځي د هغه مخه په پروان کې ونیول شي او په سمه بڼه د کوهدامن ولسوالیو ته د نهرونو او معیاري ویالو له لارې وویشل شي په دې سره به زمونږ ولس لاندې ګټې ترلاسه کړي.

  • یو دا چې زمونږ خلک به له خپلو طبیعي سرچینو څخه ګټه پورته کړي.
  • دویم، زمونږ د خلکو اقتصادي او ټولنیزې ستونزې به حل شي.
  • درېم د برښنا بندونه به جوړ شي.
  • څلورم دا چې زمونږ خوار ولس به په کوهدامن کې د اوبو له نشتون خلاص شي.

د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله