کور / راپور / په کوټه کي څلور عيسويان

په کوټه کي څلور عيسويان

د کوټي پر شاه زمان سړک نامالومو وسلوالو پر يوې رکشه ډزي کړي او څلور سپرلۍ یې وژلي دي.

په ريکشه کي سپاره پنځه تنه عيسويان وه چي يوه مېرمن او ماشومه هم پکې وه. دا وګړي د پاکستان د لاهور ښار اوسېدونکي وه او کوټي ته د مذهبي مراسمو د لمانځلو لپاره راغلي وه.

په وژل سويو کي مېرمن هم شامله ده او يوه ماشومه پکي ژوبل سوې ده.

تراوسه کومي ډلي ددې بريد پړه نه ده منلې.

په کوټه کي کله ناکله د مذهبي لږکيو پر وړاندي بريدونه کېږي چي د ډېرو پړه يې  پاکستان مېشتي سختدريځي ډلي پرغاړه اخلي.

بل لور ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کي د ملي مسلم ليګ او ازادي کشمير په نامه ډلي د ترهګرو په ليست کي شاملي کړي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، دغه دواړي ډلي د لښکر طيبه څخه زېږېدلي او په نورو نومونو د لښکر طيبه ډلي فعاليتونه مخ ته وړي.