کور / راپور / په کوټه کي پر عيسايانو د بريد پړه داعش وسلوالي ‌ډلي پرغاړه اخيستې ده

په کوټه کي پر عيسايانو د بريد پړه داعش وسلوالي ‌ډلي پرغاړه اخيستې ده

داعش وسوالي ډلي منلې چي په کوټه کي د پرون ورځي بريد چي پکي څلور عيسايان ووژل سوه دوی کړی دی.

داعش سختدريځه ډله چي په سيمه کي فعاليت کوي د ځينو خونړيو پېښو مسؤوليت پر غاړه اخلي.

د روان کال د حمل د مياشتي پر لومړۍ نېټه هم په کابل کي د همدې ډلې لخوا پر ولسي وګړو ځانمرګی بريد وسو چي په لسګونو خلګو ته يې مرګژوبله واړول.

تېره ورځ هم داعش وسلوالو د کوټي پر شاه زمان روډ پر يوې رکشه ډزي وکړې او څلور سپرلۍ یې ووژلې.

په ريکشه کي سپاره پنځه تنه عيسويان وه چي يوه مېرمن او ماشومه هم پکې وه. دا وګړي د پاکستان د لاهور ښار اوسېدونکي وه او کوټي ته د مذهبي مراسمو د لمانځلو لپاره راغلي وه.

په وژل سويو کي مېرمن هم شامله ده او يوه ماشومه پکي ژوبل سوې ده.