کور / راپور / په لومړي ځل په کندهار کي دسولي د عالي شورا د رهبرۍ غونډه جوړه سول

په لومړي ځل په کندهار کي دسولي د عالي شورا د رهبرۍ غونډه جوړه سول

 غونډه چي د کندهار ولايت مقام دغونډو په تالار کي جوړه سول، پکښي د سولي دعالي شورا رئيس استاد کريم خليلي، د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک، کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا، د ولايت مقام دواړو مرستيالانو، د سولي دعالي شورا د بيلابيلو ارګانونو استازو، د علماو دعالي شورا رئیس مولوي قيام الدين کشاف، د کندهار، روزګان، زابل او هلمند څخه راغلو قومي مشرانو، علماو او د کندهار د ولايتي ادارې ځينو مامورينو برخه اخيستې وه.
د سه شنبي په ورځ دسولي د عالي شورا رئیس محمد کريم خليلي دسولي دعالي شورا د دا رلانشا رئیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک دديني عالمانو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قيام الدين قشاف او ورسره مل د ولسي جرګي يوشمير وکيلانو او د هيواد د بيلابیلو ولايتونو دي عالمانو کندهار ته سفر وکړ.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب ، دملي امنيت رئیس تورن جنرال قدرمحمد قدر ، ددولتی ادارو يوشمير ريسانو، او قومي مشران دپلاوي د ښه راغلاست لپاره د کندهار نړيوال هوائي ډګر ته ورغلي وه.


وروسته دسولي د عالي شورا رئیس او ورسره مل پلاوی ولايت مقام ته ولاړل او هلته يې لومړی د سولي دعالي شورا د رهبرۍ په غونډه کي ګډون وکړ.
غونډي ته لومړی کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا خبري وکړې، نوموړي د سولي دعالي شورا راغلي لوړپوړي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او هيله يې وکړه، چي له کندهاره به د سولي پروسه بريالی کيږي.
ښاغلي ويسا وویل، چي کندهار د سولي کور دی او د لوی کندهار ټول ولسونه د هر هغه حرکت ملاتړ کوي، چي له امله يې دلته تل پاتي سولي ته لاره حواريږي.
د سولي دعالي شورا رئيس استاد کريم خليلي بيا په خپلو خبرو کي وویل، چي غواړي د سولي ملي پروسه له مرکزه تر ولايتونو هم ورسوي، تر څو په دې ډول سره دسولي په برخه کي د ټولو افغانانو ملي اجماع رامنځته سي.
کريم خليلي کندهار ته د يوه تاريخي ولايت په توګه خطاب وکړ او زياته يې کړه، چي تل له دې ولايت څخه د سولي ږغونه پورته سوې، چي دده په وينا په همدې هيله يې کندهار ته سفر وکړ.
نوموړي وویل، چي سوله د تسليمي په معنا نده او بايد وسلوال طالبان په سوله کولو سره په هيواد کي روان ۴۰ کلن تاوتريخوالی پای ته ورسوي.
د سولي دعالي شورا دې غونډي ته دغه راز د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئيس ډاکټرمحمد اکرم خپلواک هم خبري وکړې.
ښآغلي خپلواک وویل، چي د کابل د سولي پروسې په وروستې کنفرانس کي ولسمشر محمد اشرف غني د وسلوالو طالبانو لپاره ډېر واضع وړانديزونه درلودل، چي دده په وينا نوره وسلوالو طالبانو داسي هيڅ پلمه نه ده پاته، چي جګړې ته دوام ورکړي او هيواد له ستونزو سره مخ کړي.
پرهمدې مهال بيا دکندهار، زابل او هلمند د سولي د ولايتي کمېټو رئيسانو هم په غونډه کي خبري وکړې، دوئ هر يوه د خپلو ولايتونو په استازيتوب ژمنه وکړه، چي د سولي د هر ډول خبرو کلک ملاتړ به وکړي.
بايد وویل سي، چي وروسته د سولي د عالي شورا رئيس او ورسره پلاوی د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په ملتيا د خرقي مطهرې زيارت او دلوی امپراتور احمد شاه بابا مقبرې ته هم ولاړل.
دوئ هلته د لوی خدای ج دربار ته لاسونه لپه کړل او په هيواد کي يې د تل پاتي سولي لاره دعاوي وکړې.