کور / راپور / جماعت الدعوه او جميعت علماء د عائشې ګلالۍ په ملاتړ د پښتون ژغورني غورځنګ پر ضد غونډه کړې ده

جماعت الدعوه او جميعت علماء د عائشې ګلالۍ په ملاتړ د پښتون ژغورني غورځنګ پر ضد غونډه کړې ده

په خيبر پښتونخوا کي نن د ځينو ډلو لخوا د پښتون ژغورني غورځنګ پرضد يوه غونډه جوړه سوې وه چي د پاکستان د پوځ په ملاتړ او د پښتون ژغورني غورځنګ پر ضد يې شعارونه ورکول.
 
دا غونډه د هغه ډلو له خوا تنظيم سوې وه چي نړيوالي ټولني ترهګر اعلان کړي دي او په تور ليست کي شاملي دي.
 
په غونډه کي د جماعت الدعوه او جميعت علما‌ء ډلو ځينو مهمو مشرانواو د تحريک انصاف ګوند جلا سوې غړي عائشې ګلالۍ  ګډون کړی وو، دوی پر منظور پښتين تور لګوی چي د هند او افغانستان د استخباراتو په مرسته هڅونکي غونډي سمبالوي.
 
جماعت الدعوه ډله د نړيوالو په تور ليست کي شامله ترهګره ډله ده چي مشري يې حافظ سعيد کوي، ددې ډلي بله څانګه د ملي مسلم ليګ په نامه ده او د کارپوهانو په وينا ترهګريز فعاليتونه کوي چي پرون د امريکا له لوري په تور ليست کي شامله کړل سوه.
 
منظور پښتين چي د پښتون ژغورني غورځنګ مشري کوي وايي، د هيڅ هيواد مرسته ورسره نسته يواځي او يواځي پر پښتنو د ظلم او زور زياتي له امله راولاړ سوی او د همدې قوم له مرستي او ملاتړه برخمن دی. د منظور په وينا ترهغو به د هلو ځلو څخه لاس وانه خلي ترڅو چي پښتانه خپلو حقونو ته رسېدلي نه وي.