کور / تازه خبرونه / طالبان: په اروزګان کي مو ۱۴ افغان سرتېري ژوندي نيولي دي

طالبان: په اروزګان کي مو ۱۴ افغان سرتېري ژوندي نيولي دي

د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کي تېره شپه د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درنه جګړه سوې ده.

جګړه تېره شپه د يادي ولسوالۍ مقر ته نږدې د ملي اردو پر قرارګاه د طالبانو له بريد سره هممهاله رامنځ ته سوه چي دواړو لوريو ته يې مرګژوبله اړولې ده. او طالبانو د ملي اردو ۱۴ سرتېري ژوندي نيولي دي.

د چارواکو په وينا په دې جګړه کي د ملي اردو دوه سرتېري او د طالبانو لس وسلوال وژل سوي دي. همدارنګه د اروزګان د والي وياند دا ردوي چي ګڼي طالبانو د ملي اردو ۱۴ سرتېري ژوندي نيولي دي.

بل لور ته د طالبانو لخوا په خپره سويه اعلاميه کي ويل سوي چي په سيمه کي د ملي اردو ۴ مرکزونه طالبانو نيولي دي، ۳۵ افغان سرتيري يې وژلي او ۱۴ يې ژوندي نيولي دي.

اروزګان چي د هيواد په ناامنه ولايتونو کي دی په دې وروستيو کي وسلوالو نښتو پکي زور اخستی دی او ددې ولايت مرکز ته هم امنيتي ګواښ متوجې دی.

.