کور / سياسي / اوس نو ګز پرې کېږده!

اوس نو ګز پرې کېږده!

ليکوال: ح حقوېش،

موږ سوله غواړو، له ډيرو غوښتلو او مبارزو کولو وروسته شونې ده چي انسان دي خپلو  ګټو ته ورسيږي، نو دا خبره هم شونې ده چي له دومره ډيرو غوښتنو وروسته افغانان د سولي له خواږه ژونده برخمن شوي واى، خو بدبختانه چي پردي مو د خپل خوشحاله ژوند لپاره نه غواړي چي موږ هم خوشحاله ژوند وکړو، نو هره لحظه راڅخه خوشحالي اخلي او په  بدل کي يې غمونه راته په خرورونو خرورونو راکوي.
تېره ورځ د کندوز پيښي د پخوا په څېر بيا هر څه له منځ يوړل، د هېوادولو غبرګونونه يې را وپارول، او پرديو کړيو ته يې هم فرصت په لاس ورکړ چي طالبان د جنګ لپاره وپاروي او له سولي کولو لاس په سر شي، چي دا لاسته راوړنه د ډير وخت نه وروسته تر لاسه شوې وه، او بل که موږ په دې تمه کښېنو چي نور هېوادونه يا سازمانونه به راته سوله راولي، نو دا ډيره ناشونې خبره ده، ځکه هغوۍ له کلونو زموږ لپاره سوله نه غوښتې ده او نه زموږ په سوله غمجن دي، له چاروکو هيله کوو، کومه سوله چي له مودو وروسته سره نژدې شي او تاسو يې له منځه يوسئ، دا مو اولس ته په سترګو کي د خاورو شيندلو په مثال دي، له خپلو هېوادوالو غم واخلئ او خوشحالي ورته راولئ څو مو هېواد پرمختګ وکړي، او له سيالانو سره ميدان ته شوٶ، ګنې پردي خو مو هڅي هم تېر باسي، چي وايي ستاسو غم اخستي ستاسو لپاره هر څه کوٶ، له موږ سره هر څه کول يې د ځان لپاره دي، لکه څنګه چي مي پرون په رسنيو کي ولوستل،
په 3 اپرېل د ماښام په 6:55pm باندي د شپوږمۍ رېډيو دا راپور خپور کړ:

آلیس ویلز: پاکستان ژمنه کړې، افغان سوله کې به صادقانه همکاري کوي،

د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات مرستیالې آلیس ویلز له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته ویلي، چې پاکستان په افغان سوله کې د پام وړ رول لري، او دې ترې په کلکه غوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې، او افغان سولې برخو کې صادقانه همکاري وکړي. په پاکستان کې د امریکا سفارت نه په را لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان منلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به په خپل ټول توان کار کوي. ویلز ویلي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه، سره یې په لیدنه کې واورېدل، چې د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات په مانا دی او دا هېواد په منځنۍ اسیا په تیره بیا افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو ته ژمن دی. ویلز اوونۍ مخکې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللې ده. ویلز په دغه سفر کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره کتلي دي او د افغان سولې په ګډون یې پر یو لړ مهمو مسائلو ورسره خبرې کړې دي.

او په سبا 4 اپرېل د 2:00 بجې په شاوخوا کي بيا سپوږمۍ رېډيو دا راپور خپور کړ:
پاکستان: پر طالبانو نفوذ نه لرو، نه شو کولی د سولې خبرو ته یې اړ کړو

د پاکستان د پوځ چارواکي وایي، هېواد یې پر افغان طالبانو نفوذ نه لري او ټینګار کوي چې پاکستان نشي کولی وسله وال طالبان د سولې خبرو ته اړ کړي. د پاکستاني پوځ ویاند جنرال اصف غفور له یو ټلویزیون سره د مرکې پر مهال ویلي، چې پاکستان د افغان سولې په بهیر کې ونډه لري او له دې بهیر سره به د یاد هېواد همکاري دوام ومومي، خو ټینګار یې وکړ چې طالبان به هیڅکله د پاکستان په غوښتنه د سولې خبرو ته حاضر نه شي. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الایس ویلز له دې وړاندې ویلي وو، چې پاکستان کولی شي وسله وال طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي. دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته چمتووالی نه دی ښودلی.

په دغه ورځ دوه ساعت وروسته په 4 اپرېل 4:00 بجې سپوږمۍ رېډيو بيا دا راپور هم پسې خپور کړ:
جنجوعه: د امریکا او پاکستان اختلافات د افغانستان په ګټه نه دي،

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار، ناصر خان جاجوعه وایي، پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته پوره درناوی لري. هغه چې د پاکستان د تروریزم ضد ادارې ته یې خبرې کولې وویل، پاکستان تل د سولې په برخه کې د افغانستان ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې به خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي. ده ویلي په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې په تېره بیا د پاکستان په ګټه دی او دوی د تروریزم ضد مبارزه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي. جنجوعه زیاته کړې، د امریکا او پاکستان اختلافات د افغانستان په ګټه نه دي، ځکه په خبره یې که چیرته امریکا د تروریزم ضد مبارزه کې د پاکستان لاس خوشی کړي نو په یواځې ځان نه شي کولی له دې پدیدې سره کارنده مبارزه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت ادارې تر دې وړاندې ویلي وو، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د تروریزم ضد مبارزه کې د یو بل ملا وتړي، او په یاده سیمه کې له ترهګرۍ سره رښتینې او پیاوړې مبارزه وکړي.
ښکاره ده چي د امريکا او پاکستان تر څنګ نور نړۍوال هېوادونه دلته خپلي ګټي لټوي، تر منځ يې موږ په اور کي سوځوٶ!